Categories

اعلان

Loading…

په اسلام اباد کې د افغانستان – پاکستان کلتوري فیستوال

تاند- د افغانستان او پاکستان د کلتور درې ورځینی پروګرام یا فیستوال نن /جمعه/ په اسلام اباد کې پیل شو.

د دې کلتوري پروګرام په لړ کې موسیقي او د خوراکونو غرفې هم په پام کې نیول شوي دي.

د فیستوال ویناوالو په پرانیستونکې دستوره (مراسمو) کې وویل چې د افغانانو او پاکستانیانو ترمنځ ولسي اړیکې د دوو وروڼو هیوادونو ترمنځ اړیکې غښتلي کولی شي او پکار ده چې دا ډول کلتوري فیستوالونه ډېر شي.

دوی د دې فیستوال تنظیموونکي وستایل.

نامتو سندرغاړي هارون باچا څو سندرې وویلې او نندارچیانو په چکچکو بدرګه کړې.

د فیستوال په لومړۍ ورځ ډېر شمېر خلکو په مراسمو کې ګډون وکړ.

دا فیستوال به د اپریل تر لومړۍ نېټې پورې دوام وکړي.

له بلې خوا د اسلام اباد په نړیوال اسلامي پوهنتون کې افغان محصلانو کلتوري اوونۍ ولمانځله.

په دې اوونۍ کې د شاوخوا ۴۰ هیوادونو محصلان خپل ملي توکي نندارې ته ږدي او په پای کې هغه هیواد ته جایزه ورکول کېږي چې کلتوري توکي یې زیاته پاملرنه ځان ته واړوي.

تېر کال افغانستان لومړی مقام ګټلی دو.

افغان محصلانو سږ کال هم غالۍ، لاسي صنایع، وچې مېوې، افغاني خوراکونه، د لرغونو ودانیو (لکه احمدشاهي دروازې، د غزني مینارونه) په لاس جوړ شوي ماډلونه او نور … نندارې ته وړاندې کړي دي.

841 total views, 2 views today

1 comment

  1. امان Reply

    هغه څوک چی وایی افغان او پاکستانی لکه دوو ورونو په شان دی دغه خلک په خپله خرڅ شویی او دی افغان ملت دشمن دی هندو او مرتد هیڅ وخت ورور نشی کیدا او دا مرتدد پا کستان دی هغو ورونه دی چی په خپله مرتدد او دوس دیی دا خبره دی په خپل ځان محدوده کړی او ټول افغانان دی دی پاکستانی سپو ورونه نه بولی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2