Categories

اعلان

Loading…

هر څه د نوې سرشمېرنې په رڼا کې! | ودان روښان  

د یک په نوم تلویزون د رپوټ پر بنسټ د ملګروملتو د وکړو صندوق له فلومایندر او ګیټس میلیندا بنسټونو سره په ګډه د افغانستان وګړو سرشمېرنه د دوو کلونو په اوږدو او درې پړاوونو کې ترسره او د افغانستان مرکزي احصایې ددې پروژې لارښوونه کړې ده.

د دې سرشمېرنې پر بنسټ د افغانستان نفوس له ۳۰ میلیونه، څه باندې ۳۵ میلیونه ته لوړ او رپوټ یې افغان ولسمشر محمد اشرف غني ته سپارل شوی دی.

سرچینې د ملګرو ملتونو په حواله ویلي دا سرشمېرنه بشپړه شوې خو مرکزي احصایه بیا وایي د دې سرشمېرنې کار تر یوې میاشتې پورې بشپړېږي.

هغه ډول چې نوې سرشمېرنه کې راغلي د هېواد سویلي، سویلي لوېدیځو، سویل ختیځو او ختیځو ولایتونو نفوس دوه برابره زیات شوی البته دا داسې مهال دي چې د ملګرو ملتو  د کره شمېرو له مخې له ډېورنډ کرښې هغې غاړې له دوه میلیونه او سل زره زیات کډوال اوسېږي چې د ولسمشر غني په وینا په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې باید هېواد ته راستانه شي چې ۹۹ سلنه یې د سویلي، سویل ختیځو او ختیځو ولایتونو اوسېدونکي دي.

دغه راز، د نوې سرشمېرنې له مخې د شمالي ولایتونو نفوس ۲۰٪ او د مرکزي ولایت بامیانو نفوس ۵۰٪ کم شوی دی. دا چې د شمالي او مرکزي ولایتونو نفوس ولې کم شوی تراوسه یې کره لامل نه دی څرګند په داسې حال کې چې دغلته خو جنګ جګړې هم نه شته او کوم ځانګړی طبیعي افت لکه زلزله، سیلاو، ټول وژونکې ناروغي او نور مصیبت هم نه دی پېښ شوی نو ولې د شمالي او مرکزي سیمو نفوس دومره کم شوی خو حقیقت دا دی چې نفوس نه دی کم شوی بلکې له همغه لومړي سره په درغلیو زیات ښودل شوی او د استحقاق خلاف یې په هرڅه کې ډېره ونډه اخیستې وه، خو په سویلي او سویل لوېدیځو ولایتونو کې چې د جګړې توره لمن هم د پردیو په لمسون خوره ده او هره ورځ د ناامنیو په بېلابېلو پېښو لکه مخامخ، جګړو، بمباریو، ځانمرګه بریدونو، ماین چاودنو او توغندویي بریدونو کې لسګونه کسان په کې وژل کېږي خو بیا هم د نفوسو وده په کې ډېره چټکه ده.

زه دلته یوازې د خپل هغه یو هلمندي دوست چې په دې وروستیو کې یې له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې او پاک خدای دې فردس جنت ورکړي، د شاوخوا ۱۰ کاله مخکې د خولې خبره را نکلوم.

کله چې زما خدای بښلی دوست په ۱۳۷۱ کال کې د تنظیمي انډوخر په سبب له کابله هلمند ته کډه وکړه هغه وخت یې یوازې مشر زوی زلمی و خو څلور زامن او ۳ لوڼې یې یو په بل پسې له ۱۳ کلنۍ ټیټ عمرونه درلودل او یو زوی هم خدای پاک په وطن کې ورکړی و چې ټول ۶ زامن او ۳ لوڼې یې درلودې او د کورنۍ غړو شمېر یې دده او مېرمنې په ګډون ۱۱ کسانو ته رسېدلی و خو ۱۳۸۶ کال کې یې راته وویل چې یوازې هغه زوی یې واده نه لري چې په هلمند کې دې نړۍ راغلی او نورو ټولو زامنو او لوڼو یې ودونه کړي او هغه مهال یانې په ۱۳۸۶ کال کې یې د کورنۍ او کهول غړو شمېر له زومانو پرته ۳۵ کسانو ته رسېدلی و. کله مې چې ترې وپوښتل چې ولې یې په دومره واړه عمر کې زامنو ته ودونه کوئ او لوڼې ودوئ؟

ده راته وویل چې هلته(هلمند) کې د ټولو همدغه حال دی چې هم زامنو ته له زلمیتوب سره سم ودونه کوي او هم چې لوڼې یې د ۱۴ او ۱۵ کلونو شوې ودوي یې، دا ځکه چې په وینا یې ټول خلک کوکنار کري او له تریاکو ډېرې پیسې ترلاسه کېږي. زما دوست زیاته کړه:«کله چې د تریاکو پیسې واخلو، خپل کلنی لګښت، د ناروغي او د نورو ناڅاپي پېښو پیسې بېلې کړو بیا هم ډېرې پیسې پاتې کېږي خو لږ کسان شته چې پر پیسو کاروبار وکړي نور خلک پر پیسو ځکه نویو زلمیانو زامنو ته ودونه کوي چې وېرېږي نه چې د کوم چا خور او لور پسې لاړ نه شي چې دا بیا ناوړه پایلې لري نو ځکه واده ورته کوو او د واده له پاره هماغه د کلي کور ۱۴ یا ۱۵کلنه نجیلۍ غواړي، دغه حالت عام دی» زما دوست دا هم وویل چې پر همدغه دلیل نفوس په بې ساري ډول زیات شوی دی.

اوس نو که د چا خوښېږي یا یې نه خوښېږي په سویل کې د نفوسو زیاتوالي یو لامل همدغه دی، ښایي په ځینو پښتون میشته سیمو کې د نفوسو زیاتوالی نور لاملونه هم ولري او یوه بله مشهوره خبره هم ده او هغه دا چې پښتون کله له ړتیا ډېرې پیسې پیدا کړي یا خپل کور ورته تنګ ښکاره شي نو بیا روغ جوړ کور ړنګوي او له سره یې لوی جوړوي یا خپله مېرمن ورته زړه ښکاره شي نو ځکه بل واده کوي او که خپله نه وي بیا واړه یا تنکي ځوان زوی ته واده کوي.

سرشمېرنه یو ټولنیز، اقتصادي او کله هم سیاسي بهیر دی چې حکومتونه او ملتونه یې پربنسټ خپلې کړنلارې چمتو کوي. په نړۍ کې شته داسې هیوادونه د کمپیوټري سیستم پر مټ ان ښایي په څودقیقو کې د اړوند نفوس په اړه هراړخیز مالومات خپل ولس ته وړاندې کولی شي خو عکس د هغه داسې هیوادونه هم شته چې د خپل نفوس په اړه کره خو څه چې رښتیا ته ورنږدې اټکلیزې شمېرې یې هم باوري نه دي. هغه هېوادونه چې د خپلو وکړو په اړه کره مالومات نه لري د پراختیا او اقتصادي ودې په لار کې له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې پر دې نه پوهېږي څومره وګړو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي، څومره وګړو ته د زده کړو او نورو ټولنیزو خدمتونو اساانتیاوې برابرې کړي. پر دې سربېره په هغو هېوادو کې چې بېلابېلې توکمیزې، ژبنۍ او قومي ډلې اوسېږي هورې بیا سرشمېرنه سیاسي ارزښت هم پیدا کوي. که کره سرشمېرنه، نه وي شوې د دولتي واک جوړښت او اقتصادي سرچینو د ویش پر سر ناباوري او کله ناکله لانجې او شخړې رامنځته کېږي. د همدې سرشمېرنې نشتوالي او له رامنځته شوي حالته ځینو ډلو په افغانستان کې د طالبانو له ماتې وروسته ناوړه ګټنه وکړه او د خپل استحقاق خلاف یې په بېړنۍ لویه جرګه، د اساسي قانون جرګه او ولایتونو ته د ولسي جرګې څوکیو په ویش کې ډېره ونډه واخیسته. د بېلګې په توګه په ولسي جرګه کې پکتیا ۵ او پکتیکا ۴ استازي لري خو تخار بیا په یوازې سر ۹ استازي لري. دغه راز، ارزګان په ولسي جرګه کې ۳ استازي لري چې یو یې ووژل شو، د ښځینه یوه څوکۍ د بلې سیمې اوسېدونکې ته رسېدلې چې له ارزګان او ارزګانیانو سره هیڅ راز، خواخوږي نه لري، خو کاپیسا چې د ارزګان نیمایي نفوس هم نه لري په ولسي جرګه څلور استازي لري. په همدې ترتیب کونړ په هغه نفوس او مساحت په ولسي جرګه کې ۴ استازي خو سرپل بیا ۵ استازي لري.

په کلنۍ بودیجه کې هم له کلونو راهیسې د ولایتونو ونډه همدومره ناعادلانه ویشل شوې ده.

د طالبانو له ماتې وروسته ځینو مغرضو ډلو هڅه کړې چې مرکزي احصایه په خپل انحصار او قبضه کې وساتي او بیا له دې لارې په خپله خوښه د سرشمېرنې برخلیک وټاکي. دې ډلو څو ځله هڅه وکړه چې د هېواد په نا امنه شرایطو کې داسې سرشمېرنه وکړي چې د هېواد غوڅ اکثریت له یوې خوا د نامنۍ په سبب له سرشمېرنې پاتې او له بله پلوه میلیونونه کډوال هم په سرشمېرنه کې رانه شي او هم یې د سرشمېرنې مامورین له یوې ډلې غوره کړي چې د ترسره کېدونکې سرشمېرنې پایلې هم په داسې بڼه اعلان کړي چې د هېواد غوڅ اکثریت له څلورمې او پنځمې ډلې ته راټیټ کړي. سره له دې چې د حامد کرزي له وسې تېره وه او هغه چې د خپل طبیعت له مخې هسې هم د غوڅ اکثریت ونډه په خپله ټوله واکمني کې د نورو په لمن کې اچولې وه، خو ویښو روڼ اندو او په وطن مینو مشرانو د درغلیو سرشمېرنې مخه ونیوله.

بله د یادونې مسله داده چې دوه کاله مخکې په خوست کې سرشمېرنه وشوه چې له مخې یې د خوست نفوس یو میلیون او درې سوه زره وشمېرل شو خو خوستوالو بیا دا سرشمېرنه، نه منله او ویل یې چې ددوی اصلي شمېر یو نیم میلیون دی، څرنګه چې سرشمېرنه په دوه پړاوونو کې بشپړېږي، خو دویم پړاو سرشمېرنه د خوستوالو له بیا بیا غوښتنې او ټینګار سره سره د مغرضو ډلو د فشار له امله ونه شوه او د احصایې مرکزي ادارې په خوست کې سرشمېرنه بشپړه نه کړه او ویې ویل چې د خوست نفوس هماغه شاوخوا پنځه سوه زره دی.  

اوس اړینه ده چې پر نړیوالو معیارونو برابرې او بې پرې بنسټونو له خوا تر سره شوې سرشمېرنې پایلې ټول ومني او د ولسي جرګې څوکیو په شمول ولایتونو ته د بودیجې په ویش او نورو ټولو خدمتونو ویش د نوې سرشمېرنې په رڼاکې وشي.   

77 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *