Categories

اعلان

Loading…

طالبان د امتحان په دوه لاره کې | شفیق اندړ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي خاص استازي ښاغلي یاماماتو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ویلي دي چې د افغانستان حکومت خو د سولې لپاره خپل وړاندیز وکړ، اوس د طالبانو د وړاندیز نوبت دی چې د افغانستان د خلکو د بې شمیرو غمونو او دردونو د کمولو لپاره له افغانانو سره خبرو ته کښېني.

 له بلې خوا د امریکا یوې عالي رتبه دیپلماتې میرمن الیس ویلز ویلي دي چې طالبان دې له امریکا سره نه بلکې له افغان لوري سره د سولې خبرې وکړي.

 د تیرې چهارشنبې په ورځ د ملي شورا د کار د پرانیستنې په غونډه کې ولسمشر غني هم په طالبانو یو ځل بیا غږ وکړ چې راځئ خبرو ته سره کښېنو او خپل اختلافات او مشکلات بې تباهیو او بې خونریزیو اوار کړو.

 خو طالبان لا پټه خوله دي. ګڼ صاحب نظران په دې نظر دي چې که طالبانو د ولسمشر غني طرحه نه منلای نو فورا به یې رده کړې وه خو اوس چې غواړي ویې مني نو په خپلو منځو کې مشورو ته اړتیا لري.

 د صاحب نظرانو دا خبره منطقي ښکاري. که د طالبانو په دریځ کې بدلون نه وای نو ردولو ورڅخه مشوره او وخت نه غوښت خو اوس چې غواړي یوه نورې پریکړه وکړي نو وخت او مشورو ته اړتیا لري.

 دا سمه ده چې د افغانستان خلک د جګړو له لاسه هره ورځ وژل کیږي او تباه کیږي مګر حقیقت دا دی چې له اوږدو جګړو وروسته د خبرو میز ته کیناستل او دښمني په دوستي بدلول لوی جرات، ژور فکر او اخلاقي شهامت غواړي او وخت ته اړتیا لري.

 د افغانستان حکومت چې له طالبانو سره د روغې جوړې لپاره کومه طرحه وړاندې کړې ده، دا یې که درې کاله پخوا مطرح کړې وای، نو ډیر اعتراضونه به ورباندې شوي وو، ځکه ذهنیت جوړول اسانه کار نه وي. دغسې مشکل به طبعا طالب لوری هم لري خو دا حقیقت هم باید له یاده ونه باسو چې که د طالبانو چوپتیا هر څومره اوږدیږي نو هغومره دا خطر شته چې د سولې دښمنان او هغوی چې په جنګ کې یې ګټې دي، سولې ته اوسنی مساعد فرصت تخریب کړي.

 په دې کې شک نشته چې سوله د افغانستان او افغانانو لپاره سل په سلو کې په ګټه ده مګر ایا د هیروینو قاچاقبران، د ایران او پاکستان استخبارات، د زمکو غاصبان او یا هغوی چې په رشوت او فساد کې ډوب دي، سوله په خپله ګټه ویني؟ سوله خو د مظلوم افغان په ګټه ده، نه د ظالمانو او نه د افغانستان د دښمنانو. سوله خو د افغانستان د عزت او استقلال د حامیانو په ګټه ده، نه د افغانستان د عزت، استقلال او ارضي تمامیت د دښمنانو. مطلب دا چې سوله که دوستان لري، د دښمنانو کمی یې هم نشته او دا امکان ډیر دی چې ایجاد شوی فرصت برباد شي.

 نو طالب مشرانو ته لازمه ده چې له اخلاقي شهامته کار واخلي او د سولې په لور له حرکته ونه ویرېږي.

 دا خبره باید طالب مشرانو ته واضحه وي چې تر دې وروسته د سولې په خلاف د هر حرکت او د جنګ د اوږدېدو د هرې هڅې مسولیت یوازې د دوی په غاړه دی او حتی داعش هم که جنایت کوي، لویه برخه ګناه یې طالب مشرانو ته ورګرځي ځکه د افغانستان امنیتي نظام ته اصلي مشکلات طالبانو جوړ کړي دي او دا د طالبانو شورش دی چې داعش او نورو ترورستو ډلو ته یې په افغانستان کې د فعال حضور زمینه مساعده کړې ده.

 یو وخت د طالبانو خواخوږیو ویل چې طالب مشران په تور لیست کې دي، دوی سفر نه شي کولای، دوی په بندیخانو کې دي او همدا علتونه دي چې دوی د سولې د خبرو امکان نلري، خو اوس چې د افغانستان حکومت د خبرو ټولې لارې اوارې کړې دي، طالب مشرانو ته د جنګ د اوږدولو واقعي او منطقي پلمه نه ده پاتې. دوی که د امریکایي عسکرو له ایستلو سره دلچسپي لري  یا نورې سیاسي غوښتنې لري، نو خپلو غوښتنو ته  د مذاکراتو په میز باندې ښه رسیدلای شي. جنګ خو یوازې د افغانستان د خلکو قاتل دی، نور پکې هیڅ کمال نشته.

 طالبان اوس د حق او باطل په یوه دوه لاره کې ولاړ دي. د دوی مشران باید فیصله وکړي چې د جنګ، وحشت او باطل لاره انتخابوي که د سولې، سړیتوب او حق لاره؟

 طالبان د خپل سیاسي ژوند د تر ټولو مهم امتحان په درشل کې دي.

10 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *