Categories

اعلان

Loading…

د امريکا سفیر د کندهار له والي سره وکتل

نېټه: ١٣٩۶-۱۲-۲۱

د دوشنبې په ورځ په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس کندهار ولایت ته سفر وکړ او دلته يې د کندهار والي تورن جنرال زلمي ویسا سره وکتل.

په ياده ليدنه کي د افغانستان سره د امريکا د مرستو پر دوام، امنیتي وضعیت، د افغان ځواکونو پر تجهیز، بريښنا، کرهڼي، پوهني او لوړو زده کړو باندي خبري .

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا لومړی د افغانستان سره د امريکا د مرستو څخه مننه وکړه او د افغانستا سره يې د امريکا پر دوامداره مرستو ټينګار وکړ.

ښاغلي ويسا د کندهار د بريښنا، د زراعتي اوبو د کمښت، د ښوونځیو او کلينيکونو لپاره د تعميرونو او د ښار او يو شمېر ولسواليو تر منځ د پخو سړکونو د نشتون ستونزي د امريکا د سفير ښاغلي جان بس سره شريکي کړې او په يادو برخو کي يې د همکارۍ غوښتنه ځيني وکړه.

کندهار والي همداراز په خپلو خبرو کي د افغان ځواکونو سره د امريکا متحده ایالاتو مرستي هم وستايلې او د هغوی پر لا ښه تجهیز يې ټينګا وکړ.

هغه وويل، حکومت د امنيتي ځواکونو د ښې رهبرۍ په رامنځته کولو لاسته راوړنې لري او اوس هم په دې برخه کي جدي هڅي کوي.

کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا همداراز په خپلو خبرو کي د ولايتي ادارې له لوري د نشه يي توکو د کښت او قاچاق او د دولتي مځکو د غصب څخه د خلاصون په برخه کي د لاسته راوړنو يادونه وکړه او په دې برخه کي د لا جدي مبارزې کولو ډاډ څرګند کړ.

وروسته په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس د کندهار ولایتي ادارې لاسته راوړنې وستایلې او د افغانستان سره يې د امريکا د دوامداره مرستو ډاډ څرګند کړ.

ښاغلي بس وويل، هيواد به يې تر ډېره د افغانستان سره مرستو ته دوام ورکړي. هغه همداراز وويل چي هيواد يې د افغان ځواکونو روزني او تجهیز ته ژمن دی او په دې برخه کي به يې مرستي دوام وکړي.

په افغانستان کي د امريکا د متحده ايالاتو سفیر جان بس همدراز کندهار والي تورن جنرال زلمي ويسا ته ډاډ ورکړ چي هيواد به يې په کندهار کي په مختلفو برخو کي مرستي وکړي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *