Categories

اعلان

Loading…

کابل-اسلام‌آباد ترينګلې اړيکې او پر ترانزيټ او سوداګرۍ يې اغېزې

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د افغانستان او پاکستان د دوه‌اړخيزو اړيکو په تاريخ کې په لومړي ځل د دواړو هېوادونو د پوځيانو ترمنځ تېر کال په تورخم کې جګړه ونښته، کوم څه چې په تېرو اوو لسيزو کې د دغو دوه‌اړخيزو اړيکو د سختې ترينګلتيا ښکارندويي کوي. په ټوله کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو تاريخ له لوړو او ژورو ډک دی؛ خو د ملي يووالي حکومت په دوره کې دغه اړيکې خورا ترينګلې شوې.

د افغانستان او پاکستان کړکېچنو سياسي اړيکو، د نورو برخو ترڅنګ د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزيټ او سوداګرۍ هم پراخ اغېز ښندلی. په تېرو ۱۷ کلونو کې هر کله چې دا دوه‌اړخيزې اړيکې خرابې شوې دي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزيټ او سوداګرۍ په برخه کې هم ستونزې زياتې شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې، چې د افغانستان او پاکستان اړيکې ورځ تر بلې په خرابېدو وې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۵۰ سلنه ډېره راکمه شوې ده. دا وضعيت تر ډېره د ملي يووالي حکومت له‌خوا د سيمه‌ييز اقتصادي پيوستون د هڅو له کبله هم دی. همدا لامل دی، چې ولسمشر اشرف غني د ملي شورا د اتم تقنيني کال په پرانېست‌غونډه کې وويل: «هغه ورځې تېرې شوې دي، چې کوم څوک دې زموږ پرمخ لاره بنده کړي».

دلته، له ۲۰۰۱ کال راهيسې د کابل – اسلام‌آباد ترينګلې اړيکې او پر ترانزيټ او سوداګرۍ د دغو ترينګلو اړيکو د اغېزو په تړاو شننه لولئ.

د کابل – اسلام‌آباد د اړيکو لوړې ژورې

د افغانستان او پاکستان اړيکې تل د بې‌باوريو او له وخت مخکې وېرې ښکار شوې دي. همدا لامل دی، چې په افغانستان کې د پاکستان تګلاره تر ډېره پر ستراتېژيک عمق راڅرخي، چې موخه یې له یوې خوا د ډيورنډ کرښې په رسمیت پېژندل او له بلې خوا په هېواد کې د هند د نفوذ او اړیکو محدودول دي.

له ۲۰۰۱ کال راوروسته د حامد کرزي په دواړو دورو کې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ اړيکو ثبات نه درلود او له دواړو لورو په اړيکو کې بې‌باورۍ موجودې وې. په ځانګړې توګه افغان حکومت په دغه پړاو کې د پاکستان په تړاو متزلزله تګلاره لرله. حامد کرزي په خپلو دواړو دورو کې پاکستان ته ۲۱ رسمي سفرونه وکړل؛ خو د خپلې واکمنۍ په وروستۍ ورځ يې بيا هم له پاکستانه شکايت وکړ او ويې ويل: «د افغان سولې کيلي له پاکستان او امريکا سره ده».

د ملي یووالي حکومت له جوړېدو راوروسته هم د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه‌اړخیزو اړیکو بې‌سارې لوړې-ژورې ولیدې. د ملي یووالي حکومت له جوړېدو سره د کابل او اسلام‌آباد اړیکې د پخوا پرتله ډېرې نږدې شوې. افغان ولسمشر پاکستان ته يو لړ امتیازات ورکړل او پاکستان افغان ولسمشر ته د نوموړي د سفر پر مهال هغه ځانګړی پروتوکول ورکړ، چې پاکستان يې یوازې د چین او سعودي مشرانو ته ورکوي.

