Categories

اعلان

Loading…

ترکيبي نومونه | اجمل ښکلی

چې له نغلو نه کوز شې او د سروبي بازار ته ورسي، کيڼ اړخ ته د لته بند د سرک په تقاطع کې يو دولتي ټانک راځي، چې دا عبارت پرې ليکلى:

د سروبي دولتي د تېلو ټانک

د پښتو اضافى او توصيفي ترکيبونه د پښتو برعکس دي. په دري کې په اضافي ترکيب کې لومړى مضاف اليه او په وصفي هغه کې لومړى ستاينوم(صفت) او بيا مضاف او ستايلى(موصوف):

پيشرفت افغانستان/ اۤدم خوب

د افغانستان پرمختګ/ښه سړى

ليکونکي لومړى د دې عبارت دري بڼه(تانک تيل دولتى سروبى) ليدلې، بيا يې فکر کړى، چې که سرچپه يې وليکو؛ نو پښتو به شي؛ خو د دې عبارت څو ستونزو يې ژباړه ناکامه کړې ده:

يو: دا يو ترکيب نه دى، بلکې څو ترکيبونه دي، چې په يو بل کې مدغم شوي او له موږ نه په ژباړه کې دا ډول پېچلي عبارتونه بالعموم غلطېږي.

دوه: په دې عبارت کې دوه اضافي ترکيبونه دي:

١- د تېلو ټانک

٢- د سروبي د تېلو ټانک

درې: په دې عبارت کې يو وصفي ترکيب هم دى: دولتي ټانک

د ټانک د لوحې ليکونکي په يوه مانيز واحد کې د دې ترکيبونو په کوشيرولو کې کامياب نه ښکاري.

په لومړي پړاو کې په (د تېلو ټانک) کې (تېل) د (ټانک) لپاره مضاف اليه راغلى. دا دولتي ټانک دى، ځکه نو (دولتي) صفت دى، چې ستايلى(موصوف) يې (تېل) يا (ټانک) دى. له دې سره دا پوښتنه پيدا کېږي، چې دا(دولتي تېل) دي، که (دولتي ټانک) دى. (دولتي ټانک) د شخصي ټانک په مقابل کې دى او دا د (دولتي ټانک) د سموالي دليل کېداى شي.

د دې دواړو ترکيبونو پايله دا شوه:

د تېلو دولتي ټانک

په دې بېلګه کې وينو، چې په يوه اضافي ترکيب کې وصفي ترکيب ورننوتى او يو واحد عبارت يې جوړ کړى. (ټانک) هممهاله د (تېلو) مضاف او د (دولتي) موصوف دى.

په دويم پړاو کې دا ټول عبارت(د تېلو دولتى ټانک) په يوه بل ترکيب کې د مضاف په توګه راغلى، چې مضاف اليه يې (سروبى) دى:

د سروبي د تېلو دولتي ټانک

او همدا هغه عبارت دى، چې د لوحې لوستونکي يې ليکل غوښتل؛ خو دا د يوه اضافي ترکيب په توګه ګنې سم دى؟ څرنګه چې د دې عبارت موخه د سروبي جغرافيې ته اشاره ده؛ نو سم ښکاري؛ خو د يوه بل شخصي ټانک لپاره له ورته قاعدې نه استفاده نشو کولای، ځکه هلته د وصف موخه د مالکيت تر اثباته مخکې وي:

سپين غر هوټل

بلخ ادبي خوځښت

په دې دواړو بېلګو کې خو په اسانه په دې پوهېږو، خو په کومو ترکيبونو کې چې نومونه راغلي وي، په پښتو کې ترې پوخ ترکيب جوړول ګران وي. که دا چېرته يوستوى اضافي ترکيب وي؛ نو په اسانه په پوخ نوميز(اسمي) ترکيب اوړي؛ لکه: کابل پوهنتون؛ خو که په ترکيب کې يې نور يوستوي ترکيبونه هم وي؛ نو بيا؟

په انګليسي او په تقليد يې په اردو کې دا د يوه شخص د پوره نوم غوندې ليکل کېږي:

Khalid Oil Station

خالد پمپ سټيشن

په دري کې بيا سرچپه کېږي:

تانک تېل خالد

په دري کې اساني دا ده، چې دلته د اضافي او توصيفي دواړو ترکيبونو لپاره زېر(کسره) کارېږي؛ خو په پښتو کې بيا توصفي ترکيب له معلوم ترتيب پرته کومه ګرامري نښه نه لري او اضافي ترکيب په(د) جوړېږي. په پښتو کې به دا ترکيب داسې وي:

خالد د تېلو ټانک

کاروان د لوړو زده کړو موسسه

که دويم ترکيب(د کاروان د لوړو زده کړو موسسه) کړو، د کاروان په نامه د يوه شخص په ملکيت اوړي.

د پښتو په دې دواړو ترکيبونو کې (خالد) او (کاروان) د دې ترکيبونو اصلي اجزا نه ښکاري او دا ځکه چې پښتو د دا ډول سستو ترکيبونو چې وروسته ترې پوره يو اضافي ترکيب راغلى وي، تجربه نه لري؛ خو پښتو بايد د يوې رسمي ژبې په توګه د وسمهال دې اړتياوو ته هرکلى ووايي.

خالد او کاروان دواړه په بېواکغږونو ختم دي، که دا (بريالى) شي؛ نو بيا يوه ستونزه دا پيدا کېږي، چې اصلي که مغير بڼه يې وليکو؟ څرنګه چې دا د يوه پوخ ترکيب په بڼه راڅرګندېږي، ځکه نو د (بريالي) بڼه ورسره کارېږي:

بريالى د لوړو زده کړو موسسه  


د استاد ښکلي ګڼې نورې لیکنې دلته ولولئ

1,173 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *