Categories

اعلان

Loading…

د پښتونخوا ۲۴ ځوانان له څو میاشتې بې درکۍ وروسته د افغانستان په بندونو کې وموندل شول

تاند- پاکستاني رسنیو نن /دوشنبه/ راپور ورکړ چې د خیبر پښتونخوا ۲۴ ځوانان، چې له څو میاشتو راهیسې بې درکه ول، په بګرام او پلچرخي محبسونو کې وموندل شول.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دا ځوانان د پېښور، چارسدې، مردان، صوابۍ او شاوخوا سیمو اوسېدونکي دي.

دوی وروستۍ ځل د تېر کال په سپټمبر کې له خپلو کورنیو سره تماس نیولی و.

ویل کېږي چې هغوی د کار په تمه افغانستان ته تللي ول.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې د هغوی حال په خیبر پښتونخوا کې د دوی کورنیو ته رسولی دی.

د بګرام او پلچرخي په محبسونو کې د بندیانو کورنیو نن په یوه خبري غونډه کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مننه وکړه چې هغوی یې د خپلو عزیزانو له حاله خبر کړل.

9 total views, 1 views today

1 comment

  1. تراب خان Reply

    خو بیا پاکستانی هزاره ګان سری سترګی ګرځی
    شرم په دی ایرانی حکومت

    وګوری یابه خټګروی، یا به بل کار ولری

    دمحقق یو خپلوان یاسا چه د کویټی هزاره دی او یو ورور یی پاکستانی فوجی دی، دپاکستان صفارت خواکی ونیول شو، خو سمدستی دمحقق په امر خوشی او په عزت ولیږل شو
    پښتونه تباه یی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *