Categories

اعلان

Loading…

دا ولې؟ | استاد سعدالدین شــپون

له هماغه اول سر نه، زه هم لکه نور افغانان سودا وړی وم چې دا ولې شواړه شوه، لګیا ده لا شړېږي؟ طالبان که ګرم وو، خو هغه دی ولاړل. ظاهرشاه، چې پلار یې د افغانستان د یوه مترقي پاچا، امان الله خان تخت په میراثه ورته پرېښود، د ارګ په اتم لمبر قصر کې ایسار شو. د درواغو ډموکراسي او ورپسې د داوود دیکتاتوري یو په بل پسې تر خاورو لاندې شول. کمونست شاهي او تنظیم شاهي هم ختم،  چور تالان یې هم. نوی نوزی، د غرب د ډموکراسۍ استازی راغی. نو دا ولې؟ ولې؟ ولې؟

زما عاجز په فکر په کرزي یا قانوني، فهیم یا بل فرد، یا دې یا هغې ډلې یا شورا باندې ملامتي اچول ولې؟ ته پوره ځواب نه وايي،. ځکه دا چې یاد شول د دې ستر شطرنج دانې یا مهرې دي. اوبه له ورخه، له واشنګټنه، د دې سوپرپاور د تفکر او ریسرچ له چینو خړې راغلې.

زه لا په امریکا غږ کې وم . د امریکا بمونه د کابل شا و خوا ورېدل، د رباني کریغې مې اورېدې چې امریکا ته یې ویل چې بمونه نور هم لوی کړي. د هغو ورځو خوند اول کې د میخوش انارو  و خو ورځ په ورځ تروشېده.  اول کې  مې فکر نه کاوه چې داسې سوپرپاور به داسې سهوې وکړي. بیا مې ویل چې په دې کې به څه حکمت ضرور وي. د طالبانو  په تګ مې اوښکې تویې نه کړې. ما یې آثار لېدل چې د پاکستان د آی اېس آی په ټونګ راغلي وو. بلکه په زړه کې مې لا ویل، خدای دې ووهه نوروزه، څلور نور در سره بوځه.

په مدار مدار مې پام کېده چې ماوتسې تونګ په حقه امریکا بوساړې بللې وه چې په پاړسي کې یې غول پاګلین بولي. دا د لرغونو داستانونو هغه دېو دی چې بدهیبته ښکاري، لوی سر یې د غر په اندازه خو ماغزه یې د مچ دي. اوس کله حیراني راشي چې دې بوساړې څرنګه جرمن او جاپان ته ماته ورکړه. بیا مې د خروسچف ځواب ته پام شي چې ماوتسې تونګ ته یې ویل، دا به بوساړه وي خو غاښونه یې اتومي دي. ټول د وسلې زور و.

ته او خدای، تر دې به نو لویه بوساړه چېرته وي چې د شوروي د یرغل په سر کې یې بوساړ مشر(ولسمشر) جیمې کارتر وویل، برژنف غوټَه وعده کړې وه چې په افغانستان به حمله نه کوي خو ما ته یې درواغ وویل

He lied to me!

حتی روسیې هم امریکا ته  په افغانستان باندې د حملې په ضد خبرداری ورکړی و چې« زموږ له تجربې عبرت وا خله!»

 تر حملې لا لویه غلطي بله، او هغه دا وه چې د طالبانو پر ځای یې په داسې یوې افغاني ډلې تکیه وکړه چې تر پخوانۍ تنظیم شاهۍ لا بدنامه او خوروړې وه. یوه امریکايي ما ته ویل چې موږ نه یواځې د پرنګي او روسیې نه عبرت وانه خیست بلکه خپلې امریکايي سهوې مو هم ورسره واغږلې. امریکايي ویل یوه لویه سهوه دا وه چې په یوه منفور اقلیت مو تکیه وکړه.

دا منفور اقلیت هماغه و چې طالبانو، لېرې، په شمال کې د خواجه بها الدین په دښته کې د پوزه کي په اندازه یو ځای ته جارو کړې وه. نو رباني، د مسعود پاتې شونو او دوستم حق درلود چې د امریکا په ټانکونو سپاره په چکچکو کابل فتح کړي. د دغې سهوې نتیجه وه چې اوس، د افغانستان تباهي خو پرېږده، امریکا د خپلودوه نیم زرو اتباعو مړی ژاړي. پخوا به امریکا شورویان، پرنګیان او نور امپریالستان ملامتول چې هر ملک کې د اقلیت په زور خپله برلاسي ساتيٍ. اوس پًخپله په همدې لومه کې ونښتله.

زما په نظر د دې مخه په هماغه اول سر کې نیول کېدلی شوه. اوس مشکله  خو لا هم ممکنه ده. (نور بیا)


د استاد شپون دا لیکنه لومړي پلا د ۲۰۱۲ د دسمیر په نهمه په تاند کې خپره شوې وه.

28 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *