Categories

اعلان

Loading…

د بایزید روښان د خيرالبيان بشپړ متن چاپ سو

خیرالبیان د بایزید روښان (۹۲۶-۹۸۵هـ.ق.) تر ټولو مهم اثر دئ. دا کتاب بایزید روښان په څلورو ژبو (عربي، پښتو، پارسي او هندي) لیکلی دئ او د خپلي عقیدتي او عرفاني لاري ټول کوائف او اصول ئې په څلوېښتو بیانو کي بیان کړي دي.
> د خیرالبیان خطي نسخه په (۱۹۵۹م.) کال کي د پېښور د پښتو اکاډیمۍ مشر مولانا عبدالقادر (۱۹۰۵-۱۹۶۹م.) د جرمني د تیوبینګن ښار په کتابخانه کي وموندله او په (۱۹۶۷م.)کال کي لومړی ځل د خیرالیبان متن د دغي یوې او واحدي نسخې له مخي د حافظ عبدالقدوس قاسمي له یوې مفصلي سریزه سره د پېښور د پښتو اکېډمۍ له خوا چاپ سو.

> د جرمني له دغي نسخې څخه په (۱۳۵۳ل.= ۱۹۷۴م.) کال کي د بایزید روښان د بین المللي سیمینار په ویاړ د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي له خوا  خیرالبیان دوهم ځل د لوی استاد علامه حبیبي، فاضل استاد بېنوا او علامه پوهاند رشاد د مفصلو سریزو او د پوهاند رشاد له یوې مغتنمي لغتنامې سره په عکسي ډول چاپ سو.

> د خیرالبیان دغه واحده معلومه نسخه (د جرمني نسخه) نیمګړې وه او یوازي د سریزي برخه ئې په څلورو ژبو وه، د متن برخه ئې یوازي په پښتو ژبه وه. خو له نېکه مرغه په شپېتمو کلونو کي چي کله سرمحقق زلمي هیوادمل د هند د کتابخانو د خطي نسخو فهرست جوړاوه، د هند د حیدر آباد- دکن د سالارجنګ موزیم د خطي نسخو په کلیکسیون کي ئې د خیرالبیان یوه بله نسخه وموندله او په (۱۳۶۳ل.) کال کي په خپل کتاب (د هند د کتابخانو پښتو خطي نسخې) اثر کي دغه نسخه معرفي کړه. د خیرالبیان دغه نسخه (د سالارجنګ موزیم نسخه) بشپړه نسخه ده، چي د متن برخه ئې هم په څلورو سرو ژبو ده.

د هند د دغې نسخې له پیدا کېدو سره د خیرالبیان د یو بل بشپړ متن د چاپ ضرورت حس سو او په متنپوهنه کي چي د یوه زاړه متن نوري او  بشپړي نسخې وموندلي سي، نو زاړه چاپونه ئې باید ورسره مقابله سي، یو نوی او له تېروتنو څخه پاک متن ئې باید تهیه او چاپ سي. خو په افغانستان کي د داخلي جنګونو او اړودوړ په سبب دغه کار کلونه وځنډېد او چا ونه وکړ.

خو له نېکه مرغه اوس زموږ محقق لیکوال استاد محمد معصوم هوتک د هند د سالارجنګ موزیم دغه نسخه له څو میاشتو پرله پسې کار ورورسته په خپله اصلي بڼه له لازمو توضیحاتو او تحشیو سره چاپ ده اماده کړه او په کندهار کي د علامه رشاد خپرندويه ټولني له خوا چاپ سوه.

> تاسي کولای سئ خیرالبیان د کندهار ښار او کابل له لویو کتابپلورځیو څخه تر لاسه کړئ.

190 total views, 2 views today

1 comment

  1. zarigul Reply

    دی نوپه جنګوپورې څه اړه درلوده ، هیوادمل خو څوارلس کاله په عیاشیو کې ډوب و باید دا کاریي کړی وای ، اوس چې دا مهم اثرچاپ شو ګواکي جنګونه نه وو ؟ باید لیکلي مووای چې اراده اونیت نه و ، کوردې دهغو ودان وي چې دا کار د دوی په غوڅه اراده اومنډو ترسره شو … ټولو پشتنو وروڼوته دې مبارک وي په تیره بیا استاد معصوم او استاد رشید ته . زرین ګل کټوازی کلکته هند

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *