Categories

اعلان

Loading…

د کابل پر پرلت په بمي حمله کې یو تن شهید شوی

تاند- راپورونه وايي چې د کابل په پرلت کې چاودنه شوې ده. لومړني راپورونه وايي چې ګڼ کسان ژوبل دي.

تراوسه پورې د مرګ ژوبلو دقیق حال نشته. خو لومړني راپورونه وايي چې یو تن شهید شوی او ۶ ژوبل دي.

دا پرلت پر پښتنو د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ظلمونو خلاف د کوزې پښتونوخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ کې له تېرو څو ورځو څخه پیل شوی دی.

شاهدان وايي چې چاودنه د یوه لاسي بم په نتیجه کې شوې ده.

د کابل روغتونونو ته یو شمېر ټپیان وړل شوي خو شمېر یې لا څرګند نه دی.

د کابل د پولیسو ویندوی د ۳ تنو ټپي کېدا تایدوي او وايي چې له لومړنیو شواهدو داسې ښکاري چې د پرلت خیمې ته نژدې بم چاودلی دی.

سید شاه سقیم، اسرار کریمزی، عماد دوران او د کریمزي ورور په ټپیانو کې شامل دي.

د وروستي راپور له مخې، ولسمشر غني د ټپیانو د پوښتنې لپاره روغتون ته تللی دی.

524 total views, 1 views today

6 comments

  1. احمد Reply

    له دې نه معلومېږي چې د پنجاب جاسوسان او مزدوران له پښتونخوا او قبایلي سیمو نه په افغانستان کې ډېر فعال دي.
    دا وینې به لمر شي او د شپې لمن به ټوله کړي
    بیا به تلونکې شپه د زلمي لمر خرام ته څه وایي

  2. Zadran Reply

    دا هم یو بل جنایت دپاکستان ای ایس اې په امر دخپلو ګوډاګیانو په لاس

  3. Afghan Reply

    پنجاسپيانو خو دا کار وکر.خو دلته حکومت هم بايد چې خپل غاشونه مالوکړي.ډلته چې لکپ څنګه چې حکومت پټه خوله د ډيورنډ په کرشه چوپ ناست ده همداسې د خلکو په امنيت کې پاتې راغلی.

  4. sekandar mohamad faek Reply

    د پنجاب جاسوسان په حکومت کې ناست دی ، په لوی افغانستان کې چې د پښتنوخلاف کوم اعمال تر سره کیږی که هغه لر دی او که بر، تر نن ورځی پوری افغانی سیاسیونو څه کړی دی؟

  5. غ.حضرت Reply

    دا ناځوانمردانه کړنه باید په کلکه وغندل شی
    اصلاً چاودنه او انتحار او وژنه په هیڅ فرهنګ کی جواز نلری

  6. Hekmatullah Safi Reply

    بیا هم هغه د باچاخان خبری او حماسی شعارونه رایاد شول چی ویل به یی ، چی سره یو موټی نشی نو ورکیږی ، او دا ښکاره خبره ده چی د پاکستان او تور پنجاب ته د پښتنو اکثریت د منلو وړ ندی خو نه داسی نده موږ ټول به دا هڅی جاری ساتو تر څو خپلو موخو ته ورسیږو او بیا موخی ته د رسیدو نه مخکی ډیرو قربانیانو ته اړتیا ده چی باید هیڅ یو پښتون وګړی تری مخ ونه ګرځوی او د خپلو مشرانو په شان په یوه نعره چی موږ خپل پښتون ولس ته که په لر کی دی او که په بر کی حقوق او سولیز ژوند غواړو ځکه چی د ځمکی پر سر د هریو قوم قبیلی او نژاد د اوسیدو حق شتون لری نو بیا پښتانه هم ددی ځمکی یوه لویه برخه ده او باید په سوله او ثبات کی د نورو قومونو ترڅنګ ژوند وکړی .

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2