د ملګرتيا دا پړاو هم خورا لنډ و او په هېواد کې د ناامنیو له زیاتېدو او د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرولو په اړه څو پرله‌پسې ژمنو کې د پاکستان پاتې راتګ له کبله د کابل-اسلام‌اباد اړیکې خرابې شوې او له کبله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې‌باوري زیاته شوه. د تورخم او چمن پر سرحدي پوله خونړۍ نښتې وشوې او د اسیا زړه کنفرانس کې افغانستان په لومړي ځل د یوه هېواد (پاکستان) مرسته رد کړه.

د تورخم جګړې نه یوازې دا چې د دواړو دولتونو او حکومتونو ترمنځ د بې‌باورۍ واټن زیات کړ، بلکې د دواړو خواوو په خلکو کې یې هم د یو بل پرضد کرکه راوپاروله. دغه حالت پر سوداګرۍ، ترانزیټ، روغتیا او د نرم ځواک په برخه کې ژورې اغېزې وکړې. د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر یو ملیارد ډالرو پورې راکمه شوه. د دغو کړکېچنو اړیکو د دوام له کبله، له پاکستانه سلګونه زره افغان کډوال هم هېواد ته راستانه شول. 

د افغانستان او پاکستان ترانزيټي اړیکې

په وچه کې راګېر هېوادونه اړ وي چې له نورو هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره د خپلو ګاونډو هېوادونو خاوره وکاروي. پاکستان د افغانستان هغه ګاونډی دی، چې په تېرو اوو لسیزو کې يې له نورې نړۍ سره سوداګري پرې متکي وه.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترانزیټي اړیکې، په ۱۹۶۵م کال کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د آټا (ATTA) تړون په لاسلیک کولو سره پیل شوې. د دغه تړون له مخې، افغانستان د کراچۍ او قاسم بندر د داخېلېدو او د تورخم او چمن بندر د وتلو د لارې په توګه کارولی شوای؛ خو په دغه تړون کې د ځينو نورو ستونزو ترڅنګ، افغانستان ته دا اجازه نه وه ورکړل شوې، چې له چین سره د پاکستان له لارې سوداګريزه راکړه-ورکړه وکړي. دغه راز له هند سره هم د پاکستان د واګې بندر له لارې د افغانستان د سوداګرۍ په تړاو نهايي هوکړه نه وه شوې.

له ۲۰۰۱ کال وروسته په افغانستان کې د نوي نظام له راتګ سره، افغانستان او پاکستان د اټا (ATTA) تړون د بیاکتنې لپاره بحثونه پيل کړل. دا مذاکرات په ۲۰۰۸ کال کې پيل شول، چې بالآخره د دواړو هېوادو ترمنځ د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۸مه د اپټا تړون لاسلیک او د ۲۰۱۱ کال د جون له ۱۲مې نېټې وروسته د اجراء وړ شو.

اپټا تړون چې ۵۸ مادې، دوې ضمیمې او څلور پروتوکولونه لري، له مخې یې، افغانستان د دخول درې نقطې وموندلې (د کراچۍ، قاسم او ګوادر بندرونه). دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د تورخم او چمن ترڅنګ د غلام خان پر بندر هم د سرحدي بندر په توګه هوکړه وشوه. په دغه تړون کې افغانستان ته اجازه ورکړل شوه، چې د پاکستان د «سوست» سيمې له لارې له چین سره سوداګري وکړي. سربېره پر دې، د پاکستان د واګې بندر له لارې د افغاني توکو صادرات هم نهايي شول؛ خو د پاکستان له لارې له هند څخه افغان وارداتو ته اجازه ورنه‌کړل شوه. له پاکستانه افغانستان ته او د پاکستان لپاره له افغانستانه منځنۍ آسيا ته د سوداګرۍ سړکونه او لارې په نښه شوې. همدا ډول افغاني لاریو ته هم اجازه ورکړل شوه، چې تر واګې او د پاکستان تر سمندري بندرونو پورې ولاړ شي.

