Categories

اعلان

Loading…

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي   

( دریمه برخه )

      د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو. په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم:

    ځیني فارسي، عربي، اردو او یا نور لغتونه چي په پښتو ژبه کي ډیر ورننوتي او د چا خبره خیښي یې ورسره کړې او وینه یې ورسره شریکه کړیده لکه « کتاب یا قلم » ، کیدلای شي پخپل حال پاته شي. د ځینو لغاتو بڼه کیدلای شی د خپل تلفظ پر بنسټ پښتو لیکدود ته واړول شی او د ژبی ملکیت ته وسپارل شي لکه د «یعني» او «معلومات» عربي لغاتونه چي اوس یې د (ع ) په حذف سره د « یاني » او « مالومات»  په بڼه لیکو. همدارنګه پکار ده د دا ډول عربي اسمونو مفرد او جمع د پښتو د ګرامري دود له مخي و ټآکو . د بیلګي په توګه د «حق یا متن » جمع د « حقوق یا متون » پر ځای چی عربي حالت یې دی، د « حقونه یا متنونه » په ډول ولیکو. د دغي لاري کیدلای شي د معیارولو چاري نسبتا ساده ، اسانه او ستونزي یې کمي کړو .

     زه پدې باندي ښه پوهیږم چي د نیولوجیزم پر بنسټ د ( نوو لغاتونو ) په را منځته کولو د افغاني ژبپوهانو تر منځ د بشپړي همږغۍ تر لاسه کیدل ساده خبره نده ، و ډیر کار او زغم ته اړتیا لري. پر همدې خبره باندي را پورته شوي ناندرۍ له بده مرغه کله ناکله د رسنیو په کچه تر قلمي او آن لفظي شخړو پوري هم رسيدلي دي . دا کار بیا زما غوندي بیوسه کسانو د پاره د ډیرو ناهیلیو لامل ګرځیدلی دی. ایا څه مشکل شته که یو کندهاری ژبپوه د ( سیب د درختي د سایې) څخه راپاڅی او د یوه مشرقي وال ژبپوه سره ( د مڼې د وني د سیوری ) لاندي کښیني او یا برخلاف هغه دا کار وکړي او پدې توګه دواړه په ګډه دغي ستونزي ته د حل لاره ولټوي او هغه اتفاق مات کړي چي ګویا پښتنو پر نفاق باندي کړی دی.

     پدې کي شک نشته چي د ګړدود د ستونزي حل د یوه طبعي مشکل په توګه و پیړیو ته اړتیا لری ، مګر لیکدود توحیدول بیا د ژبپوهانو د یوې اجماع د لاري تر سره کیدلای شی. که دا کار ژر و نه شي ، کیدلای شی پښتو د سختو ستونزو سر مخامخ کړي. د لیکدود په برخه کي د ننني تکنالوژیکی اسانتیاوو منفي اغیز تر هر څه زیات په فیسبوکي پاڼو کي لیدلای شو. دا ژبه او لیکدود چی هلته کارول کیږي، که پښتو یو ګام وړاندي بیایي، په عوض کي یې دوه ګامه شاته ټیل وهي .

     که څه هم دا ډول ستونزي لږي ندي مګر لږ تر لږه د لیکدود د معیاري کولو پروسې مخه باید و نه نیسي . دا به هم پر ځای کار نه وي چي د معیار کار د نیولوجیستي چارو تر بشپړیدو پوري و ځنډوو او د پښتو ویونکو تر سیال کیدو پوري انتظار و باسو. که پریږدو چي دغه اوسني حالت دوام وکړی، په ډاګه وایم چي ژبپوهانو به پښتو ته د چوپړ پر ځای د پښتو او پښتنو سره جفا کړي وي او بس .

             د لیکنی پای

ډنمارک ــ د Aarhus ښار

۱۰ / ۲ / ۲۰۱۸

21 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *