Categories

اعلان

Loading…

استرالیا د امرالله صالح د پناه غوښتنلیک رد کړ

تاند- یو روسي خبري اژانس وايي چې استرالیا د افغانستان د ملي امنیت د پخواني رييس امرالله صالح د پناه غوښتنلیک رد کړی دی.

سپوتنیک خبري اژانس وايي چې په استرالیا کې له موضوع خبرو سرچینو ورته ویلي چې امرالله صالح استرالیا ته د سفر په ترڅ کې د سیاسي پناه غوښتنه وکړه، خو د استرالیا حکومت په سیاسي دلایلو امرالله صالح ته له پناه ورکولو ډډه وکړه.

سپوتنیک همداراز ادعا کړې چې د استرالیا حکومت نه یوازې د ښاغلي صالح د پناه غوښتنلیک رد کړی، بلکې هغه ته یې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانانو او استرالیایانو ترمنځ د سیاسي نظرونو د تبادلې لپاره غونډه جوړه کړي.

د سپوتنیک د دې راپور په اړه تراوسه پورې امرالله صالح څه نه دي ویلي.

212 total views, 1 views today

1 comment

  1. khan Reply

    دی علو خه چل زده دی بیت المال چورکره د ملت وینی وچحه او بیا تخته او په بل هیواد کی یی خه په آرام سره خوره 😂

Leave a Reply to khan Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *