Categories

اعلان

Loading…

اسماعیل خان له طالبانو وغوښتل چې له مجاهدینو سره خبرې وکړي

تاند- د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر او پخواني جهادي قوماندان اسماعیل خان پر وسله والو طالبانو ږغ وکړ چې که د افغانستان د ملي یووالي له حکومت سره روغه نه کوي له «مجاهدینو» سره دې خبرې پیل کړي.

ده چې په هرات کې د حوت د څلرویشتمې نېټې د پاڅون په مناسبت خبرې کولې، د افغانستان د دولت له وسله والو مخالفانو وغوښتل «که له حکومت سره موافقې ته نه شئ رسېدای د جهاد له کورنۍ سره وږغېږئ چې د اسلامي حکومت د ټینګېدو لار هواره شي او جګړه هم پای ته ورسېږي.»

ده د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو هم وغوښتل چې ښه دا ده چې په افغانستان کې د جګړې اور ته د لمن وهلو پر ځای د سولې لپاره هلې ځلې وکړي کنې د افغانستان د جنګ لمبې به د دوی خاورو ته خپرې شي.

اسماعیل خان په الیکترونیکي تذکرو کې د قوم له درج کېدو سره مخالفت وکړ او ویې ویل چې دا کار افغانان سره ویشي.

578 total views, 1 views today

5 comments

  1. حسن Reply

    ټالیبان به هغه وخت کمزوري شي چې د مجاهلینو پښې له دولت نه سپکې شي. دوي د سرتېرو او افغان ملي اردو ټوله بودجه په مختلفو نومونو مصرفوي، ښه مثالونه یې د بسم الله د پچو غل ، د اوبو او برښنا وزیر له خوا د درې میلیاردو دالرو غلا ، د دوبۍ په هوایې ډګر کې د احمدضیا مسعود له خوا په بکسونو کې د 52000000 دوه پنځوس میلیون دالرو غلا او د مړه شوي قسیم فهیم او رباني له خوا د بانکونو چورو چپاول ، د همایون همایون او ظاهر قدریر له خوا د زرګونو میلیونو دالرو غلا ټولو ته معلومه ده .

  2. سلبمان Reply

    په طالب او د اسماعیل خان پشان مجاهد کې هیڅ فرق نشته. طالب د سلاح په زور افغانستان او افغانان تباه کړل او اسماعیل غوندې مجاهدینو په هیواد کې دننه د نفاق، فساد او لنډغرۍ پواسطه افغانستان او افغانان تباه کړل. الله تعالی دې هم غلام او جاهل طالب تباه کړي او هم غل او مفسد تش په نوم مجاهد

  3. ع شريف زاد Reply

    سلام
    در لا بلا ي هيا هوي تورن اسماعيلخان بايد كفت كه انديشه بك وزير قومندان وشيخ همين باشد كدام مجاهد انهايكه درعالم بريشاني ومشكلاتي كوناكون دركنج وكناز كشور بدون هيجكونه هزينه شهرت موقف زر وزور وزن بسر ميبرد
    انديشه أين ريش سفيد در برابر مسوليت بسيار محدود وناجيز أين اسماعيل ضرورت دارد كه درست محاسبه كند وانديشمندانه فرق بين فرض محال وفرض ممكن قائل باشد

  4. ضد اشرار Reply

    ځکه چی مجاهدین(مجاهلین) اوپه اصطلاح طالبان دواړه د یوه ګروپ خلک دی او د پآکستان غلامان و او دی.

  5. هارون حسين خيل Reply

    ضداشراره و ظالمه هر عيب او نقص او خامياني په مونږ او تاسو کښي دي نه په اسلام کښي مجاهدين, علما,او طالبان خو مبارک او سپيڅلي لقبونه دي دا چه مونږ يي غلط قياس کوو او بد نامه وويي دا زمونږ جهالت او بي پروايي ده بايد چه خپل عملونه اصلاح کړو..

Leave a Reply to سلبمان Cancel reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

پاچا امان الله په ۱۹۱۹ کې د خپل پلار له وژل کېدو وروسته پاچا شو. پوځ، لوړ پوړو چارواکو او…

د پاچا امان الله؛ اصلاحات او مخالفتونه/ زاهدخلیلي

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: د متحده عربي اماراتو د خلیفه برج څراغونه به نن له ماښام وروسته د خپلواکۍ…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه: د خلیفه برج څراغونه به نن شپه د افغانستان په بیرغ ښکلي وي

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د…

تاند، یکشنبه، د اسد ۲۷مه: تاند ته د ارګ یوې مؤثقې سرچینې د ورکړیو معلوماتو په اساس د کابل شهر…

حکومت د بیګاني خونړي برید له کبله د خپلواکۍ د سلمې کلیزې جشن وځنډاوه

18 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور
  • 1
  • 2