Categories

اعلان

Loading…

داعش د نړۍ له مسلمانانو وغوښتل چې افغانستان ته مهاجرت وکړي

تاند- د داعش ترهګرې ډلې د نړۍ پر ټولو مسلمانانو ږغ کړی چې افغانستان ته لاړ شي.

د دې تروریستی ډلې د خراسان ولایت څانګې نن /چهارشنبه/ په یوه ویدیو کې، چې ۲۵ دقیقې اوږده ده، د نړۍ مسلمانانو ته په خطاب کې ویلي چې که عراق او سوریې ته نه شي تللی، افغانستان ته دې ورشي.

دا ډله اوس د افغانستان په ختیځ او شمال کې ځای ځای فعالیت کوي.

نن دې ډلې په ننګرهار کې د حج او اوقاف د رييس او مشهور دیني عالم عبدالظاهر حقاني د وژلو مسوولیت ومانه.

د داعش له لوري په خپره شوې ویدیو کې یو جګړه مار وايي «د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ای مسلمانانو! خراسان ته مهاجرت وکړئ، که عراق او شام ته تللی نه شئ، خراسان ته راشئ.»

دا تروریستي ډله افغانستان د عربو یو ولایت ګڼي او هغه ته خراسان وايي.

په افغانستان کې د دې ډلې اکثره غړي د منځنۍ اسیا، او پاکستان اتباع دي.

پاکستاني رسنیو نن په کراچۍ کې د داعش د یوه نیول شوي غړي په قول وویل چې د دې ډلې د رسنیو د فعالیت شبکه د افغانستان پولې ته څېرمه په قبایلي سمو کې ده.

470 total views, 2 views today

5 comments

  1. حسن Reply

    داعشیان هم عجب زاړه پاله خلک دي ، سوریې ته شام وایی او
    د خراسان ولایت خو اوس په ایران کې دی او مرکز یې هم د مشهد ښار دی. که څوک له خراسان سره علاقه لري نو هلته د تشریف یوسي.
    افغانستان د باتورو افغانانو کور دی ، دلته هر خبیث ، زوړفکري ، تجاوزګر ، لنډغر او بې وطنه خلکو ته ځای نشته.

  2. تراب خان Reply

    پښتون ډیر بیغریته شوی، اوس نوکر، غلام او جاسوس ورنه جوړ شوی دی. کله د پاکستان بیا کله دایران او دعرب لپاره خپل وطن ورانوی، عزت پلوری. شرم په دی خلکو، بیغیرته بی عزته خلک. دایران لپاره دوطن نوم خرسان کوی. بی حیا خلکو

    بی عزته خلکو

  3. Ajmalkhan Reply

    Asalamo Alaikom
    Deer kha yar
    Hamdase da bilkwal sahe wa a.

  4. بشير Reply

    پښتون اوس باتور نه دي پښتون ايمان،وجدان او مذهب لوټ (ع) دي .پښتون دلوټ (ع)په مقابل کي دهر چا لونګ کيدائ سي که حقيقت نه وي نن يي ددي پښتون دکړونو نتجه وينو جه هر څوک مو په هيواد کي وجود لري .څوک دامريکاه جاسوس څوک داپاکستان جاسوس څوک دروس جاسوس څوک سرحد خرڅوي څوک دهيواد درنډو کونډو او يتيمانو پر حق يي خيټه اچولي ده څوک تارياک کار وبار کوي څوک معدن خرڅوي څوک تاريخي اثار خرڅوي نه هيواد پيژني نه ناموس نه عزت نه اسلام او داټوله کارونه داسلام تر مقدس نوم لاندي سرته رسوي او هر کال عمري او حج ته ځي او کال په کال ودونه کوي. واوا دمور شيدي اخيره مو دفلسطين به ډير ذياد دسپي ژوند ولري او نسلونه نسلونه به مو جبران نه سي ادا؟ کولائ.

  5. بشير Reply

    همدا اوس دا داعشيانو ذياد خلګ او کوچنيان په شهادت ورسول دا باتور قوم څه وکړل .دا باتور قوم نه دئ دا بيده قوم دئ دا چه بيداريږي ټولو خارجي هيوادو به چور او چپاول کړي يي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

 نن د اسد اته ویشتمه د بریتانیا د وخت له امپراطورۍ څخه  د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته لاسته راوړلو…

د اسد د ٢٨مې جشن کمرنګه دى

19 Aug 2013 خبرونه خپلواکي Taand.Com Comments (4)

نور

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/…

نن د چهار شنبی ورځ د اسد د میاشتی ۲۸ نیټه ذه. دا هغه ورځ ده چې ۹۶ کاله پخوا په…

د اسد د میاشتی ۲۸ د افغانستان د آزادی ورځ/ محمد اجمل زرمتی

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

د زمري اته ويشتمه د افغانستان د خپلواکۍ ورځ ده، له نن نه ۹۶ کاله وړاندې په ۱۲۹۸ لمريز کال…

خپلواکي/ ليکوال : محب الله آرمل

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

استاد لطيف الله حميد - ((د اسد پر (۲۶)مه نېټه د شپې پر اتو بجو د ژوندون ټلوېزيون په انګړ کې…

د اسد (۲۸) مه د افغانانو د ازادۍ ورځ

19 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

 دا اوونۍ ګڼو افغانانو له انګریز ښکیلاک نه د افغانستان د خپلواکۍ د اعلان ۹۶ کلیزه په خورا شور ونمانځله.…

افغانستان ولمانځو که خپلواکي؟ د اکمل داوي

20 Aug 2015 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ نه خپلواک وو او نه بشپړ ښکېل. له شاه زمانه تر دې زمانه، موږ…

موږ او خپلواکي/څېړنوال عبدالغفور لېوال

24 Aug 2016 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

خپلواکي له کلي مفهومه تر جزیاتو لږ ترلږه دغه څلور معادل مفاهیم په انګریزۍ کې شته : استقلال ، خود ارادیت ،…

خپلواکي څه ده؟/څېړنوال عبدالغفور لېوال

26 Aug 2016 بدلون خپلواکي تاند Comments (2)

نور

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل…

امان الله خان په ۱۸۹۲ م كال د کابل په پغمان كې زېږېدلى، د امیر حبیب الله خان زوی، د امیر…

شاه غازي امان الله خان او د افغانستان خپلواکي | ګل محمد پښتون

18 Aug 2017 خپلواکي مقالې تاند Comments (2)

نور
  • 1
  • 2