له دغو تړونونو سره سره، په تېره يوه‌نيمه لسزه کې دا ترانزيټي سوداګري د پاکستاني چارواکو له‌خوا له سختو ننګونو سره مخ وه او ډېری مهال د امنیتي او سیاسي قضایاوو له کبله، له دغه هېواده تېرو شوو ترانزيټي لارو څخه د سياسي ابزار په توګه ګټه اخېستل کېده. له همدې امله افغانستان اړ شو، چې د بدیلو لارو په فکر او هڅه کې شي، کوم څه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ترانزيټ او سوداګرۍ يې خورا منفي اغېزه وکړه.

د افغانستان او پاکستان سوداګریزې اړیکې

په تېره يوه‌نيمه لسيزه کې د افغانستان تر ټولو ډېره سوداګري له پاکستان سره وه، د ملي يووالي حکومت په لومړي کال، چې دوه‌اړخيزې اړيکې ښې شوې او د سوداګرو ځينې ستونزې هوارې شوې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د صادراتو او وارداتو کچه هم لوړه شوه. مګر اوس داسې ښکاري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري تر ټولو ټيټې کچې ته رسېدلې ده. د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ  ګډې خونې مشر زبیر موتي‌والا په وينا، په تېرو دوو کلونو کې له افغانستان سره د پاکستان کلنۍ سوداګري ۲،۷ میلیارده ډالره وه، خو اوس دا کچه ۱،۲ میلیارده ډالرو ته راټیټه شوې ده.

نوموړي دغه راز د پاکستان له ډان ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي، چې په پېښور کې د اوړو د تولید د ۲۰۰ فابریکو له جملې ۱۰۰ یې تړل شوې دي، پر دې سربېره د ده په وینا، مخکې به افغانستان ته په مالونو بار ۷۰۰۰۰ کانتینرونه تلل، خو اوسمهال دا شمېره ۷۰۰۰ ته راټیټه شوې ده.

پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د پاکستان د مارکېټ د خرابوالي لامل، افغانستان ته د هند او چین هېوادونو د صادراتو زیاتوالی بللی؛ خو پر دې سربېره ځینې نور لاملونه هم شته، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ یې د سوداګرۍ کچه راټیټه کړې ده:

لومړۍ؛ د افغانستان او پاکستان په دوه‌اړخیزو اړیکو کې پاکستان تل د ترانزيټ او سوداګرۍ ډګر د سیاسي موخو لپاره کارولی دی. هر کله چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکې خرابې شوې دي، نو د افغان سوداګرو پر مخ يې خپلې سوداګریزې لارې تړلې دي، چې له امله یې هر ځل افغان سوداګرو ته درانه زيانونه رسېدلي دي. له همدې امله سوداګر هڅه کوي چې له پاکستان سره او د پاکستان له لارې خپله سوداګري راکمه کړي. 

دویم؛ د چابهار بندر په څېر بدیلو لارو ته د افغانستان لاس‌رسی هم هغه لامل دی، چې له پاکستان سره یې د افغانستان سوداګري راکمه کړې ده. افغانستان د ايران له لارې د هند سمندر ته لاره ومونده او د کابل-ډیلي سوداګري يې اسانه کړه. هند له همدې لارې لسګونه زره متريک ټنه غنم افغانستان ته ولېږدول. پر دې سربېره، د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي سوداګري هم پيل شوه. دغه راز افغان سوداګرو د ترانزيټ په برخه کې د ايران لارې ته توجه زياته کړه.

درېیم؛ د منځنۍ آسیا هېوادونو او چین سره د افغانستان د سوداګریزو اړېکو پراخوالی او ترڅنګ يې په افغانستان کې د پاکستاني توکو پرضد د خلکو کمپاين هم د دې لامل شوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګري ټيټې کچې ته راورسېږي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

11 total views, 1 views today

1 comment

  1. حسن Reply

    تر هغو چې د نړیوالو په حضور کې پنجابیانو افغانستان ته د ټولو سوداګریزو موافقو د رعایت او عملي کولو ضمانت نه وي ورکړی ، د پنجاب پوقانې ، پاپړ ، مړو د هډوکو غوړي، په آیس کریم کې چلپاسک او د چنګښو لاسونه او پښې او په کپسولونو کې د دوا پرځای د جوارو اوړه او همداراز د درملو پرځای زهر د نور نه واردوي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *