Categories

اعلان

Loading…

ټولنیز بدلون او ارتقا

لیکنه: ډاکټر خالد سهیل

ژباړه: حبیب الرحمن تاثیر
کله چې زه د خپل راتلونکي پر لور نظر واچوم، نو ماته د ځوانۍ هغه دوره رایاده شي چې ماته خپل ځان یو انقلابي ښکاره کېده، کله چې ما د مارکس، اینجلز، لېنن او د ماؤ کتابونه لوستل، نو زما په ذهن کې به جوش او په زړه کې ولوله پیدا کیده او فکر به مې کاوه چې د ټولې نړۍ له پاره د یوه انقلاب اړتیا ده او دغه وخت ما فکر کاوه چې سرمایه دارانه نظام د ټولې نړۍ له پاره یو زهرِ قاتل دی او په هر حال چې وي موږ باید دغه نظام ختم کړو او دا وخت موږ ولي توره نه اخلو او په جګړو ولي لاس نه پوري کوو، اوس چې کله زه د هغه دور په اړه سوچ کوم نو په خپله ساده ګي خندا راشي، ځکه په هغه وخت کې زما خیالات او نظریات تندلارې وو، اوس زه پوهېږم چې د دونیا هیڅ یو نظام هم مکمل نه دی  په هر یوه نظام کې ښېګڼې او بدګڼې موجودې دي، کله چې یو نوی نظام قایم کېږي، نو د هغه رایج کوونکیو ته د هغه د نقصاناتو اندازه نه کېږي، د وخت له تېرېدو سره سره کله چې د دغه نظام تیاره اړخ مخې ته راځي، نو بیا د هغه غوښتونکي په هغه کې مناسب جوړښتونه او سمونې کوي.د نظام غوښتونکي باید ذهین او دانا وي او بیا هغوی د دغه نظام ارتقا پر مخ یو شي، ګنې دغه نظام به د یوه بهېدونکي درباب په رنګه نه، بلکې د یوه وچ لښتي په رنګه پر ځای پاته شي او په هغه کې به په بېلابېل ډول راوړل شوي مړي جمع کېدل پیل کړي، زما په فکر د کمونیزم یوه مثبته برخه سوشلیزم دی، په کوم کې چې غریبانو او مظلومانو ته د خپلو حقونو د ورکولو هڅه کیږي، همدا دا رنګه په سرمایه دارانه هیوادونو کې چیرې چې د غریبانو استحصال کیږي، هلته وړو وړو پانګه اچوونکیو ته مواقع په لاس ورځي، زما په فکر که د کمونیزم او سوشلیزم نظامونو ښېګڼې سره یو ځای شي، نو د کاناډا د نظام مثال ورکول کېږي، په کوم کې چې سوشلیزم او سرمایه دارانه نظام له جوړښت څخه یو داسې ټولنیز، سیاسي او معاشي نظام جوړ شوی دی، چې زما ډیر زیات خوښ دی.کاناډا کې چې د غریبانو درملنه په کې وېړیا کيږي، چې د سوشلیزم په دین کې هلته کاروباري خلګ بانک ته ځي او په لکونو ډالر پور اخیستلی شي چې د سرمایه دارانه نظام دین دی، خو موږ او تاسو په یوه اسلامي ټولنه کې ژوند کوو، که چيرې په ټولو وګړو باندې اسلامي قانون یو ډول تطبیق شي، بیا نو هم ټولنیز بدلون راتلی شي او هم په کې معاشي، سیاسي، نظریاتي، ټولنیز او هر اړخیز حقوق په کې خوندي کیږي، په کاناډا کې چیرې چې جمهوریت خوښېږي هلته ښځې او لږکۍ د خپلو حقونو د غوښتلو او تر لاسه کولو له پاره ښه غږ پورته کولی شي او د دې له پاره ښه مبارزه کولای شي. کله چې هم موږ او تاسو په نړیواله کچه د بشري حقونو خوندیتوب ته ګورو، نو کاناډا د لومړیو هېوادونو په لړلیک کې راځي، د کاناډا ټولنیز او سیاسي نظام د یوې اوږدې مودې د هلو ځلو پایله ده، اوس چې کله زه د فلسفې د ارتقا په اړه سوچ کوم، نو ماته احساس کېږي چې ما د ژوند په بېلابېلو پړاوونو کې له ډیری فلاسفرانو او پوهانو څخه ډیر څه زده کړي دي، زما له پاره دا پېژندل بيخي شتونځمن وو چې یو انسان پر بل انشان ظلم کوي او د هغه استحصال کوي، زه له پیل څخه د جبر خلاف او د انصاف طرفدار یم، ماته سوکه سوکه د دغه حقیقت درک وشو چې په بېلابېلو ټولنو کې له بېلابېلو لارو ظالم د مظلوم استحصال کوي.