Categories

اعلان

Loading…

توکل د ښېوې | استاد سعدالدین شپون

څو کاله کېږي چې د یوې حساسې موضوع رابرسېره کول غواړم خو چل یې نه راځي. که داستان وای ، سړي به لیکلی و، که منظق وای سړي به مقدمتین، صغرا او کبرا وربرابر کړی وای ، خو دا داسې یو بیان دی چې په زغرده مې قلم نه وربرابرېږي. ځکه که اندک بې پرداختي را نه وشي، نوهغه متل به راباندې رښتیا شی چې هندو ستړی، خدای ناراضه. لوستونکي او یاران خپه، ګټه هېڅ.

وړم کال مې همدې تاند کې برحالو والیانو ته د دوی د مطبوعاتي چارواکو د غوړه مالۍ لیکلي وو. هلته مې تحلیل کړی و چې د هېڅ ولایت د مطبوعاتي  چارواکي هغه خبرې لمازي نه دي چې د خپل ولایت د کامیابیو رپوټونه کاغذي یا برښنايي رسنیو ته استوي. دا کلي د ملا خبره، قضاوت شی درنفس شی باطل است. دا نصیحت وزمه لیکنه لکه چې بې پرداخته پاتې شوه. دلیل به یې دا و چې د کوم خاص ولایت نوم مې نه و یاد کړی.

توکل په ښېوې، اوس به یې یاد کړم او دا جرات ما ته د تاند هغې مقالې راکړ چې زما د یار، غفور لېوال صیپت یې کړی و. غوسه په دې راغله چې په مقاله کې د لېوال د یو سل و یو صیپتونو یادونه نه ده شوې خوهغه صیپت چې ورپورې تړي، لکه ملنډې چې وهي پخپله یې بېرته نفی کوي. مثلا د لېوال دا وینا یادوي چې د پښتنو د بې اتفاقۍ ذکر کوي، خو ورپسې وايي چې دغه خبره خو شالخان او نورو پخوا تر ده کړې وه. د پېښوریانو خبره سړنی ورته کولی شي چې: نو بیا؟ زه نه وایم چې لیکونکی به هم (لکه د والیانو یا خاصو وزیرانو مطبوعاتي ګوډاګیان) په دې مقاله کې چېرته خپله ګټه ګوري.

د زړونو مالک خدای دی چې څه به یې نمت و، مګر هغه لنډۍ رایادوي چې وايي:

په مساپرۍ دې خپه نه یم

 خپه په دې یم چې ورکېږې له وطنه

 زه په دې خپه یم چې د لېوال صیب، له جماله یې پلو نه دی لرې کړی. د کنداریانو په اصطلاح یې لا علیحده ناسولته خاصیتونه ورپورې تړلی دي چې زه یې نه یادوم خو کوم تبصره کوونکي اشاره ورته کړې وه.

څو کاله، د پېښوریانو په وینا، اګاهو. د لطف الله مشعل په نامه یو تکړه لیکوال د اشعارو پر کتاب د قلم یا بهیر یا کومې بلې موسسې په چمن کې مخکتنه وه. غم دا و چې مشعل د کرزي د حکومت معتبر چارواکی هم و(چې اوس به هم وي که نه) نو خامخا د ټولو سترګې ترې سوزېدې. په مجلس کې یو بل صاحب نظر، عبدالجبار ثابت هم و چې هغه هم چېرته چارواکي کوله خو لکه چې له مشعل نه ټيت رتبه و یا به سره خرې په خرې وو.  خدای شته چې اشعار بدوکي نه وو، قافیې یې ښې سره وروستلې وې. نقاد ورباندې د اوساطو الشعرا حکم کولی شي. د ثابت صیب د تبصرو وار راغی. هغه، د اشعارو د موشګافیو ښه تحلیل وکړ. خو په آخر کې یې وویل چې «مشعل صیب د موسی شفیق د کچې شاعر دی.» بیا یې یو څه ځنډ وکړ نو زیاته یې کړه« یره، زه وایم جې تر شفیق نه هم لوړ دی» را شه که یې ګورې!

پرون مې د دې بل مثال په همدې تاند کې ولوست. خبریال میدان ښار ته د پوهنې د وزیر فاروق ورګ د ورتګ کیسه کړی ده چې د ده په پښتو یې د میدان وردګ د ولایت (نه) لېدنه وکړه. هره جمله یې د وزیر په نامه شروع کېږي او بس د مثبتو خبرونو کان دی. آیا په رښتیا د ده په ورتګ ملک ګل و ګلزار شو؟

زه  چې فکر ورته کوم، د وطن زیاتره رسنۍ د یوې ډلې، یوې ايډیالوۍ په ګټه ډنډۍ وهي، چې دا تر یوه حده مجاز دی، خو چې د یوه شخص بې ثبوته ثنا صفت کوي، شین کفر باله شي.

خبرې به په یوه سترګو لېدلي مثال ختم کړم: د پوهنې وزارت له لوري په یوه رسمي سفر ننګرهار ته تللی وم. هلته زه او څه ځـايي چارواکي لکه چې د ملنګ جان زیارت ته روان وو. ما له موټروان نه پوښتنه و کړه: د انوی والي، ګلا آغا شېرزی تکړه دی که پخوانی، حاجي دین محمد؟ موټروان وویل چې ګل آغا د کار سړی دی، سرکونه، ترافیکي څراغو نه، پارکونه، ټول د همده د لاس دي. حاجيٍ دین محمد یواځې د جوماتونو د ترمیم پړانګ و، نور یې څه نه دي کړي. په موټر کې موږ سره د ننګرهار پوهنتون او ولایت  څو تنه هغه منسوبین هم وو چې خپل قدرت یې مخ په ځوړ لېده، نو یوه یې موټروان ته څاپېړه ورکړه اوما ته یې وویل چې د موټروان عقیده خرابه شوې. د پخواني والی مناقب یې شروع کړل چې داسې لمونځ ګزاره او پوخ مسلمان دی چې شل وارې یې یواځې عمره کړې. هغه له پارک نه چاپېره جګ دېوال درولی و چې  لا رویان سیا سرې و نه شي لېدای. ګل آغا لګېدلی دی ټیټې کټارې یې لګولي دي. دا او دا سې نور یې راته قطار کړل. موټروان خواره کي هم ګېر بدل کړ او د حاجي صیب صیپت یې شروع کړ .

دې پېښې ما ته د طالبانو د حکومت وختونه رایاد کړل چې هغه وخت امریکا غږ کې وم او په ملک وچکالي راغلې وه. ما تلفون کې د طالبانو د یوه چارواکي نه پوښتنه وکړه چې ستاسوحکومت د اوبه خور د نوو لارو، کارېزونو، او ژورو څاګانو د کیندلو په لار کې څه کړي دي او د وچکالۍ غم یې خوړلی دی که نه؟ چارواکې نه ووړه نه یې را وړه، ویې ویل«هو صایبه، اسلامي امارت دې خبرې ته ښه متوجه دی، تر دې حده چې تر اوسه پخپله د امیرالمومنین په امامت څلور ځلي د استسقا لمونحونه شوي دي» راشه کې یې ګورې!


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د دسمبر په اتلسمه په تاند کې خپره شوې وه.

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *