Categories

اعلان

Loading…

تاريخي شعور | اجمل ښکلی

تاريخ د کيسو ټولګه ده، چې موږ ته له اجدادو راپاتې دی او د ژوند په اړه شعور راکوي. شعور هغه پوهه، چې انسان يې د حواسو په مټ ترلاسه کوي او په حافظه کې يې زېرمه کوي.

شعور د انسان فکر و چلن مسنجموي. انسان نړۍ او ژوند ته په کومه سترګه وګوري، دا شعور ورښيي او پخپله شعور د روايتونو په پلونو پسې روان وي.
شعور لکه د لاشعور غوندې فردي هم وي او ټولنيز هم. فردي شعور د ټولنيز شعور پر خلاف د انفراديت زيږنده وي. په ټولنه کې چې د ټولنيزې بقا او هوساينې لپاره د افرادو ترمنځ کوم مشترک ټکي موجود وي، هغه ټولنيز شعور دی.
په اصل کې يوه ټولنه هله يوه ګڼل کېږي، چې ټولنيز شعور ولري او د ژوند په اړه يې په قضاوت کې مشترک ټکي وي. که داسې نه وي، يوه ټولنه به يوه جغرافيه کې اوسي، خو يوه به نه وي او تل به يې ترمنځ شخړې روانې وي.
په ټولنيز شعور کې ټول هغه مفاهيم راځي، چې يوې ټولنې ته مهم وي. مثلا: ننګ، ازادي، وفا، ژمنه، رښتيا او ټول هغه ګڼ اخلاقي ارزښتونه چې يوه ټولنه پرې ژوند تلي. په مثال کې د (حيا) يا (فحشا) مثال ورکولای شو. هر فرهنګ د دې دواړو په اړه مختلف فکر لري. پردي نارينه ته د ښځې مخ ښودل په پښتني فرهنګ کې بې حيايي ده؛ خو په نېژدې ايراني فرهنګ کې بې حيايي نه ده او په پرمختللو ټولنو کې خو مخ پټول آن جهالت ګڼل کېږي. پر دې بنسټ د حيا او بې حيايۍ په اړه پرېکنده دريځ اسانه نه دی،ځکه چې تر شا يې ساينس نه دی ولاړ، چې قاطعيت ورکړي، بلکې کلچر دی، چې تحول ته تل چمتو ولاړ وي.
تر زراعي انقلاب وروسته چې انسان ته ځمکه مهم شوه؛ نو د فردي ملکيت احساس ورسره پيدا شو، چې دا فردي ملکيت بايد د ده زوی ورسره خوندي کړی وای؛ خو دا زوی بايد د ده خپل وای؛ نو ښځه کورناستې شوه او ورسره د ناموس غوندې الفاظو هم ورو ورو وزرې وکړې او د حيا او بې حيايۍ کلمې هم ورپورې ونښتې، چې مهمه مخاطبه يې ښځه وه.
خو بيا چې صنعتي انقلاب راغی او د انسان اړتياوي بدلې شوې؛ نو د بې حيايۍ مزي غړند شول او له کوره د ښځې وتل بې حيايي نه ګڼل کېده.
دې خبرې ته وروسته بيا راځو، اوس بېرته تاريخي شعور ته ورګرځو. ډيناميک (خوځنده) تاريخي شعور د يوې ټولنې بقا تضمينوي او چې کله ټولنه له خپل تاريخي شعور نه پرې شي، د ژوند مانا ترې ورکه شي. د تاريخي شعور په بنسټ کې لکه مخکې مو چې وويل، روايتونه وي او روايتونه د ژبې په مټ له يوه نسل نه بل ته لېږدي. له يوه قوم نه چې ژبه واخيستل شي، لالهانده شي. ښايي د ژوند ټولې اسانتياوي ولري؛ خو د کمترۍ په احساس به اخته وي، په پېړېو پېړيو به يې د ذهني غلامۍ ژغ پر اوږو وي او حاکم فرهنګ ته به لاس په کچکول ولاړ وي. د ژبې او فکر ترمنځ به يې هماهنګي نه وي، ځکه چې ژبه به پردۍ وي. داسې به وګڼو، چې دا يو ټولنيز رنځ وي.
د جګړې له امله چې د يوې ټولنې ملي هويت چې دوی ته شعور ورکوي، وځپل شي؛ نو په هغه ټولنه کې بيا نور هويتونه د فرهنګي هڅو، سېريالونو او په داسې نورو بېلابېلو نومونو د ريښو زغلولو هڅه کوي او د هغې ټولنې خپل ټولنيز شعور رغېدو ته نه پرېږدي.
پر دې بنسټ د خپل تاريخي شعور د رغولو لپاره د خپل تاريخ مثبتو اړخونو ته پام اړول پکار دي او په دې برخه کې زموږ سترګې مورخانو ته دي، چې له خپل تاريخه راته داسې مرغلرې راوباسي، چې زموږ له ملي وياړ او ټولنيز شعور سره مرسته وکړي او له خپل فرهنګ سره مو مينه پيدا کړي.
د ايراني تابعيت د اخيستو لپاره په سوريه کې د افغانانو جنګېدل يا په کډوالۍ کې له نورو هېوادونو سره د افغانانو مينه يا د شنو او سرو ايډيالوژيو له سره د خپل وطن ځارول مو دې پايلې ته رسوي، چې بايد د خپل ملي هويت او پر دې بنسټ د ټولنيز شعور په رغولو کې ګړندي ګامونه واخلو.
تاريخي شعور تل د بدلون په حال کې وي. هره ټولنه د خپل پرون په رڼا کې خپل نن تېروي او سبا جوړوي، چې برعکس ېې هم سمه ده: هره ټولنه د خپلې نننۍ اړتيا لپاره په خپل پخواني فرهنګ کې ګوتې وهي او نوي نوي تاويلونه يې کوي، چې د ده له ضرورت سره سم ورسره لاړ شي. انساني اړتيا او نوي ساينسي پرمختګونه په ټولنيز شعور کې بدلون راولي. اوسنی انسان د زرګونو کلو پخوانی انسانه نه دی، ځکه چې ساينس، فلسفې، ادبياتو او نورو د بشر د بقا او هوساينې لپاره ډېرو نويو شيانو ته متوجه کړی دی.
که د خپل تاريخي شعور د راژوندي کولو هڅه ونه کړو، د نورو فرهنګونو له ښکېلاک او زبېښاکه خوندي کېدای نشو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *