Categories

اعلان

Loading…

ويښ ملتونه کیسې ګټي| حافظ احمد نصرت

په ولسواکو ټولنو کې ملتونه حکومتونه رامینځته کوي اود حکومتونو منشآ او ریښه یې له ولس او ملت څخه وي کله چې د دولت خبره کوو دملت کلمه ورسره یادیږي ملت او دولت هغه کلمې دي چې تل د خلکو دژبو پرسره وي که حکومتونه کار کوي دولسونو او ملت لپار یې کوي او همدا ولسونه چې کله حکومتونه رامینځته کوي په دې موخه چې بیرته دوی لپاره خدمات وړاندې کړي او د خلکو د زخمونو پټۍ سي.

که چیرې ملت بې تفاوته او بیده پاتې سي نو حکومتونو ته پرې دلوبو کولو ښه چانس برابریږی بیده ملتونه تل د نورو د ګټو ښکار سوي او د تاریخ په اوږدو کې دبیده ملتونو څخه په بیلابیلو طریقو استفاده سوې، وژل سوي بې هدفه او ناهیلې پاتې سوي دي.

افغان ملت چې د تاریخ په اوږدو کې یې کیسې ګټلې امپراتوري یې جوړۍ کړې پردي یرغلګر یې په ګونډو کړي دخپل ځان او هېواد ننګه یې کړې دافغانستان په معاصر تاریخ کې په زرینو کرښو لیکل سوي ولې دا ملت هغه مهال هم دبیلابیلو دسیسو،کړیواولاس وهنو ښکار سوی،چې دې کار افغانستان له یو بحرانی حالت سره مخ کړی وه.

د تېر په څېر افغان ملت اوس  ډیر دويښتیا په حال کې دی دهرې ناروا او غیری قانوني کړنې په اړه خپل اواز اوچتوي دظالم،غله او خاین په ضد دریږي اوله هغوی خپل حقه حقوق غواړي چې دا څه دیو ويښ ولس اوملت څرګندویي کوي چې ښه بیلګه یې دې ورستیو کې دغزنی،کابل او هلمند لاریونونه او پرلتونه دي.

هلمند چې دکلونو راپه دېخوا د جګړې،ظلم،تروریزم،مخدره توکو او داخلي مافیا ښکار دی

ولس یې په بې رحمانه ډول وژل سوی او وژل کیږي،له لښکرګاه تر موسی قلعه له موسی قلعه تر خانشینه دعسکر،طالب،داعش،قاچاقبراو بیلابیلو نورو نومونو یې ژوند اخیستل کیږی اخیر ولی؟ اوترکله به وژل کیږو.

نور د ولس صبر او حوصله پای ته رسیدلې دحکومت او طالب له روانې جګړې ستړی سوي ځکه دې جګړه کې ډیری قرباني همدا ولس ورکوي ولس له جنګ ستړی سوی سوله غواړی دټولو افغانانو یوه ستره هیله او ارزو هم همدا سوله ده زموږ دین هم دسولې دین دی په سوله کې خدای پاک ج خیر او برکت ایښی دی لکه څنګه چې په قرانکریم کې الله ج فرمایلی دی والصلح خیر یعني په سوله کې خیر دی او موږ ته قران عظیم شان کې خدای پاک دورولي تعلیم راکړی د انما المومنون اخوا یعنی ټول مسلمان سره ورونه دي دهمدغه قراني تعلیماتو په اساس باندې موږ باید دخپلو زړونو څخه دښمني،بغض،عداوت، مادیت پرستي، قدرت پرستي او تعصب  وباسوو په اخلاص او صداقت دورولي لاسونه سره وکړو لکه څنګه چې شاعر هم وایی

که زړونه سره یو کړو او لاسونه سره ورکړو

دا کاڼي به لعلونه او دا بوټي به لونګ سي

د هلمند ويښو ځوانانو، قومي مشرانو، مدني فعالانو او دینی علماو تر همدې شعار لاندي چې طالبه! سوله به کوي جګړه بس ده په جنګ مو نه سي ګټي یو لوی ولسي حرکت او لاریون راپیل کړی چې د طالبانوترمرکزونو به ځې هغوي ته به دسولی خواست کوی د دردیدلي ،ځوریدلي او ټپي افغانستان فریاد به ورسوي چې دا هڅه دیو ویښ ملت څرګندونه کوي.

لکه څنګه چې مې مخکې وویل ویښ ملتونه کیسې ګټي بیده ولسونه دنورو دلوبو ښکار کیږي که په رښتیا هم طالبان سوله غواړی همدا یې وخت دی ددې ولسي حرکت ملاتړ دي وکړي ترڅو ټولې نړۍ ته ثابته سي چې افغانان د تروریزم، ترهګري او جګړي غوښتونکي نه دي بلکی افغانان سوله خوښوونکي دی او دا روانه جګړه پري تپل سوی ده.

په درنښت

لښکرګاه

۱۳۹۷/۱/۷/

12 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *