Categories

اعلان

Loading…

بې سرحده مینه/د نزار قباني شعر، ژباړه اجمل پسرلی

اې اغلې!

ته زما د تاریخ تر ګردو مهمه ښځه وې

په دغه کال کې چې تیر شو

ته اوس د سږکال تر پیلیدو راوروسته هم تر ټولو مهمه یې

ته هغه ښځه یې چې په ساعت او ورځو دې نه حسابوم

ته هغه ښځه یې

چې د شعر له میوې جوړه یې

او د خوبونو له سرو زرو

ته هغه ښځه یې چې له میلیونونو کلونو راهیسې

زما د وجود دننه اوسې

اې اغلې!

اې له پنبې او وریځو اوبدل شوې

اې بارانه د یاقوت

اې د نهاوند د نغمو سینده

اې د مرمرو باغه

لکه کب شې چې د زړه په اوبو لامبې

لکه یوه جوړه کوترې چې په سترګو کې اوسیږې

عاطفه مې تغییر نه شي

احساس مې هم همداسې

وجدان مې هم همداسې

ایمان مې هم همداسې

پاتیږم به په سیوري د اسلام کې

اې اغلې!

د وخت په تیریدو زړه مه تړه

او د کلونو په نومونو

ته هغه ښځه یې چې به یې ښځه

په هر زمان کې

راباندې ګرانه

کله چې یو ویشتمه پیړۍ راشي

پنځه ویشتمه پيړۍ راشي

نهه ویشتمه پيړۍ راشي

ګرانوم دې

کله چې بحرونه وچ شي

او ځنګلونه اور واخلي

اې اغلې!

ته د هر شعر غوړچان

ګل د ټولو ازادیو

بس دی چې ستا د نوم توري

په خوله واخلم

او ملک الشعراء شم

ته فرعون د کلماتو

بس مې دی چې ستا په څیر یوه ښځه مې عاشقه شي

او یاد شم د تاریخ په کتابو کې

راته پورته بیرغونه شي

اې اغلې!

د اختر د ورځو د مرغه په څیر مه وارخطا کیږه

زما هیڅ شی نه بدلیږي

د عشق سیند کله هم نه وچیږي

نه د زړه ټکان دریږي

د شعر زرکه هم له پروازه نه لویږي

کله چې وي ستر عشق

او میینه هم سپوږمۍ وي

دا مینه هم په پروړې نه بدلیږي

چې د اور لمبې یې وخوري

اې اغلې!

دغسې څه نه شته چې مې سترګې رامړې کړي

نه رڼاوې

نه سینګار

نه خبر د اختر

نه د مسیح د میلاد ونه

نه واټ راته معنا لري

نه ( بار) او میخانه راته مفهوم لري

نه پيغام چې د اختر د کارت په شا وي

اې اغلې!

 ستا له غږه پرته مې څه یاد نه دي

کله چې زنګونه اخترونو ته شرنګیږي

ستا له عطره پرته څه رایاد نه دي

کله چې څملم چمنونو کې

ستا له مخه پرته څه رایاد نه دي

کله چې وي واوره او ښویږي مې جامو باندې

چې ټک ټک د بوټو اورم

اه خوشاله شمه ګرانې

ترهیدلې پوړیدلې مرغکۍ شم

ستا د سترګو د باڼو په بڼ کې پټ شم

راته ګرانې تر دې څه ویاړ

چې بښې راته قلم د مشاقي

زه وروځمه ترغاړې

ویده کیږمه ارام لکه ماشوم

اې اغلې!

په خپل تبعید کې ډير خوشال یم

د شعر اوبه تصفیه کوم

د راهبانو شراب څښم

پياوړی کیږم

چې شم ملګری

د انسان او ازادي

اې اغلې!

څه کیدل که ستا میین وای

د رنسانس په زمانه کې

طلایي عصر زمان کې

څه کیدل که مې یوه ورځ ولې لیدلې

فلورانس یا قرطبې کې

یا کوفه کې

یا حلب کې

یا د شام  د یوې کوڅې په یوه کور کې

اې اغلې!

څه به شوي وای که تللي په سفر وای

ها ملکو ته چې واکمن پکې ګیتار دی

پکې مینه بې دیواله

کلمات یې بې دیواله

او خوبونه بې دیواله

اې اغلې!

مستقبل ته دې زړه مه خوره

زما مینه به تر اوسه لا په زور وي

او تر دې به وي پیاوړې

ته یې هاغه ښځه چې کله به تکرار نه شې

د ګل په تاریخونو کې

د شعر په تاریخونو کې

د زنبق او د ریحان په خاطرو کې

اې اغلې د نړۍ:

زه به بوخت یم، په راتلونکو ورځو شپو کې ستا په مینه

ته مې لومړۍ ښځه

لومړۍ مور

لومړی عشق

لومړی شهوت

ته مې په توپان کې د نجات حلقه

اې اغلې!

ته مې د شعر لومړۍ ښځه

راکړه راسته لاس چې پکې پټ شم

راکړه دا بل لاس چې پکې اوسم

راته ووایه جمله عاشقانه

چې پيل شي اخترونه

پای

28 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *