Categories

اعلان

Loading…

په سمندر کې د یوه هیواد هومره غورځول شوې خځلې

تاند – له دې خبر یاست چې په ارام سمندر کې د غورځول شویو پلاستیکونو او نورو خځلو یا کثافاتو اندازه به څومره وي؟

مېل ورځپاڼې په یوه راپو رکې ویلي چې په ارام سمندر کې غورځول شویو کثافاتو د فرانسې د خاورې هومره ساحه ډکه کړې ده.

د هوا له لارې له اخیستل شویو تصویرونو ښکاري چې د امریکا د کلیفورنیا په لوېدیځ کې په سمندر کې ۷۹ زره ټنه پلاستیک اچول شوي دي. دا اندازه تر پخواني اټکل ۱۶ ځلې زیاته ده.

له دې داسې ښکاري چې په دې سیمه کې تر هغه څه چې مخکې څېړونکو اټکل کاوه، خورا زیات پلاستیک کوټه شوی دی.

څېړونکي وايي چې له دغو کثافاتو څخه وتونکي زهرجن یا ټاکسیک مواد کبانو ته انتقالېږي او کله چې انسانان د کب غوشه خوري، انسان ته لېدي.

ډاکتر لورینټ لیبرټن، چې د دې څېړنې یوه له دوو لیکوالوانو څخه دی، مېل انلاین ته ویلي، په پسفیک یا ارام سمندر کې د کثافاتو دا لوی ډېران د هاوايي او کلیفورنیا ترمنځ موقعیت لري.

څېړونکي وايي چې د دې ډېران په سلو کې ۹۹ اشعاریه ۹ پلاستیک دی.

دوی دغه راز وايي چې یو ملیارد او ۸۰۰ ملیونه پلستیکي ټوتې د اوبو پر سر لامبوزنې دي.

1,760 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2