Categories

اعلان

Loading…

خپل عمل د لاري مل/ عبدالباري جهاني

صحرایی پر خره بار کړي وه بارونه

ور سره وو ستړی سپی اوږده مزلونه

سحرګاه وه چي له کلي را روان سو

سره غرمه تر ځنګله ورسید ستومان سو

پر ویاله یې ځان اوبه کړ زړه یې سوړ کړ

په ډوډیو او په غوښو یې ځان موړ کړ

چي خاوند په ډکه خوله مړۍ خوړله

وږي سپي یې وازه خوله ورته کتله

دی په فکر کي د ګټي د بازار وو

نه یې سپی ورته په یاد نه یې په کار وو

سړی ولاړی یوې وني ته دمه سو

لږ ګړی یې سترګي پټي کړې ویده سو

خر هم ولاړی له موږي څخه ایله سو

له څښتنه څخه لیري سو ګوښه سو

سپی کرار کرار و خره ته ور نیژدې سو

د خاوند له بې غوریه په ګیلې سو

چي خاوند مي ډوډۍ وخوړه پریمانه

زه هم وږی هم د ټول مزله ستومانه

نه په ټول وخت کي یې ورغلم تر پامه

نه یوه مړۍ مي لاندي کړه تر زامه

نور له لوږي ستومانیه له پښو لویږم

تور مي ځي سپین راځي دلته مړ کیږم

ستا له بار څخه پنیر او ډوډۍ غواړم

او که نه وي د مرګي کومي ته ولاړم

خره ویله زه د خپل بادار نوکر یم

له کلونو یې د لارو همسفر یم

په خپل سر مي ډوډۍ نه سم درکولای

ځان تر لښتو لاندي نه سم پرې ایستلای

چي را ویښ مي سي څښتن له درانه خوبه

ستا به وسي د پنیر او ډوډۍ سوبه

ولاړ سه پریوزه د ساړه سیوري د لاندي

دوه لاسونه دي تر سر که لاندي باندي

ګوندي خوب به دي پر سترګو غلبه سي

په کولمو کي به دي لوږه لږ دمه سي

خره کرار کرار واښه خوړل روان وو

وږي سپي ته بې پروا غوندي ګویان وو

چي له پاسه دوه لیوان پر را ښکاره سول

د لوی خره او غیبي ښکار په ننداره سول

دواړه وږي خولې یې وازي وې نیولي

را روان د خره پر لور اجل نیولي

خره پر سپي وکړه ناره ویل یې وروره

ژر مي مرستي ته راځه د سترګو توره

دا لیوان ستا له حملې څخه ویریږي

که ته نه یې زما په غوښو به پړ سیږي

یا څښتن له خوبه پاڅوه چي راسي

ګوندي وي چي دا لیوان بیرته پر شا سي

سپي ویل زه خاوند نه سم ویښولای

بې د ده له اجازې نه سم ورتللای

نه له تا سره څه مرسته سم کولای

نه د ده بې اجازې سم څوک داړلای

زما له لوږي له ستړیاوو ساه ختله

تا له مستي ګیډي خپله کیسه کړله

چي لیوان دي په پستو غوښو مړیږي

دا له خپلي نامردیه در رسیږي

نه څښتن سته چي په داد دي ورسیږي

نه دي مرستي ته زما داړي په کاریږي

خر یې وویشتی له مځکي دوو لیوانو

په یوه دم کي خوراک سو د غازیانو

نه نارې یې تر څښتنه رسیدلې

نه یې مرستي ته سپي داړي سپینولې

سپي یې هم لا په پستو غوښو ځان موړ کړ

په کوګل کي یې د لوږي دوږخ سوړ کړ

له خواږه خوبه را ویښ چي یې څښتن سو

له درنو سترګو چي لیري یې بړستن سو

خر یې مړ وو لاښ پر لاښ یې اندامونه

د خپل سپي یې وه په وینو سره غاښونه

د خره بار یې پر میدان باندي پاشلی

سپی یې موړ وو له پنیره لاس نیولی

اوس به څرنګه دا بار یوسي تر ښاره

په مزلو چي یې په مخ کي اوږده لاره

چي یې بیرته د خپل کور لاره نیوله

یو ځل خره بیا یې درانه بار ته کتله

لیوان تللي وه ماړه پر خپله تړه

ده ته پاته سوه د ژوند لاره  کروړه

سپي په زړه کي خپلي ګوړي ماتولې

له خوښیه چي یې داړي سپینولې

که د سپي د لوږي غم وای چا خوړلی

خر به ولي وای لیوانو ځغلولی

که انصاف وای له څښتن سره ملګری

نو به ولي تلای تر کوره یو وزری

و هر چاته په خپل وخت کي نصیب غل دی

« خپل عمل د هر سړي د لاري مل دی»

د ۲۰۱۳ کال د جولای نولسمه

ویرجینیا

487 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