Categories

اعلان

Loading…

د پښتون پرلت

سرخط ورځپاڼه
لیکنه؛ منظور احمد پښتین
ژباړه؛ بیت الله حمیدي
زموږ مزل په توره تیاره کې پیل شو. زه په داسې وخت کې را لوی شوم چې زما کورنۍ او د محسودو قبيله چې موږ وزیر یې مسید بولو- له خپل پلرني ټاټوبي جنوبي وزیرستان څخه په ۲۰۰۹ز کال کې د یوې لویې پوځي حملې په ترڅ کې شړل شوي وو. په محسودو کې چې شمېر یې نږدې نیم میلیون تنو ته رسېږي هر یو تن چې ما پېژاند له خپلو نازولو څخه یې لږ تر لږه یو تن د طالبانو د بمونو، هوایي حملو او یا د پوځ د درندو وسلو په ډوزو کې له لاسه ورکړی و.

له دې ګردابه د وتلو په موخه ما څو کاله وړاندې په پوهنتون کې د خپلو داوطلبه او همفکره ملګرو ټولنه جوړه کړه. زموږ موخه ساده وه، د خپلو خلکو ژغورنه. موږ خپلې ډلې ته د ”محسود تحفظ مومنټ“ «د محسود ژغورنې غورځنګ» نوم ورکړ. په لنډ وخت کې موږ دا ضروري وګڼله چې باید د خپلو خلکو له‌پاره چې له اتو کلنو څخه د خپلې خاورې پرېښودو ته اړ کړای شوي وو غږ اوچت کړو. په دې موده کې موږ ځورول شوي، اختطاف شوي او په غیرقانوني ډول په زندانونو کې ساتل شوي وو.
که څه هم په تېرو دوو کلنو کې زموږ د قبیلې ځینې غړي خپلو کلیو او درو ته بېرته راوګرځېدل،‌ خو هغوی بیا په ځمکه کې له خښو شویو ماینونو سره مخ شول. دې بمونو زموږ ګڼ شمېر کوچنیان او لویان والوزول چې ګڼ مړه او معیوب شول. زموږ کلیو او سیمو ته څېرمه د اورپکو له هر ډول حملې وروسته به زموږ د عامو وګړيو ځورونه او سپکاوی کېده. کله به چې نظامي چارواکيو د خپلې د ترهګري ‌ضد بریاوو د نمانځلو او د جنوبي وزیرستان او نورو قبایلي سیمو یا فاټا د خلکو د مېړانې کیسې کولې؛ نو ورسره ورسره به يې د دغو عملیاتو په نتېجه کې همدې خلکو ته په را منځ ته شویو مصیبتونو، سپکاوي، استثمار او قربانیو باندې سترګې پټولې.
قرباني ورکول د هر ډول قانوني رژیم او کلتور تر چتر لاندې یو داوطلبانه دستور دی، خو زموږ کیسه بیا بل شان وه. دلته دا یوه رسمي تګلاره وه چې موږ باید د دوی په خبره د سټراټېژیکو ګټو په میدان کې قرباني شو. د دې کار له‌پاره به لومړی زموږ په وطن کې ترهګرو ډلو ته د فعالیت اجازه ورکول کېده او وروسته به بیا به زموږ پر کلیو بمباري کېده.

په دې ډول به زموږ خلک د ترهګري ضد عملیاتو په نوم له خپلو کورونو شړل کېدل. زموږ په زرګونو ځوانان په ناقانونه ډول په زندانو کې بنديان شوي او یا په زور ترې تم کړای شوي وو. د ترور کولو د یوې لړۍ په ترڅ کې زموږ ګڼ قومي مخور، ديني علماء او د ځوانانو د ټولنو مشران ووژل شول. حکومت و نه‌شوای کولای چې په فاټا کې د دې جنایتونو حتا یو مسوول کس د قانون منګولو ته وسپاري، خو په خیبر پښتونخوا او د بلوچستان په شمالي ولسوالیو کې بیا ډېر کم کسان نيول شوي‌ دي.
حقیقت خو دا دی چې زموږ په وطن کې د ترهګرۍ ضد هڅو په سختۍ سره کومه د پام وړ لاس ته راوړنه نه لرلې ده. که څه هم وېره داسې وه چې هغه عملیات ترهګرو شبکو ته د بنسټي زیانونو په اړولو کې ناکام و، خو د سیمې خلک بیا تور پورې کوي چې دا عملیات په ټوله کې د سیمې پښتنو عوامو ته یوه عمومي سزا او سپکاوی و.

