Categories

اعلان

Loading…

د بېړاګانو کلی | استاد سعدالدین شپون

حاجي ورته تابیه نیولې ده. پرون یې بیا د یوه زېړ پاڼي کتاب څو بیته راته ولوستل:

شیطان د اسماعیل مور ته ویل چې شه خبر

ستا زوی به حلالېږي په کعبه کې په خنجر

بیا مور د اسماعیل وې.، ما نه لرې کړه بشر

شیطانه دروغ وايې څوک حلال نه کي پسر

مځکه د مکې به زنګېدله لکه ټال

په شان د زلزلې به خوزېده امر د رب و.

ما ورته د وړم کال کیسه وکړه چې کابل کې شوربګت جوړ و چې په پلانکۍ ورځ زلزله کېدونکې ده، له کورونو ووځئ . بیا یې تاریخ بدل شو چې د جمعې په شپه به وي. عجیبه دا وه چې زما نژدې لرو ټولو پخوانو فاکولته پاس خلقیانو هم همدا ویل. له پاکستانه یا اروپانه د دوی خپلوانو ورته پر له پسې تلفونونه کول چې په دا شپه به کورونه پرېږدﺉ. هغه کال زورور ژمی و، واوره د واورې پسې. د همدې شپې په ماښام مې خېلخانې جدي مجلس وکړ، د موټرو جاج یې واخیست چې څوک څوک یې لري، څوک به چا سره ځي، څشی به له ځانه سره اخلي. یو شی چې ټولو ضروري باله لاسي بجلۍ وه. زه چې هر څومره ټینګ شوم چې د زلزلې اټکل ناشونی دی، دا هسې د پاکستان پروپاګند دی چې د کابل ډارن خلک نور هم ووېروي، خو چا ته یې وایې؟

د شپې اته بجې تلفون راغی. وراره مې و، ویل یې چې دی بهر منتظر دی، موټر ډک دی، روان یو ننګرهار ته، د ډ‌رایور د څنګ سیټ مې تاسو ته پرېښی دی. ما وویل دا خرافات دي، شرم دی چې تا غوندې مترقي سړی یې مني. چې ډېر ټینګ شو، نو ما ته غوسه راغله، ومې ویل چې ځئ په مخه مو ښه. چې جلال آباد ته ورسېدﺉ هلته بیا ټول لاړشئ د میا علی صیب زیارت ته چې که د لېونتوب علاج مو وشي. هغوی لاړل. باور مو وشه چې که تر سهاره به د کور نه بهر ونې څانګه لاخوزېدلې وي.

اوس حاجي د قیامت خبرې کولې. ویل یې چې« نن شپه به خامخا کېږي. ټول  ضروري لوازم مې تیار کړي دي. څلور مې جالمازونه غوړولي دي چې د هر یوه قبله بېل لوري ته ده، هسې نه زموږ نه غلطه شوې وي. پنج پیري ملایانو چې زموږ قبله بلې خوا ته اړوله، ګرم به نه وو. » ما ویل چې حاجي ګله، لکه چې ستا نه هم وارپار خطا شول. ته خو ما سټري هم لرې او ما په روحانیت کې ته خپل پیر ګڼلې، لکه چې بامبړ وختلې. مولوی خالص لکه چې تا وارو خلک ښودل چې پوچ کارتوس وختو….. دووس وختو، ښه یې ویل. حاجي ویل چې «وطني ملا خو هسې نالوسته شی دی، دا د قیامت خبره خو ما میاشتې دمخه تا ته کړې وه. د نړۍ نجومیانو ټولو همدا نېټه د قیامت ښودله. ناسترا داموس پنځه پېړۍ دمخه دا وړاندوینه کړې وه، ایسته دې نو خپله خوښه!» ما ورته د ساطول کیسه یاده کړه چې ده له وطن نه راوړی و. حاجي مې تل په دې موضوع ځوراوه چې له کمونستانو نه د تېښتې پر مهال یې د ځانه سره یکي یو شی، همدا ساطول راوړی و. حاجي ویل، دا کوم عادي ساطول نه دی بلکه دا یو من درنه وسپنه د ده په کلي، پایمنار کې غازیانو د کوم پرنګي نه ولجه کړې وه، پرنګی یې پرې وژلی و، بیا یې ساطول  ده ته په میراث پرېښی و. نو ما ورته وویل، اوس چې ته وایې، هفته کې د ننه قیامت دی، هلته خو نه ناریه وسله پرېږدي نه جارحه، نو څه کېږي چې دا ماته پرېږدې. خیر دی، چې له خیره د صلات له پله تېر شو، پیسې به یې درکړم؟ حاجي چې تراوسه ژړه غونی و، ناڅاپه یې په کړس وخندل،«یوه مور خرڅوله، بل په پور غوښته.»


د استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۲ د دسمبر په ۲۳ نېټه په تاند کې خپره شوې وه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *