Categories

اعلان

Loading…

د ننګرهار د شنبې خبرونه

ننګرهار والي ځوانانو څخه وغوښتل،چې په دې ولایت کې د پوهنې د پياوړتیا په برخه کې هر اړخیزې همکارۍ وکړي .
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د ځوان ولسي ټولنې غړو سره د لیدنې پر مهال ځوانانو څخه وغوښتل،چې په دې ولایت کې د پوهنیز بهیر د پیاوړتیا په موخه له ټولو قانوني لارو چارو څخه په ګټې اخیستنې خپلې همکارۍ وکړي .
د کب په ۲۶ مه ولایت مقام کې د یادې لیدنې په پرمهال د ځوان ولسي ټولنې غړو د امنیت په ټينګښت، ښارکې د بې نظمۍ مخنیوي، بريښنا، په ښوونځیو کې د کتابونو نشتوالي ، صنعي پارک ته غځيدلي سړک د جوړیدو او یو شمیر نورو ستونزو په حل کې د اقدماتو او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وویل،د هغو ځوانانو ستاینه کوي،چې د ستونزو د شریکولو پر مهال ورسره د حل لارې هم وړاندیز کوي او موخه یې هم د تخریب پر خای اصلاحات رامنځته کول وي .
نوموړي زیاته کړه، د نورو ولایتونو په پرتله پدې ولایت کې د روغتیا او پوهنې سکتورو پيا وړی دی، چې په خبره يې راتلونکی ۹۷ لمریز کال د ولسمشر له لوري د پوهنې د پياوړتیا په نوم نومول شوی، چې له مخې به يې د پوهنې په برخه کې پرتې ستونزې تر ډیره حل شي.
هغه همدا راز وویل په راتلونکي کې دې ولایت ته ۳۰۰ میګاواټه واریداتي او په حصارشاهي کې ۴۰ میګاواټه سولري بريښنا په جوړیدو سره به د ولسونو ګڼې ستونزې د بريښنا په تړاو حل شي.
ننګرهار والي ځوانانو ته د ستونزو په حل کې د همکارۍ ډاډ ورکړ او هم يې ورته سپارښتنه وکړه، چې همېشه د مثبت فکر له مخې خپل فعالیتونه تنظیم کړي څو په ټولنه کې اصلاح او سمون رامنځته شي.
د هېواد د بېلابېلو ولایتونو تر سلو زیاتو فعالو ځوانانو، وسله والو طالبانو ته د جمهور رئیس د سولې وړاندیز څخه ملاتړ له ننګرهاره پیل کړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینت په نوښت د بېلابېلو ولایتونو تر سلو زیاتو فعالو ځوانانو ننګرهار ته د خپل دوه ورځني سفر په ترڅ کې وسله والو طالبانو ته د جمهور رئیس د سولې وړاندیز څخه ملاتړ وکړ او له دې ولایت څخه یې د ملي یوالي او سولې د راتګ غږ پورته کړ.
یادو ځوانانو د کب په ۲۳مه ماښام ناوخته د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل سره د ناستې پر مهال د هېواد په کچه د ملي یوالي په نوم د سولې او پخلایني غږ بدرګه کړ.
سلاکار وزیر او د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د هېواد د ټولو ولایتونو ځوانانو څخه مننه وکړه،چې د جمهور رئیس له لورې یې وسله والو طالبانو ته د سولې او پخلایني وړاندیز بدرګه کولو چاره د هېواد په کچه له ننګرهاره پیل کړه.
نوموړي زیاته کړه، د تاریخ په اوږدو کې ننګرهار ته د علم او ادب زانګو ترڅنګ د سولې او پخلاینې نومونه ورکړل شوي او هیله یې ښکاره کړه،چې د ځوانانو یاد حرکت به هم د وسله والو طالبانو سره د سولې د راتګ پیلامه شي .
هغه د ټولو ځوانانو ته په دې ولایت کې د تنظیم شوي پروګرامونو د عملي کېدو په برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معین کمال سادات وویل،د هېواد د ټولو ولایتونو څخه یې تر سلو زیات فعاله ځوانان را ټول کړي،چې په کې د بېلابېلو قومونو،ژبو او سیمو اوسیدونکي دي،خو د سولې او ملي یوالي په نوم د یو افغانستان لپاره د غږ پورته کولو چاره یې له ننګرهاره پیل کړه .
هغه زیاته کړه،تر دې وروسته به د هېواد نورو ولایتونو ته هم سفرونه ولري او د جمهور رئیس د سولې وړاندیز د بدرګه کولو ترڅنګ ځوانان د نظام د کړنو څخه ملاتړ کولو او په دې برخه کې عامه پوهاوي ترسره کولو ته وهڅوي .
د ځوانانو په استازۍ سجيې پیل شوی سفر ګټور وباله او زیاته یې کړه،چې د خپلو لسګونو خویندو او وروڼو سره یو ځای به بېلابېلو ژبو به د دې سفر په ترڅ کې د سولې پيغام خپور کړي .

دولس داعش وسله وال ووژل شول او څلور ټپیان شول
ننګرهار ولايت هسکې مېنې او نازيانو ولسواليو کې د هوايي بريدونو او د وسله والو مخالفينو خپلمنځي شخړه کې دولس داعش وسله وال ووژل شول او او څلور ټپیان شول.
د معلوماتو له مخې تېره ورځ د هسکې مېنې ولسوالۍ ګورګورۍ سيمه کې د داعش وسله والو پر پټنځايونو هوايي بريد شوی، چې په ترڅ کې يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.
دغه راز په ورته وخت کې د نازيانو ولسوالۍ دوه خولې او پيتو مېنه سيمه کې وسله والو مخالفينو خپلمنځي نښته کړې، چې پر مهال يې شپږ داعش وسله وال وژل شوي او دوه ټپيان شوي دي.

د ننګرهار په کور بتوب د ختيځ زون د څلورو ولايتونو دشپاړلس لوبډلو ترمينځ دواليبال سيالۍ د چپرهار ولسوالۍ غلام حيدر لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسيدې.
د غه سيالۍ چې څلو رورځې وړاندې دبدني روزنې امريت د ختيځ رون د واليبال فډراسيون او په ننګرهار کې د خراسان حصوصي پوهنتون په مالي لګښت د جلا ل اباد ښار په سراج العمارت ورزشي ډګر کې پيل شوې وې پکې د ننګرهار ،لغمان ،کونړ او نورستان ولايتونو شپاړلس لوبډلو ګډون کړی و ،چې موخه يې د ولايتونو د ورزشکارانوترمنځ يوالی او دواليبال لوبې پرمختګ و.
د يادې سيالۍ په پای لوبه کې د چپرهار ولسوالۍ غلام حيدر لوبډله وتوانيده چې د جلا ل اباد ښاروالۍ لوبډلې ته درې ديوه په پايلې سره ماتې روکړي او د اتلولۍ مقام خپل کړي.
د ننګرهار بدني روزنې امر خوشحال حضرتی لمړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته مبارکي وويله .
نوموړي په ختيځ زون کې دواليبال فډراسيون د نوي مسول احمد طارق (کمال )کړي فعاليتونه وستايل.
له پای لوبې ورسته لمړي او دويم مقام ګټونکو لوبډلو ته کپونه اونورو لوبغاړو ته ستاينليکونه ورکړل شول
بل لورته په بهسودو ولسوالۍ کې هم د بدني روزنې امريت له لوري د اته لوبډلو ترمنځ دواليبال سيالۍ پيل شوې ، چې يوه اونۍ به دوام وکړي.
پولیسو دوه تنه د ۲۳ کیلو ګرامه تریاکو د قاچاق په تور ونیول .
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د کوزکونړ ولسوالۍ په شکې سیمه کې د پلټنې پر مهال دوه تنه،چې په یو عراده کرولا موټر کې یې ۲۳ کیلو ګرامه تریاک د قاچاق په موخه ځای پر ځای کړي وو، ونیول .
د قاچاق په تور نیول شوو کسانو غوښتل، یاد نشه یې توکې د کوز کونړ ولسوالۍ څخه غني خیلو ولسوالۍ ته ولیږدوي،چې موخی ته تر رسیدو وړاندې کشف او پلاس راوړل شول او په تور یې دوه تنه ونیول شول .
همدا راز د سره رود ولسوالۍ پولیسو په خپله مربوطه ساحه کې د پلټنې پر مهال یو تن د یو میل تفنګچې سره،چې د ګرځیدو قانوني اسناد یې نه درلودل،یو ځای نیول شوی .
نیول شوي کسان په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي .
د داعش ډلې ډیپو کشف او په کې ځای پر ځای شوي مهمات او چاودیدونکې توکې تر لاسه شول .
ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ په لاغړجوی سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو له لورې د داعش ډلې څخه پاتې شوې د مهماتو او چاودیدونکو توکو ډیپو کشف او په کې ځای پر ځای شوي ټول توکې تر لاسه شول .
په تر لاسه شوو چاودیدونکو توکو او مهماتو کې ۱۳ فیره د هاوان چینایي او روسي مرمۍ، د هاوان ۵۱ روسي او چینایي سرګلولې،د هاوان ۳۹ روسي او چینایي پټاقۍ،د ۲ سوو په شاوخوا کې په ماینونو کې د کارونې ساچمې او برېښنایي الې شاملي دي .
څو ورځې وړاندې په کوټ کې د داعش ډلې یوه بله پاتې شوې د مهماتو ډیپو هم نیول شوې وه .
د نږدې یو میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمیر ولسوالیو وترنرۍ سیمه ییز واحدونو سره د شل قلمه تخنیکي او ترانسپورټي وسایلو مرسته وشوه .
د ننګرهار ولایت کرنې،اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست په هلو ځلو د افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې په شاوخوا اته سوه زره افغانیو مالي لګښت د دې ولایت د روداتو،کوټ، مومندرې،دره نور او کامې ولسوالیو وترنرۍ سیمه ییزو واحدونو سره د شل قلمه تخنیکی او ترانسپورټي وسایلو وړیا مرسته وشوه.
د یادو وسایلو د سپارلو په مراسمو کې د ننګرهار د کرنې ریاست په استازیتوب د مالدارۍ او د څارویود روغتیا آمر ډاکټر محمدضمیر (بهسودي)، افغانستان لپاره د هالینډ کمیټې مسؤلینو، دحیواني کلینیکونو ډاکټرانو او د وترنرۍ سیمه ایز واحدونو مسؤلینو ګډون کړی و.
په لعلپورې ولسوالۍ کې د ( عدالت پر مټ ) تر عنوان لاندې یوه ورځنۍ ورکشاپ ترسره شو.
ننګرهار ولایت په لعلپورې ولسوالۍ کې د افغانستان ټولنیز پرمختیایي مؤسسې له لورې د عدالت پرمټ یو ورځنی ورکشاپ نن د کب په ۲۳مه ترسره شو،چې په کې د مسؤلینو سربېره ګڼ شمیر مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
د لعلپورې ولسوال حاجي غالب مجاهد غونډې ته د وینا پر مهال د ولسوالۍ په کچه په ټولو برخو کې پر عدالت کولو ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه،چې د عدالت پر مټ به ټولو ولسونو ته حقوق رسوي .
په جوړه شوې غونډه کې د مخورو او مسؤلینو له لورې چې شاوخوا اتیا تنو په کې ګډون کړی وو،همدا راز د شخړو په لمنځه وړلو او یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې.

