Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان او ایران راکړه ورکړه په ۱۱ میاشتو کې تر ۲ نیم ملیارد ډالرو واوښت

تاند- افغانستان او ایران په ۱۱ میاشتو کې د نژدې دوه نیم ملیارد ډالرو په ارزښت په خپل منځ کې ۵ اعشاریه ۳۲ ملیون ټنه مالونه تبادله کړي دي.

په دې سوداګري مالونو کې، چې د تېرې فبرورۍ تر ۱۹ پورې په یوولس میاشتو کې شوي، تېل او تیلي مواد شامل نه دي.

دا د ایران د ګمرکونو د ادارې د شمېرنو پر اساس په یاده موده کې د تېر کال د ورته مودې په پرتله د دوو هیوادونو ترمنځ په راکړه ورکړه کې ۱۸ اعشاریه ۶۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

ایران په یاده موده کې افغانستان ته د ۲ ملیارده او ۴۶۰ ملیون ډالرو په ارزښت ۵ اعشاریه ۳۰ ملیون ټنه مال صادر کړی دی چې په دې توګه افغانستان ته د ایران په صادراتو کې د تېر کال د ورته مودې په پرنله ۱۸ اعشاریه ۷۹ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې له پاکستان څخه افغانستان ته واردات په کال کې له څه باندې دوه نیم ملیارد ډالرو څخه ۱۲ سوه ملیون ډالرو ته رالږ شوي دي.

72 total views, 2 views today

1 comment

  1. تراب خان Reply

    ډیر بد خبر دی، ایران د هرچانه لوی دشمن دی، دا لیکنه دشرم ده. هغوی زمونږ قوم وژنی، زمونږ
    ښارونه کلی او نور تاسیسات ورانوی

    هغو زمونږ په ملک فرهنګی ترهګری کوی، زمونږدافغانیت دشمنان دی

    په داسی ګټه دی اور بل شی
    دلته یی یو څو ناجایز اولاد دی چه زمونږ دوطن بنیادونه ورانوی
    لعنت دی په دی لیکنه شه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *