Categories

اعلان

Loading…

په غزني کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو د اردو په نوم د ملېشو له لوري یرغل شوی

تاند- په غزني کې پر سوله ییزو مظاهره چیانو تېره شپه د دولتي ځواکونو په جامه کې د وسله والو ملېشو له لوري حمله وشوه.

لومړني راپورونه وايي چې ګڼ شمېر مظاهره چیان وهل شوي او یا ټکول شوي دي.

ځینې مظاهره چیان وايي چې حمله کوونکي هزاره ګان ول خو ځینې نور وايي چې پولیس او د والي کسان ول.

یو شمېر مظاهره چیانو تاند ته وویل چې مازدیګر مهال له څلورو خواوو پرې د ملي اردو له لوري ډزې پیل شوې چې په نتیجه کې یې یو شمېر ژوبل شول او یو شمېر نور د دغو په اصطلاح ملي اردو د ځواکونو په ډنډو سخت ووهل شول.

دوی دغه راز وايي چې وسله والو ملېشو د پرلت کوونکو خیمې او بړستنې سوځولي دي او د دوی موټرونه یې لوټ کړي دي.

مظاهره چیان وايي چې د اردو په نوم ملېشو پښتنو ته ښکنځلې کولې.

خو اعتراض کوونکي وايي چې احتجاج ته به دوام ورکوي او هیله لري چې د ټول افغانستان خلک ورسره ودرېږي.

دوی دغه راز ادعا وکړه چې د نورو سیمو پښتنو یې د ملاتړ او ورسره یوځای کولو ژمنې کړي دي.

دوی ملي اردو غیرملي وبلله او په تعثب یې تورنه کړه.

564 total views, no views today

3 comments

  1. عبداله Reply

    که والی دا کارکړی وی په زور سره یی رخصت کړی، ځکه په سولیزه مظاهره څوک حق نلری چه د ملی آردو په جامه کی دا کار وکړی.

    د افغانستان د ټولو ولا یاتو څخه دیی واقعی افغانان خپل ځانونه په دغو سولیزه مظاهرو کی ځان شریک کړی

  2. موسن Reply

    که خداى کول پښتانه ويښ شول

  3. سهاک Reply

    کله چې قدرت متعصبه لږه کیو ته په لاس ورشي ، پر خپل ولس به چپه مېچن وګرځوي، دوی غواړي د خپلو پلرو او نیکونو غلطه لارتقیب او د امیر عبدالرحمن خان انتقام زمونږ د نسل له پښتنو نه واخلي.
    بنا د دوی هڅې او شوم پلانونه باید په نطفه کې خنثي کړل شي.
    زمونږ یوالی زمونږ بری دی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2