دجلال اباد ښار په دوه ليسو کې د کمپيوټر خونې فعالې او دګټې اخيستنې وړ وګرځيدې.
د پوهنې رياست مطبوعاتې دفتر له لوري په راليږل شوي خبر کې ويل شوي چې په همدې موخه په يادو ليسو کې په جوړو شويو مراسمو کې د پوهنې رياست تدريسې مرستيال استاد اول ګل ابوذاهد په خپلو خبرو کې د مرسته کوونکې ادارې نه دمننې په څرګندولو سره وويل زده کوونکو ته د درسي نصاب سره سم د کتابونو د برابرولو تر څنګ د لابراتوارونو،کتابتونونو او کمپيوټر خونو جوړول چې د پوهنې رياست د مشرتابه د کار په لومړيتوبونو کې دې دهغوی د پوهې د کچې په لوړولو کې خورا مرسته کوي. د پوهنې رياست تدريسي مرستيال د جلال اباد ښار د مياعمر دهلکانو او د بي بي عايشې د نجونو ليسو له مسولينو وغوښتل چې ددغو وسايلو په ساتنه او سمه کارونه کې جدي پاملرنه وکړي.
نوموړي وويل : له دې کمپيوټر خونو نه به د ښوونيز نصاب سره سم د کمپيوټر د مضمون له مخې ګټه اخيستل کيږي او هم به د لنډ مهاله کورسونو په توګه زده کوونکي روزي.
د افغانانو لپاره دالمان د خلکو مرستو ادارې استازي قيس صديقي وويل په هره ليسه کې لس پايې کمپيټرونه ،ميزونه او شل څوکې د ټولو اړينو وسايلو سره ايښودل شوي چې ښايي په راتلونکې کې يې شمير زيات شي. پر دې سربيره هرې خونې ته يو ښوونکی هم ګومارل شوی چې لګښت يې د همدې ادارې له لوري ورکول کيږي.
يادې شوې مرسته کوونکې ادارې تر دي وړاندې د دپوهنې رياست اړوند په اوه ښوونځيو کې ورته کمپيوټر خونې جوړې کړې دي.
د ننګرهار ولايت د کډوالو چارو رياست په هلو ځلو دوه سوه څلويښت بې ځايه شويو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
له کډوالو چارو رياست څخه په راليږل شوي خبر کې ويل شوي له خوګياڼو او کوټ ولسواليو نه په رابې ځايه شويو دوه سوه څلويښت کورنېو د خوراک نړيوالې ادارې له لوري د خوراکي توکو مرسته وويشل شوه.
په راليږل شوي خبر کې د کډوالو چارو رئيس غلام حيدر فقيرزي له قوله ويل شوي دغه مرسته د خوراک نړيوالې ادارې يا WFP لخوا برابره شوې ، چې هرې کورنۍ ته سل کيلو وړه،اوه نيم ليتره غوړي،اوه کيلو دال او مالګه ورکړل شوه.
نوموړی وايي، دغه کورنۍ سره رود او روداتو ولسوالۍ ته راغلي، چې وړاندې ورسره نغدي مرسته ترسره شوې ده
په راليږل شوي خبر کې دغه راز ويل شوي په چپرهار ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کورنېو لپاره ېوولس د څښلو د پاکو اوبو څاګانې تر جوړيدو وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
دغه څاګانې چې د يادې ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کې جوړې شوې، نن چهار شنبه د کډوالو چارورئيس غلام حيدر فقيرزي له لوري ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.
فقيرزي وايي نن يې درې سوه کورنېو ته روغتيايي کېټونه هم ورکړل، چې وړاندې يې په روغتيايي برخه کې روزنيز ورکشاپ کې ګډون کړی و.

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې د ښځو د پیوستون نړیواله ورځ د یوې غونډې په ترڅ کې ولمانځل شوه.
په هغه غونډه کې چې د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست له لورې د یاد ریاست د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، دکرنې ریاست یو شمیرمسؤلینو، دننګرهار پوهنتون استازو، GRAIN, NHLP, CBARD, SNAPP2, UNFAO, ICARDA پروژو او موسساتو مسؤلینو ګډون کړی و.
د ننګرهار د کرنې ریاست په استازیتوب د کرنیزو څیړنو مدیرالحاج ګل ملا الکوزي اتم د مارچ د ښځو د پیو ستون نړیواله ورځ ټولو ښځو ته په ځانګړي توګه هغو ښځو ته چې دکرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي مبارکي وویله.
الکوزي وویل: د ننګرهار د کرنې ریاست له لورې تیرکال د ښځو د ژوند د ښه والي په موخه ورته ۵۰۰ بابه دهګیو چرګانو فارمونه، ۲۰۰۰ کورنۍ باغچې، ۱۷۰ بابه لوی او کوچنې شنې خونې جوړې شوي، ګن شمیر ښځو ته دپروسس او کرنیز سامان الات ورکړل شوي او هم ګڼ شمیر نور تخنیکي روزنیز پروګرامونه او ورکشاپونه ورته دایرکړي دي.
د یادې غونډې تنظیمونکي او د ګرین دپروژې ولایتي مسؤل نورعلی نور په اسلام او کرنه کې دښځو پر رول هر اړخیزه خبری وکړی او هم یی دکرنې او مالدارۍ د ودې او پراختیا په برخه کې دښځو هڅو او فعالیتونو ستاینه او قدرداني وکړه.
د ننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د دې ولایت په مربوطاتو کې ۱۳ تنه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي .
ننګرهار امنیه قوماندانۍ اړوند پولیسو د مومندرې ولسوالۍ د ډکې په سیمه کې د دولتي ځمکې د غصب په تور اته تنه، د جلال اباد ښار په مربوطاتو کې دوه تنه د غلا په تور، او دوه تنه یې د جنګ او دوه نور یې د ټپي کېدو په تور نیولي دي .
همدا راز پولیسو یو تن د نشه یې توکو د پرچون پلورولو په تور د ۸ ګرامه چرسو سره یو ځای نیولی،چې نیول شوي ټول کسان په امنیه قوماندانۍ کې تر پوښتنو لاندې دي.

210 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2