مثلاً د جنوبي او ګاونډي شمالي وزیرستان خلک د وطن کارډ اخیستو ته اړ کړای شول. په داسې حال کې چې د پاکستان ټول وګړي یوازې د تابعيت ملي کارټونه ګرځوي. که څه هم د وطن کارټونو د اخیستو له‌پاره باید د دې کارټ غوښتونکی کس د ټولو استخباراتي ادارو له څارنې تېر شوی وای، خو بیا به هم د وزیرستان اوسېدونکي هر ځای له بې‌پايه پلټونو، انتظار او سپکاوي سره مخ وو. دا هر څه به د هغه امنیت په نوم کېدل چې د وزیرستان خلک له هغه مطلق محروم وو.

له لسیزو راهسیې د فاټا او نورو سیمو په میلیونونو پښتنو په کراچۍ، د پنجاب په لویو ښارونو لکه راولپنډي، لاهور او پلازمېنه اسلام‌اباد کې پناه اخیستې ده. له خپلو سیمو دا بې‌ځایه کېدل بیا په تېرو پنځلسو کالو کې تر بل هر وخت ډېر وو، ځکه په دې موده کې هلته دولتي او غیر دولتي لوبغاړيو د ترهګري یو واقعي نظام حاکم کړی و، خو له دې ټولو سره سره زموږ بې‌چاره پناه غوښتونکي د اوازو په بنسټ د ډول ډول سپکاوي، ترهګري، وهلو، ټکولو او له بې‌محکمې وژنو سره مخ وو. د کراچې ښار چې اوس مهال په نړۍ کې د پښتنو پناه غوښتونکو تر ټولو ستره پناه‌ګاه ده، د هغو پناه غوښتونکو په قصابخانه بدله شوه چې په خپل هېواد کې یې د سر خوندي کولو هیله لرله.

نقیب الله محسود یو زړه‌‌وړنکی او نوښتګر فېشن ماډل په کراچۍ کې د بې‌شماره پښتنو قربانیانو له ډلې یو دی. ادعا کېږي چې د ده قتل د وروستیو قتلونو په لړ کې د یوې نمایشي وسله‌والې نښتې په ترڅ کې د کراچۍ د بدنام پولیس افسر راو انور له خوا تنظیم شوی و. د هغه د ظالمانه قتل د خبر له خپرېدو یوازې څو دقیقې وروسته د هغه د فېسبوک زرګونه ملګري تعقیبوونکي په دې پوهېدل چې له ترهګرو سره د نقیب د اړیکو ادعا یوازې د دولت د ظلمونو له‌پاره یو سرپوښ و. په ښکلو جامو کې د دې جذاب او زړه‌وړونکي ځوان انځورونو د هغه پر بې‌ګناهي شاهدي‌ ویله.

که څه هم موږ لا له وړاندې په اسلام‌‌اباد کې د یوه لاریون تابيا لرله، خو له محکمې پرته د نقیب الله مرګ موږ ته د دې کار له‌پاره لا قوي دلیل په لاس راکړ. موږ دې نتېجې ته ورسېدو چې که چېرې موږ په خپلو سیمو کې پاتې شو، په اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې د واک پر چوکیو ناست واکمن به زموږ غم او اعتراض ته هیڅکله هم پام و نه کړي. موږ باید د خپلې نارضایتۍ غږ د دوی تر دوازو ورسوو. د جنوري په وروستیو کې موږ خپل مزل د خیبر پښتونخوا ایالت د جنوب له ډېره‌اسماعیل‌خان څخه د شمال په لور د پلازمېنې اسلام‌اباد په نیت پیل او همدارنګه مو په لاره کې د ګڼو پښتنو سیمو د لیدو هوډ وکړ.
زموږ دغه مزل ګڼې کوډې ماتې کړې. موږ په خپل تېر ژوند کې په کراتو اورېدلي وو چې پښتون به هیڅکله یو موټی نه‌شي او دا چې پښتانه له خپلو مصیبتونو سره د مخامخ کېدو توان نه لري.

خو موږ چې هر چېرته ولاړو هلته مو په خلاصو غېږو او خلاصو زړونو هرکلی وشو. له موږ سره هغو مېندو او پلرونو غم شریکي وکړه چې یوازې په دې هیله يې ژوند کاوه چې ګوندې یوه ورځ د دوی بیا خپل تري‌تم کړای شوي اولادونه وویني. موږ د ځان په شان ګڼ کسان وليدل چې د خپلو کورنیو نازولي یې په بې‌مانا ترهګریزو بریدونو او د ترهګري ‌ضد د پوځ په نمایشي عملیاتو کې له لاسه ورکړي وو. دوی تر هر چا زیات له دې حقیقته کړېدل چې سره له دې چې دوی د ترهګري تر ټولو سخت قربانیان دي، خو بیا هم دوی پرله‌پسې د هغه جرم په نوم پړه ګڼل کېږي چې دوی دنیا د قرباني په میدان بدله کړې ده. زموږ دا حالت د پښتو په یوه متل کې چې وایي ‌«مړ هم زه یم، پړ هم زه یم» په ډېر ښه ډول انځور شوی دی. دا حیرانوونکې ده چې په دې ناتار کې هم د پښتنو ټول‌وژنه شوې ده او هم پرې تور لګول شوی دی.
په دې ډول مخکې له دې چې موږ اسلام‌اباد ته ورسېږو د پښتون‌ژغورنې غورځنګ منځ ته راغی.

د «۲۰۱۸م» د فبروري په لومړۍ نېټه لا له پیله پاکستاني رسنیو د اسلام‌اباد پرس کلب مخې ته زموږ له سوله‌یز لاریونه مخ واړوه، خو بیا هم زموږ د ځوانانو ټینګ عزم او ډلیزې غوښتنې د پاکستان پوځي او ملکي مشران د نه زړه او محافظه‌کاري سره سره زموږ د نارضايتي د غږ اورېدو ته مجبور کړل. موږ یوازې هغه وخت د فبروري په ۱۰مه نېټه خپل اعتراضونه د یوې میاشتې له‌پاره وځنډول، کله چې حکومت زموږ غوښتنې په لیکلي ډول ومنلې. د پلازمېنې ګڼو اوسېدونکيو ما ته ویلي‌ دي چې دوی کله هم دا ډول سوله‌یز او ډیموکراټیک لاریون نه و ليدلی چې ښځې، لږه‌کي او د نورو د هر ډول سیاسي فکر خلک یو ځای راټول شي.
په وروستو ورځو کې موږ د خپلو غوښتنو په ځواب کې ځینې ګامونه وليدل. ګڼ شمېر تري‌‌تم شوي کسان له خپلو کورنیو سره یو ځای شول. زموږ ټولنې تر اوسه د څلورو زرو ورکو شویو کسان لېسټ تر لاسه کړی دی او دا لېسټ ورځ تر بلې اوږدېږي. که څه هم همدا شمېرې زموږ په خلکو د تېرېدونکې غمیزې ښه ثبوتونه دي.
خو هغه څه چې موږ ته لا ډېر ډاډ راکوي دا دي چې اوس پښتانه را ویښ شوي دي. نور زموږ خلک په هیڅ ډول د دویمه درجه اتباعو په حیث ژوند کولو ته تیار نه دي. په باجوړ، سوات، ژوب، وزیرستان، کورمه او نورو ځایونو کې زموږ لاریونونو دولت ته په لوړ اواز یو ښکاره پیغام ورکړ، هغه دا چې موږ په کافي اندازه خپل ناوزلي تر خاورو لاندې کړل، خو اوس موږ اراده کړې چې له کاملې سولې، عزت، ازادي او پرمختګ پرته هیڅ شی موږ نه‌شي رضا کولای.

کله کله ما ته ویل کېږي چې زه باید د ښه عبرت اخیستو له‌پاره د پښتنو تاریخ مطالعه کړم، خو زه بیا وایم چې موږ راوتلي یوو چې ځان ته د پښتنو نوی تاریخ جوړ کړو، داسې یو تاریخ چې زموږ راتلونکي نسلونه به پرې ویاړي. زموږ غورځنګ د ټولنې له منځه را پورته شوی دی، موږ په خپل درد پوهېږو او د هغه د دوا له‌پاره سمه نسخه لرو. د ترهګري او ستم دا اوږده شپه باید د سولې او بریا په روڼ سهار پای ته ورسېږي.

سرخط ورځپاڼه

107 total views, 1 views today

2 comments

  1. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    د لوی او بښونکي خدای تعالا په نوم پیل :
    د ورور منظور احمد مسید (پښتین) پورتنۍ لیکنه ((د پښتون پرلت )) یعنې زمونږ افغان پښتنو په ژبه <> په اوله ناسته او لاریون کې رنګ راوړی او د نړۍ لراوبر ته ېې دا په ډاګه کړله چې پښتون یو پوه، هوښیار، سوله خوښوونکی، مهذب ، جرګه کوونکی، د پراخې لمنې درلودونکی ، صبرناک با حوصله ، ویښ او زیاتي په خپل خیر او شر پوهیدونکی ولس او قوم دی.
    د انسانیت، پښتونولئ اسلامیت او بشریت د دشمنانو په غلط او درواغو تبلیغاتو نړۍوالو ته اپوټه معرفي شوی وحشي،جاهل، بیرته پاتې، سختسری، بې اتفاقه، ترهګر، د ترقۍ ضد او داسې نور نه دی، نه وو
    او ان شآء الله د دې کهول ځوانانو، پیغلو ، خویندو، میندو ، او د ایپی فقیر ، خان شهید او باچاخان ، سردار م.داوودخان د آرزو ګانو او ارمانونو امیدواران لمسیانو او کړوسیانو په یو موټی کیدو به خپل حقه حقوق د همداسې سوله اییزو عدمِ-تشډد لاریونونو په لا پراخولو سره تر لاسه کوي ؛
    خو باید د( مکار دشمن) که هغه پنجابي اسلامبرباده او بشرکُشه اداره او بالداران ېې دي
    که د ترهګرو ځالو ځای په ځای کوونکي او تمیلوونکي دنیا خوار سوپر-امپریالیستان دي
    او که پخپله د افغان-بلوڅ-پښتون په لوی ټبر کې د لستوڼي ماران او په یو څو مردارو خرڅ شوي ټهیکه داران وي
    غرضونو،چلونو، کمینونو، خندقونو، ازغي داره سیمونو … ته باید بیداره ، چابک او هوښیاره اوسو.

    دلته غواړم د ارواښاد فخر افغان باچا خان یو ارمان د ښاغلي یحیا وردګ له کتابه(زموږد باچاخبرې) رانقل کړم:
    “زما د ولس حالت د صحرا دهغو ګلونو پهڅیر دی چې په صحرا کې زرغون شي څوک ېې غم و نه خوري یو څو ورځې پس مړاوی او بیا خاورو سره خاورې شي.زه غواړم زما ولس له یو بل سره په غمونو او ښادیو کې شریک وي.
    زه غواړم زما ولس د قام د خوشحالۍ لپاره د برابرۍ په بنیاد له یوبل سره اوږه په اوږه کار وکړي.زه غواړم چې دوی خپل ملي رول ولوبوي او الله تعلی او بشریت ته د خدمت له لارې ،د نړۍ د نورو ولسونو په قطار کې خپل مناسب ځای ونيسي”.

  2. Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی Reply

    )زمونږ افغان پښتنو په ژبه(پَلَه تۍ یاپلهترئ )

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *