Categories

اعلان

Loading…

ولي په ملي سطحه ښځينه سياسي مشراني نه لرو؟ | عبدالنافع همت

په سياست کي ونډه اخيستل د انسان له اساسي حقونو څخه ګڼل کېږي. هغه که سياسي ګوند جوړول او که نور سياسي فعاليتونه وي. زموږ په ټولنه کې له پخوا څخه ښځو په سياست کي برخه درلوده. که په افغانستان کي د سياسي ګوندونو تاريخ ته وګورو، نو د ډيموکراسۍ له لسيزي څخه رانيولې بيا تر اوسه پوري ټولو ډيموکراټيکو ګوندونو په خپل تشکيل کي ښځينه څانګه درلوده او په ټولو سياسي فعاليتونو کي ښځي تر نارينه وو پاته نه وې، خو دا چي ولي تر اوسه پوري کومي ښځي سياسي ګوند رهبري نه کړ او يا د يوه سياسي ګوند په خپل منځي انتخاباتو کي ښځه د ګوند مشره و نه ټاکل سوه، يوه مهمه پوښتنه ده چي بايد جواب سي.

په دې ليکنه کي پر هغو ښځو بحث نه کوو چي په کورونو کي بندي او نارينه وو د زده کړې، کار، سياست او نورو حقوقو څخه بې برخي کړي دي، د هغو ښځو خبره هم نه کوو چي د بېلابېلو عواملو له مخي په سياست کي د برخي اخيستلو زمينه نه ده ورته برابره. زه د هغو ښځو پر سياسي کيفيت خبري کوم چي هر ډول حقوق لري او په سياسي ډګر کي فعاله او خلاص مټ لري. ښايي ځينو به يې ګوندونه جوړ کړي وي، خو پوښتنه دا ده چي دوی ولي د نارينه وو په شان نه دي ځلېدلي؟

دا کار څو عوامل لري. يو دا چي ځيني نارينه سياستوال ډيموکراسي او د ښځو حقوق د بل د ښځو لپاره غواړي. د دوی خوښېږي چي په سياسي غونډو کي له پرديو ښځو سره په لاس روغبړ وکړي، ورسره وخاندي او په کورنيو او بهرنيو سفرونو کي ورسره ملګري وي، خو دې ته چمتو نه دي چي د ده ښځه، خور يا لور دي په ورته طرز ژوند وکړي. موږ بېلابېل سياسي مشران ليدلي چي په لويو غونډو کي د پرديو ښځو سره په لاس روغبړ کوي، سيلفي عکسونه ورسره اخلي او ورسره خاندي، خو د دوی ښځي چا لڅ مخ نه دي ليدلي، بيخي يې چا نومونه هم نه دي اورېدلي.

زما هدف دا نه دی چي له پرديو ښځو سره خبري کول، په لاس روغبړ کول، خندل او ټوکي کول يو ضروري کار او د سياست يوه برخه ده، زما په اند دا کارونه کاملا اخلاقي بڼه لري او اخلاق فردي پديده ده، هدف مي دا دی چي دا ‌ډول نارينه سياستوال د ښځو پر معنوي اړخ باور نه لري، بلکي يوازي غواړي چي خلک وغولوي او ځان او خپل ګوند له جنسيتي پلوه بشپړ وښيي، يو پټ هدف يې دا هم وي چي د سياست په نوم خپله جنسي تنده هم څه ناڅه ماته کړي او خپل ساعت تېر کړي. داډول اخلاق نه يوازي دا چي پاک لمني ښځي له سياسته ډاروي، بلکي نارينه هم په سياست کي د ښځو پر ونډه بدګومانه کوي او په نتيجه کي يې ښځي له سياسي ډګره وزي او يا يې د نارينه وو له خوا مخه نيول کېږي.

بله خبره د نارينه وو فکري زوړوالی يا تحجُر دی. دوی د ښځو پر مشرتوب باور نه لري او فکر کوي چي ښځه د نارينه وو په پرتله سياسي ګوند ښه نه سي رهبري کولای، له همدې امله په ګوندي انتخاباتو کي ښځو ته رايه نه ورکوي او د هغو ګوندونو غړيتوب هم نه اخلي چي مشراني يې ښځي دي.

بله خبره دا ده چي ډيموکراټ سياسي ګوندونه د خلکو رايو او ملاتړ ته اړتيا لري. په هغه ټولنه کي چي اکثريت خلک يې نالوستي او د ښځو د مشرتوب په اړه منفي نظر لري، ګران کار دی چي د خلکو ملاتړ دي تر لاسه کړل سي. موږ داسي سياسي مشران پېژنو چي د ښځو پر حقوقو باور لري، خو کله چي واک ته رسېدلي، نو د خلکو له ډاره خپلي ښځي د کېمرې مخ ته خپل څنګ ته هم نه سي درولای. د دوی خوښېږي چي ښځي يې د نورو ښځو غوندي سياست وکړي، خو د خلکو د عمومي ذهنيت خيال ساتي او خپلي ښځي له خلکو پټي ساتي.  

بل علت يې د ښځو بېوزلي ده. سياسي مشرتوب په ټولنه کي پراخو اجتماعي اړيکو ته اړتيا لري او دا اړيکي د سفرونو او مېلمستياوو په نتيجه کي جوړېږي چي ډېر لګښت غواړي. په داسي حال کي چي افغان مېرمني د نارينه وو په پرتله ډېري بېوزله دي، دا ورته ګرانه ده چي له يوه ولايت څخه دي بل ولايت ته د يوه سياسي مشر د ليدو لپاره سفر وکړي او يا دي خپل کور ته سلګونه خلک راوبولي او له دې لاري دي خپل سياسي پروګرام له ولس سره شريک کړي. په دې وروستيو کي خو د افغانستان سياست له پانګه والۍ سره داسي عيار سوی چي يوازي پانګه وال سياست کولای سي. که څه هم په لويديځو  هيوادونو کي هم سياسي ډګر لويو پانګه والو اشغال کړی، خو هلته هم که څوک په خپل ګوند کي وځلېږي او د بريالي کېدو چانس يې ډېر وي، نو ګوندي پانګوال يې ملاتړ کوي او د کمپاين لګښتونه يې ورکوي.

په امريکا کي هم دغه حال دی. که څه هم ټرمپ په کمپاين کي خپلي پيسې ولګولې، خو بارک اوباما خپلي پيسې نه درلودې، بلکي ګوندي پانګه والو چنده وکړه او د هغه د انتخاباتي کمپاين پيسې يې د بسپني او چندې په بڼه راټولي کړې.

دا چي ولي افغان مېرمني په سياسي ډګر کي د مشرتوب تر پولو نه دي رسېدلي يو عامل يې خپله د ښځو کمزورې سياسي تګلاره ده. دوی يو جامع، علمي او د افغاني ټولني پر عيني او ذهني شرايطو برابر پروګرام نه دی وړاندي کړی چي ولسونه دي ورباندي راټول سي.

که څه هم زموږ په ټولنه کي داسي ښځي سته چي د کورنۍ له خوا هيڅ ستونزه نه لري، لوړي زده کړي لري، تر پارلمانه رسېدلي، کورني او بهرني سفرونه يې کړي، په سياسي فعاليتونو کي يې د پام وړ رول لوبولی او ځينې يې ډېري پيسې هم لري. د دوی ستونزه دا ده چي د دوی فکري تمايل يوازي ښځو ته دی. ښايي په افغانستان کي به تر ټولو دا خبره ډېره تکرار سوې، سولېدلې او شوړېدلې وي چي ښځه د ټولني نيمه برخه ده. دا ډول شعارونه له لويديځ څخه راغلي او زموږ ځيني (اين، جي، او) بازاني ښځي يې د مدني شعارونو په نوم تکراروي چي په دې ډول په سياست کي د ښځو د مشرتوب مخه نيسي. دوی خپله ځان داسي ښيي چي يوازي د ټولني له نيمي برخي (ښځي) سره خواخوږي او همدردي لري، په دې صورت کي ښکاره خبره ده چي نارينه يې ملاتړ نه کوي او روشنفکره ښځي هم دا شعار نيمګړی بولي او ملاتړ يې نه کوي. دا ډول شعارونه هغو زاړه فکره خلکو ته ثبوت په لاس ورکوي چي وايي ښځه ناقص العقله ده، دا خلک وايي چي وګورئ، که دوی پوره عقل درلودای ولي يې د نارينه وو او ښځينه وو دواړو لپاره يو جامع او سرتاسري پروګرام نه وړاندي کاوه. لکه يو ډاکټر چي ناروغ ته ووايي زه يوازي د يوې سترګي ډاکټر يم بس، ايا دې ډاکټر ته به ناروغان ورسي؟

دا خبره پر ځای ده چي د نارينه وو په پرتله د ښځو حقوق ډېر تلف سوي دي، خو که خبره د اقشارو سي، بيا د ماشومانو حقوق تر ښځو ډېر تلف سوي دي، ځکه چي د افغانستان په سلو کي د (۵۲) خلکو عمرونه تر (۱۸) کالو ټيټ دي، دا شمېر ځکه ډېر دی چي هم نجوني او هم هلکان ماشومان بلل کېږي. په نورو هيوادونو کي سياسي ګوندونه جنسيت محوري نه، بلکي فکر محوري وي، هر څوک چي له دې ډول ګوندونو سره يو ځای کېږي، نو په حقيقت کي د شخص يا جنس نه، بلکي د فکر او اصلاحي پروګرام ملاتړ کوي.

په پاکستان کي بېنظير بهوټو د خلکو د ګوند مشره وه، د دې ګوند غړي اکثريت نارينه وه، بېنظري بهوټو هيڅکله هم دا شعار ور نه کړ چي دا د ښځو استازې او يا يوازي د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه کوي، خو کله چي په انتخاباتو کي بريالۍ سوه نو د ښځو لپاره يې ډېر کارونه وکړل، په ادارو او قوانينو کي يې د ښځو په ګټه بدلونونه راوستل. يوازي د ښځو لپاره نه، نور يې هم داسي څه وکړل چي اجتماعي عدالت بلل کېده.

د پاکستان ها خوا ته بنګله دېش کي دوه لوی سياسي ګوندونه په نوبت حکومت کوي چي د دواړو ګوندونو مشراني ښځي دي، يوه (خالده ضيا) او بله (شيخ حسينه) نومېږي. کله يوه او کله بله د بنګله دېش لومړۍ وزيره وي. دوی يوه يې هم نه وايي چي دوی د ښځو استازي او يا يوازي له ښځو سره خواخوږي لري، دوی په حقيقت کي له ټول ملت سره خواخوږي لري او عملا يې ثابته کړې چي دوی هم د نارينه وو په شان د سياسي ګوندونو او حکومتونو مشرتوب کولای سي. په ترکيه کي هم ښځو حکومت کړی، هغوی هم د ښځو په نوم نه، بلکي ملت ته يو جامع او علمي پروګرام وړاندي کړی دی، هغه و چي (مېرمن تانسو چيلر) د  ۱۹۹۳م کال انتخابات وګټل او د ترکيې لومړۍ وزيره وټاکل سوه. همدا اوس د جرمني لومړۍ وزيره ښځه ده چي (اينګلا ميرکل) نومېږي، دا هم د يوه ملي فکر په مټ واک ته رسېدلې او د نارينه وو ملاتړ يې تر لاسه کړی دی. د امريکا د متحده ايالتونو د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو کي (هيلري کلينټن) تر ټرمپ وروسته دوهمه درجه ډېري رايي يووړې، هغې هم د يوه جنس له ادرس څخه نه، بلکي د يوه ګوند او فکر له سټيج څخه يې امريکايان مخاطب کړل.

د ښځو د حقوقو لپاره مبارزه هم ضرور ده، خو بايد د يوه سياسي ګوند يا سياسي شخصيت ټول افکار پر همدې يو ډول اصلاحاتو را و نه ګرځي چي د فيمينيزم ټاپه وخوري او د نورو ښځو د سياسي فعاليت مخه هم ونيسي. د ښځو د حقوقو غوښتلو لپاره صنفي اتحاديې او د بشري حقوقو ټولني هم کفايت کوي، په نورو هيوادونو کي هر قشر، صنف او پوړ د خپلو حقوقو د ساتني لپاره ځانګړي اتحاديې لري لکه د ځوانانو ټولنه، د حقوقپوهانو ټولنه، د ښځو ټولنه، د خبريالانو ټولنه او داسي نور، دوی نور سياست نه کوي، بلکي د خپل صنف ګټي څاري او ساتنه يې کوي، خو په افغانستان کي د بشر د حقوقو په نوم ټولنې يوازي ښځي بشر بولي، له نارينه وو سره چي هر ډول ناروا عمل کېږي دوی يې نه غندي، مثلا دوه کاله مخکي په کندز کي يوه نجلۍ او هلک له کوره وتښتېدل، د کلي مشرانو هغوی ونيول او د غيرت په نوم يې دواړه ووژل. د بشر د حقوقو خپلواک کميسيون د نجلۍ وژل د ښځو پر وړاندي تاوتريخوالی وباله، خو د هلک نوم يې بيخي ياد نه کړ، په داسي حال کي چي هلک هم د نجلۍ له امله وژل سوی و.

سياسي ګوندونه بايد خپل فکري بنسټ دومره لوی او پراخ کښېږدي چي په هغه کي د ټولني هر پوړ خپل حضور وويني او فکر وکړي چي د دوی ګټي ساتي. په دې لړ کي عدالت تر ټولو مهم اساس دی، که عدالت وي د ټولو لپاره به وي او که د ټولو لپاره وي، بيا به خلک دې ته نه ګوري چي د ګوند يا حکومت مشره يې نر او که ښځه ده، بلکي يوازي به دا ورته مهمه وي چي څوک عدالت راوستلای سي بس.  

39 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *