Categories

اعلان

Loading…

طالبانو که سولې  ته خپله را وړاندې نه شي نو خرڅ به شئ

محمد هلال سمسور   

دا که د افغان حکومت ابتکار دی او یا که هم د سیمي د سیاسی او اقتصادي بدلونونو او جوړښتونو غوښتنه ده، د افغانستان د سولې په اړه بین المللی اجماع په پیاوړي کېدو ده. دا حالت کټ مټ هغه حالت ته ورته دی چې روسان په افغانستان کې ول او نړۍ پرې فشار راوړ چې نور له افغانستان څخه خپل پوځونه وباسي. هغه مهال هم مجاهدین خبرو ته نه حاضرېدل، هماغه وو چې د هغوی په غیاب کې امریکا، روسیې او پاکستان غونډه وکړه او له افغانستان څخه د روسانو په وتو سلا شول.

ښايي مجاهدین اوس پوهه شوي وي چې هغوی بېځایه سرتمبه توب کاوه او په دې سره نه یوازې مجاهدینو تاوان وکړ بلکې افغان ولس چې د هغوی تر شا ولاړ ؤ هغه ته هم ډېر تاوان ورسېده. د روسان تر وتو وروسته مجاهدینو بیا هم ډېره ناپوهي وکړه. مجاهدینو ته د ډاکټر نجیب الله د سولې وړاندیزونه ډېر پر ځای وو که مجاهدینو له درایت څخه کار اخیستی وای، اوس به په افغانستان کې د ډېرو ناورینونو مخه نیول شوې وای. خو هسې نه وشول مجاهدین په خپلو کې سرا واوښتل، نه یې حکومت جوړ کړ،  نه یې هم سوله راوسته او نه یې هم له روسانو سره د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د تاوان اخیستو خبره مطرح کړای شوه.

اوس هم د سولې بحثونه په ملي، سیمه ییزه او نړیواله کچه په پیاوړي کېدو دي. خو طالبان هم د مجاهدینو په څېر سرزوري او ناپوهي کوي. سیاسي خبرې او بحثونه هغه څه دي چې دوی باید په درایت سره په هره هڅه او غونډه کې حاضر وای خو متاسفانه هغوی د [نه] په سیاست کې ډېر تکړه دي. د خپل حکومت پر مهال یې هم هر څه ته نه ویل لکه د ښځو زده کړه [نه]،  مشترک حکومت جوړول [نه] د تروریستانو په اړه له نړۍ سره تفاهم [نه]. او داسې نور.

د مجاهدینو لخوا د سولې نه کول د افغانستان په تاوان شول، ځکه هغه د نجیب الله حکومت هومره نړیوال او ولسي ملاتړ نه درلود چې د مجاهدینو پرته یې افغانستان ته سوله را وستې وای. مګر اوس افغانستان یو مرکزي حکومت لري، پیاوړې اردو لري او هم نړۍ ورسره ولاړه ده. نو دا ځل که د طالبانو به غیاب کې د هغوی د ملاتړو هېوادونو له خوا له افغان حکومت او نورو دخیلو لوریو سره معامله وشوه. نو تاوان به یې یوازې او یوازې طالب ته رسېږي، هغوی به ګوښې ته کېږي. هغوی به د خپلو ملاتړ لخوا داسې له منځه ځه وړل کېږي لکه په ۲۰۰۱ کې چې له منځه لاړل. هغه مهال پاکستان له امریکا سره معامله وکړه او دوی یې په میاشتو نه بلکې په ورځو کې له نشت سره حساب کړ.

302 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2