ما له ځینو تخلیقاتو څخه زده کړي دي چې سرمایه دار او جاګیردار د بزګرانو او خواریکښو معاشي استحصال کوي، نو له دې امله مارکس ټولو مزدورانو ته ویلي وو چي دوی دي ټول یو موټی شي او د ظلم خلاف دي غږ پورته کړي او یو منصفانه نظام دي رامنځ ته کړي او د داسې کولو له پاره که د انقلاب اړتیا شوه هم دوی دي دریغ نه کوي، د طبقاتي نظام د معاشي مسایلو له شعور څخه وروسته ماته احساس وشو چې په ځینو هیوادونو کې ظلم د رنګ او نسل له امله کېږي او غمرنګ د تور پوستو استحصال کوي، نو د دې له پاره تورو بزګرانو او خواریکښو نه یواځې د خپلې طبقې له وجې، بلکې د خپل رنګ له وجې هم ظلم او بربریت پر ځان وړی، د جنوبي افریقا تاریخ او د نېلسن منډېلا جدوجهد ټولې نړۍ ته دا شعور ورکړ چې د جنوبي افریقا انقلاب د نسلي توپیر د ختمولو کوښښ وکړ، د طبقاتي او رنګ و نسل له استحصال څخه وروسته ماته د جنس په حواله باندې د ناانصافي احساس وشو.د (بې ټي فریډین) او (سېمون دي بژوا) د ویناوو اوریدو ماته دا احساس راکړ چې پر ښځو باندې له پېړیو پېړیو سړو ظلم کړی دی، په ځینو هیوادونو کې ښځې ژوندۍ سوځول کیږي، په هندوستان کې د (ستۍ) رسم موږ ته دغه تیاره پړاو رایادوي، څنګه چې زما پوهنیز او او سیاسي شعور لوړېږي، نو ماته احساس کېږي چې د ټولې نړۍ له انسانانو سره زما بنیادي رشته یواځې انسانیت دی، له دغه احساس وروسته ما د انسان دوستي فلسفه خپله کړې ده، له دې حوالې زه له هر هغه انسان او هر هغه ګوند سره یم، چې پر انسانانو د ظلم او ستم په خلاف غږ پورته کوي او د انسانانو د حقوقو له پاره جنګېږي، ما په دغه ډول سوژو باندې کتابونه هم لیکلي دي، زما غوښتنه ده چې د ولسونو پوهنیز او سیاسي شعور لوړ شي چې انسانانو ته د هغوی حقونه په لاس ورشي او موږ په ټوله نړۍ کې منصفانه نظام قایمولی شو، زما خیال دی چې تر څو په ولس کې شعور پیدا کیږي تر هغې پورې هغه باید د خپلو حقوقو له پاره وجنګيږي او د خپلې ټولنې هر زبرزواک او زورواکی اړ کړي چې هغه د ټولنې هر سیاسي او توپیري نظام بدل کړي او استحصال ته د پای ټکی کښېږدي او د یو منصفانه نظام بنیاد واچوي.یوه هغه زمانه وه چې په هغې کې زه په یوه لسیزه کې د ټولنیز بدلون د راوړلو طرفدار وم، بیا ما ته احساس وشو چې زه یو سیاسي کارمند نه، بلکې یو لیکوال یم، نو د دې له پاره زما کار د داسي شعر ویل، د داسې مضمون، د داسې افسانې لیکل او د داسې کالمونو تخلیقول دي چې د عامو او خاصو کسانو پوهنیز شعور بیدارولی شي او هغوی چې داخلي ځنځیرونه مات کړي، نو بیا د خارجي ځنځیرونو ماتول هم ورته اسانه کیدی شي، کله چې هغه له دننه ازاد شي نو بیا هیڅوک هم هغوی له دباندې نه شي غلامولی، تاریخ موږ ته ښوودلې ده چې د ټولنیز بدلون جنګ د انساني ازادي جنګ دی، چې کله یې رفتار سوکه کیږي هغه ته ارتقا ویل کيږي او کله چې یې رفتار تېزیږي هغه ته انقلاب ویل کیږي، زه خو یو امن پسند انسان یم، نو د دې له پاره زما هیله دا ده چې په ټولنیز بدلون کې ښکونې او وژنې نه وي، د وینو بهول نه وي او موږ پر سوله ییزه لاره ټولنیز بدلونونه راوړلی شو.زه له دغه حقیقت سره هم بلد یم چې ځینې حالات دومره ابتر کېږي چې رنځورې ټولنې ته د انقلاب د عملیاتو اړتیا پېښېږي، په داسې مواقع باندې دا هیله پیدا کیږي چې د انقلابي رهبر (هوچي من) په رنګه د یوه دانا سرجن په رنګه وي چې په ټولنه کې زیاته تباهي او بربادي پېښه نه شي، یو مخلص او عظیم سیاسي مشر له خپلو ملګرو نه بلکې له خپلو دوښمنانو سره هم همدردانه سلوک ترسره کړي، د دې له پاره کله چې (هوچي من) خبر شو چې د هغه څو کامرېډ ملګرو څو تنه دوښمنان په بې دردۍ سره وژلي، نو هغه په یوه ولسي جلسه کې بخښنه وغوښته او په چیغو چیغو یې وژړل، داسې درویش صفت انقلابي رهبر په پېړیو کې یو یو پیدا کیږي، شاید د دې له پاره عام و خاص د ارتقا هر کلی وکړي او له انقلاب څخه ویره ولري، ځکه هغه د ترقي په لاره کې د وینو تویول لیدل نه غواړي.

72 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *