Categories

اعلان

Loading…

نجيب اله د کودتا قرباني شو که د خپلو تېروتنو؟؟ 

دويمه برخه،

استاد شهسوار سنګروال

د نجيب اله لومړنۍ هڅې                                                                                                     

کله به چې په شوروي اتحاد کې کوم سياسي بدلون مينځته راغی نو افغانان به خوشاله شول چې هرومرو به په افغانسان کې هم کوم مثبت بدلون راشي. دا ځکه چې د شوروي سياسي حالاتو په افغانستان اغېزه درلوده.

د برژنف له مړينې وروسته چې يو د بل پسې څو تنه شوروي مشران واک ته ورسېدل کوم داسې بدلون مينځته رانغی چې د افغان ولس غوښتنو ته يې کوم پام اړولی وي.

خو کله چې ګورباچف واک ته ورسېد د افغانستان د سياسي کړکېچ د حل لارې چارې چټکې شوې، چې يوه ستره پايله يې دا شوه چې نجيب الله د ببرک کارمل د ځای ناستي په توګه وټاکل شو.

د شوروي اتحاد نږدې يو کال د مخه په ۱۹۸۵ د ډسمبر په مياشت (۱۳۶۴ کال د قوس په مياشت) کې، «پراو دا» ورځپاڼې له لارې يوه مقاله خپره کړه چې په هغې کې د ملي روغې جوړې يادونه ځکه شوې وه چې ګورباچف شورويانو او خپلو متحدينو ته ور په ګوته کړي چې مسکو غواړي د افغان جنګياليو پر وړاندې خپلې پاليسۍ کې بدلون راولي او نرمښت وښيي.

نجيب الله هم د همدې پاليسۍ په رڼا کې په ۱۳۶۵ کال د قوس په مياشت (۱۹۸۶ ز کال ډسمبر کې د افغانانو تر مينځ (بين الافغاني) د خبرو اترو لپاره د ملي روغې جوړې تګلاره اعلان کړه.

لکه څرنګه چې په پاکستان او ايران کې مېشتو تنظيمي مشرانو د ملي روغې جوړې تګلاره و نه منله، دا رنګه د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند، يو شمېر غړو هم مخالفت وښود.

ګورباچف د شوروي اتحاد د کمونست ګوند په اووه ويشتمې (۲۷) کنګره کې دا خبره وکړه چې امپرياليزم، افغانستان په يوه ناسور زخم بدل کړی دی. د دې لپاره چې د نړۍ هېوادونو او ملګرو ملتو ته په ګوته کړي چې مسکو غواړي د ملي روغې جوړې سياست عملي بڼه خپله کړي د روان کال د مې په مياشت کې د ملګرو ملتو تر څارنې لاندې چې په ژنيو کې کومې خبرې په پام کې وې د خپلو ځواکونو وتلو يو مهالوېش وړاندې کړي چې خپل پوځونه به په بشپړه توګه له افغانستان نه باسي.

يوه مياشت وروسته يې دستي د جولای په مياشت کې يوه شپږ زره کسيزه ځواک چې په هغه کې د موټرو دوه کنډکونه، د ټانګ يو کنډک او يو شمېر نور ځواکونه شامل وو له افغانستان نه وويستل. شوروي اتحاد، دغه کړنلاره په داسې مهال عملي کړه چې د ۱۹۸۶ کال په بهير کې د سټنګر توغندي پاکستان ترلاسه کړي ول.

نجيب الله چې هغه مهال د خاد رييس وه ډېر سياسي او اقتصادي امتيازات يې د خاد غړو ته ورکړي وو چې موږ د دوی د معاشونو زياتوالی او کوپوني توکي د بېلګې په توګه يادولی شو.

کله چې دی د ګوند او انقلابي شورا رييس شو په لومړي سر کې د خاد او په دويم پړاو کې د څارندويانو پر مټ د لويې جرګې په نوم يوه غونډه را وبلله او ځان يې د ولسمشر په نوم په خلکو وپېژند ورپسې يې د اساسي قانون لپاره يوه کميسون ته دنده وسپارله چې د قانون مسوده جوړه کړي.

عبدالحميد مبارز د نجيب الله د لومړنيو هڅو په لړ کې ډاګيزه کړې ده چې نوموړي «د خادستانو د روزنې لپاره په افغانستان کې دننه او تاشکند کې کورسونه جوړ کړل. د خاد پوځي ځواک يې پياوړی کړ ټانګونه، زره پوشونه، توپونه، هليکوپترونه ورکړل، د ګارد ځواکونه اته فرقې او د کابل شاوخوا يو شمېر نور پوځي ځواکونه د خاد په تشکيل کې ونيول.»[1]

له دې سربېره نجيب الله په ۱۹۸۷ ز کال د نوامبر په مياشت کې لويه جرګه جوړه کړه او د اساسي قانون مسوده يې تصويب کړه. په دغه قانون کې اسلام د افغانستان دين بلل شوی وه او د افغانسان د دموکراتيک جمهوريت پر ځای يې د «افغانستان جمهوريت» اعلان کړ. د دې لپاره چې د حکومت اپوزيسيون يې راضي کړی وي د همدې کال په سر کې د انقلابي شورا لخوا يوه اعلاميه خپره کړه او د ملي روغې جوړې په رڼا کې د لنډ مهاله حکومت اعلان وکړ او اپوزيسيون ته يې د يو شمېر وزارتونو او چوکيو وړانديز وکړ.

که څه هم اپوزيسيون دغو وړانديزونو ته غوږ کېنښود خو نجيب الله بيا هم د پارلمان لپاره ټاکنې وکړې او څلورمه برخه چوکۍ يې د حکومت مخالفينو ته پرېښودې. د لويې جرګې لخوا د هېواد اساسي قانون تصويب شو ولې په وسلوال سيال لوري يې کومه ځانګړې اغېزه ونکړه. د تېر په څېر د ولسي جرګې رييس د لغمان پخوانۍ والي ابوي او د مشرانو د جرګې رييس د کابل پخوانۍ والي محمود حبيبي وټاکل شول. دغو ټولو کړو وړو يوه تشريفاتي بڼه لرله، کوم داسې بنسټيز کار ترسره نشو چې په هېواد کې سراسري سوله ټينګه شي، ولې بيا هم د کارمل په پرتله يې ځينې نوښتونه د پام وړ وو.

د ملي روغې جوړې په اعلاميه کې (د جنوري ۳/۱۹۸۷ کال) دغه خبره هم راغلې وه چې سر له ۱۵ نېټې نه يو طرفه اوربند دی.

اپوزيسيون لکه څرنګه چې د نوموړي هغو وړانديزونو ته چې په لويه جرګه کې برخه واخلئ، ملي شورا ته راشئ، د حکومت په کابينه کې شامل شئ او ملي روغه جوړه ومنئ غاړه کېنښوده دا رنګه يې اوربند هم و نه مانه او جګړې د تېر په څېر زور واخست چې موږ د جلال اباد جګړه د ساري په توګه يادولی شو.

د نجيب الله پلويانو د ډله ييزو رسنيو او خپرونو له لارې په غير مستقيم ډول په خلکو غږ وکړ چې د شوروي اتحاد د شپږو غنډونو په وتلو چې درې يې د«دافع هوا» او درې غونډه يې پياده وو جشن ونيسي. ده په همدې تړاو چې د دولت او ګوند لوړپوړي چارواکي لکه ببرک کارمل، سلطان علي کشتمند، د کورنيو او بهرنيو چارو وزيران، د دفاع وزارت چارواکي ورسره مل وو د خير خانې «افسوټر» ته څېرمه يې دريځ ونيوه او د يوه پرېټ په بڼه شوروي ځواکونه د خير خانې له کوتله واوښتل.

په همدغو مراسمو کې يو ناڅاپه کارمل له سترګو غيب شو او نجيب الله، ګلاب زوی سره غوږ په غوږ شو چې ګني کارمل پيدا کړي. ګلاب زوی په بادام باغ کې کارمل وموند چې د څارندويانو په مينځ کې په خبرو بوخت و چې بايد شوروي پوځونه له افغانستان نه و نه وځي.

د نجيب الله د مهمو کارونو په لړ کې يو هم دا وه چې ده اعلان وکړ چې د ده ګوند يو کمونستي ګوند ندی. د دې لپاره چې د افغانستان د خلک دموکراتيک ګوند څېره يې بدله کړې وي، د همدې موخې له مخې يې د «وطن ګوند» په نوم ونوموه.

د نجيب الله پوځي سر سلاکار پروفيسور محمود قارييف «ګارييف» په ډاګه کړې چې نوموړي غوښتل چې له اسمعليه ډلې او هزاره ګانو سره يو ائتلافي حکومت جوړ کړي. همدا رنګه هڅه يې کوله چې احمد شاه مسعود هم دې لور ته را کاږي خو بريالی نشو.

که له يوې خوا بهرني وسلوال اپوزيسيون د نجيب الله په وړاندې په خپل دريځ ټينګار کاوه، خو له بلې خوا په ګوند او دولت کې دننه اپوزيسيون هم نجيب د ځان لپاره يو ګواښ ګاڼه،

«د افغانستان حالات لا کړکېچن شول چې نجيب الله په وسلوالو ځواکونو کې د خلقيانو پر ځای پرچميان په مهمو چوکيو او مقامونو ګمارل.

د دولت په لوړ پوړو چارواکو کې جمهور رييس څلور مرستيالان چې دوه تنه پرچميان، يو تن خلقي او دوه تنه غير ګوندي ول. د دفاع عالي شورا له يوويشت غړو نه جوړه وه چې ۱۴ پرچميان ۶ خلقيان او يو تن غير ګوندي و. د حکومت جوړښت له ۴۸ غړو نه شوی وه «۱۵» پرچميان ۹ تنه خلقيان او ۲۱ تنه نور له بېلابېلو ګوندونو څخه وو. د ګوند په لوړ پوړو مشرانو کې «۱۰» تنه پرچميان او يوازې ۴ تنه خلقيان ول. و مرکزي کمېټې په دارالنشا کې ۷ تنه پرچميان او ۳ تنه خلقيان، په مرکزي کمېټه کې ۷۲ تنه پرچميان ۳۴ تنه خلقيان وه او »۵» تنه د نورو ډلو غړي ول.

د افغانستان په پوځ کې د لوړپوړو چارواکو شمېر ۳۱۰ تنو ته رسېده ۱۷۳ پرچميان ۱۳۷ خلقيان، د وزير مرستيالان او د ارکانو رييسان چې شمېر يې ۳۵ تنو ته رسېده ۱۸ پرچميان او ۱۷ يې خلقيان ول.

د پوځ مهم قومندانان «۵» تنه ول چې څلور يې پرچميان او يو تن خلقي ګمارل شوي وه.

د فرقو له شلو تنو قومندانانو نه پنځلس پرچميان او پنځه خلقيان ول.»[2]

د ټني د کودتا لامل دا وه چې ده به ويل له يوې خوا د اردو تنخوا چې د هېواد نه د وينو په قېمت دفاع کوي د خاد په پرتله چې په ښارونو کې په دندو بوخت دی لږ ده او له بلې خوا د خلقيانو او پرچميانو تر مينځ د چوکيو توازن په پام کې نده نيول شوی او ښايي يو شمېر ستونزې به نورې هم وې.

ګريګوريچ کورګون پخپل کتاب «افغانستان» کې ليکي چې «ولسمشر نجيب الله د ۱۹۸۷ کال په اوړي کې په هېواد کې د ګڼ ګونديز سستم جوړېدل اعلان کړل.

… د دې ډلو او ګوندونو په مينځ کې يو هم «سازا» وه… د دغې ډلې يو شمېر محبوب الله کوشاني د سر وزير مرستيال او د پلان جوړولو چارو وزير، او بشير بغلاني د عدلې وزير په توګه وګمارل شول.»[3]

له دې سربېره نور ګوندونه دا وو: د «جازا»، سپکجا، سازا، سپزا سزا، د افغانستان د خلکو اسلامي ګوند او د افغانستان د دهقانانو عدالت ګوند يادولی شو.

سره د دې چې نجيب الله په يوشمېر لومړنيو هڅو او ګامونو د ولس پام د ځان خوا ته راواړوه، ولې بيا هم د ده د واک پروړاندې لوی ګواښ وسلوال بريدونه وو چې د ده دواک او ځواک لمنه يې را ټولوله.

شوروي اتحاد هم کوښښ کاوه چې خپل ځواکونه له افغانستان نه وباسي. ولې په دې څنګ کې په ملګرو ملتو هم فشار راووړ چې د افغانستان د ملي روغې جوړې لپاره د ژنيو خبرې چټکې کړي.

د ژنيو موافقه ليک

 د امريکا اندېښنې،

شوروي اتحاد د ژنيو د خبرو له لارې غوښتل چې له يوې خوا دسياسي غولونې په موخه ځان ته د اوړو پوزه جوړه کړي او له بلې خوا يې نشو ځغملی چې هم بشري ځواک له لاسه ورکړي او هم د ميلونو ډالرو لګښت ته غاړه کېږدي چې د يوې نا څرګندې جګړې لپاره يې لګوي.

د امريکا متحده ايالات هم د شوروي له دغې کمزورۍ خبره وه او د دې هوډ يې لره چې شوروي اتحاد په همدې غميزه کې ښکېل وساتي، ولې د امريکا چارواکو او کارپوهانو اندېښنه لرله چې که د شوروي ځواکونه له افغانستان نه وځي بيا هم د افغانستان پوځ به له هېواد نه دفاع ته لا چمتو شي دا ځکه چې له يوې خوا يې له وسلوالو بنسټپالو نه وېره لرله او له بلې خوا پوځيانو او د افغانستان خلکوو له پاکستان نه کرکه کوله. پدې تړاو امريکا او د دوی متحدين وېشلي ول. د ساري په توګه «مکوېليم» چې له اروپايي دېپلوماتانو سره په خبرو بوخت و:

«نوموړی له C.I.A سره په دې همغږی و چې نجیب الله د شوروي پوځ لاسپوڅی، او پخپله په افغانستان کې پرخپلو پښو د درېدلو وړ نه و. خو د برېتانيا او فرانسې دېپلوماتان، چې نوموړي خبرې ورسره کولې، د سي – آی – اې په فرضيه شکمن وو. د افغانستان پوځ او د ښارونو ملکي اوسېدونکي قدرت ته د پاکستان تر ملاتړه لاندې د افراطي مجاهدينو، په تېره د حکمتيار په مشرۍ، د رسېدلو احتمال خورا بېرولی و.»[4]

ګېټس هم دا خوب ليدلی و چې لومړی خو ښايي ګورباچف خپل پوځونه تر شا نکړي او که چېرې د شوروي څلوېښتم پوځ له افغانستان نه ووځي نو د نجيب الله کمونست حکومت به ژر نسکور شي.

مکوېليم هم په دې خبرې خپله اندېښنه ښودلې وه (که څه هم ده ويلي وه چې دا په کابل کې د امريکا د سفارت نظر ندی) که چېرې سوله راشي او شوروي پوځونه ووځي، دا به بيا دوی ته وېروونکې خبره وي.

نو ځکه خو دوی ويلې ښه به وي چې موږ د ژنيو د خبرو له لارې سياسي او پوځي امتيازات ترلاسه کړو.

په امريکا کې يوه دريمه ډله کارپوهان هم ول چې ويلې که مجاهدين په داسې حالت کې واک ته ورسېږي نو په افغانستان کې به لويه ګډوډي مينځته راشي.

د همدې اندېښنو پر بنسټ چې بېلابېل اندونه او نظرونه سپينې ماڼۍ ته رسېدلي وه نو په دې تړاو د ريګن د ملي امنيت سلاکار «کولين پاول» له ګېټس نه وپوښتل:

تاسو څومره ډاډه ياست چې د شوروي پوځونو له وتلو وروسته به نجيب په واک کې پاتې شي؟

دا ډول نورې ډېرې پوښتنې د امريکا متحده ايالاتو له چارواکو سره وې چې په راتلونکې کې به څه پېښېږي؟ خو ډېری په دې اند وو چې هرومرو د نجيب حکومت نسکورېږي. سټيو کول پدې اړه پخپل نامتو کتاب کې د امريکا د څارګرې ادارې C.I.A او ګېټس له انده داسې کښلي دي:

«زموږ قضاوت دا دی چې د نجيب الله رژيم به حتما د شوروي د مرستو ورکولو سره سره د شوروي له بشپړ وتلو وروسته د ډېرې مودې لپاره پاتې نشي. امکان لري چې رژيم به د شوروي پوځونو تر وتلو د مخه نسکور شي.»[5]

امريکا د همدې ډاډ له مخې له شوروي سره د افغانستان د کشالې په اړوند يوه ګډه موافقه لاسليک کړه چې لنډيز يې داسې دی:

۱- روسي پوځونه به په ۱۳۶۷ کال د دلوې تر ۲۵ نېټې (۱۹۸۹ ز کال د فبروري ۱۵) پورې له افغانستان نه اوځي.

۲- د نجيب واک به په خپل ځای وي او روسان به ورسره پوځي او مالي مرسته جاري ساتي.

۳- امريکا به له مجاهدينو سره مرسته نکوي او خپله ستونزه به د خبرو له لارې د «وطن» له ګوند سره اواروي.

۴- په ژنيو کې به د روسي پوځونو د وتلو په مهال وېش خبرې کېږي. په داسې حال کې چې د پاکستان او افغانستان استازي به حاضر وي او بيا به تړون لاسليک کوي. د مسکو او افغانستان استازي به بهير څاري.

۵- امريکايان به د دې هڅه وکړي چې د مجاهدينو استازي دېته را مات کړي چې د ناظر په توګه برخه واخلي.

امريکا په دې خبرې هم ډاډه وه چې د اته (۸) ملياردو ډالرو په اندازه وسلې او پیسې تنظيمي مشرانو ته په واک کې ورکړل شوې دي. دوی کولی شي چې په همدغه امکاناتو د شوروي پوځونو له وتلو وروسته د کابل حکومت نسکور کړي.

ولې بيا هم د پاکستان او يو شمېر تنظيمي مشرانو اندېښنې پر خپل ځای وې، نو ځکه پاکستان غوښتل د مجاهدينو په استازيتوب د ژنيو په خبرو کې برخه واخلي او د خپل هېواد ګټې وساتي.

د پاکستان اندېښنې،

پاکستان هم لکه د امريکا د متحده ايالاتو په څېر خواشيني درلوده خو د دوی ستره خواشيني په دې کې وه که چېرې شوروي ځواکونه له افغانستان نه وځي نو په دوی به د امريکا د ډالرو چينه وچه شي دغه اندېښنه يې هم درلوده چې آيا سل په سلو کې به وسلوال مجاهدين د دې وس پيدا کړي چې د نجيب حکومت را نسکور کړي؟

دريمه لويه خوابدي او خواشيني ورته هغه مهال پيدا شوه چې امريکا د خپلو ګټو لپاره د شوروي اتحاد سره د ښو اړيکو پر بنسټ نږدې شو.

د اسلام اباد اندېښنه دېته هم وه چې ريګن او ګورباچف په ۱۹۸۶ کال د اکتوبر په ۱۲ نېټه وپتېله چې د بې وسلو کولو تګلاره پر مخ بوځي. چې په پای کې د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۷ کال د ډسمبر په ۸ نېټه يې په سپینه ماڼۍ کې د دواوړ مشرانو لخوا د مينځني واټن ويشتونکي توغنديو د له مينځه وړلو تړون لاسليک شو.

د اسلام اباد چارواکو تر دغه دمه داسې انګېرنه درلوده چې ښايي عملي بڼه خپله نکړي، ولې کله چې ريګن په ۱۹۸۸ کال شوروي اتحاد ته سفر وکړ او ژمنه يې وکړه چې پنځوس سلنه (۵۰٪) د مينخني واټن اټومي توغندي بايد، له مينځه يووړل شي، چې د تړون لاسليک ته لاره هواره شي.

که څه هم په اسلام اباد کې د امريکا سفير «رابت اوکلی» نه يوازې پاکستان بلکې سعودي عربستان ته هم ډاډ ورکړ چې امريکه دېته ژمنه ده چې د دواړو هېوادونو سره خپلې دوستۍ ته ادامه ورکړي. ريګن هم خپلو متحدينو ته او په سر کې د اسلام اباد چارواکو ته ډاډ ورکړ، تر هغې به له شوروي سره تړون لاسليک نکړي چې خپل پوځونه له افغانستان نه و نه باسي… د پاکستان يوه بله اندېښنه دا وه چې د ملي پخلاينې په تړاو پخوانی پاچا محمد ظاهر د سياست ډګر ته را نشي، که دا کار وشي بنسټپاله تنظيمي مشران به کمزوري شي افغانستان به د دوی له ګروت نه ووځي، پاکستان دا وېره هم درلوده که شوروي خپل پوځونه له افغانستان نه وباسي د ايران هېواد به په افغانستان کې برلاسی شي ځکه له يوې خوا يې له ظاهرشاه سره اړيکې خوږې وې او له بلې خوا نجيب الله غوښتل له اسماعيلانو او هزاره ګانو سره جوړجاړی وکړي.

دا ډول اندېښنې که د هر چا وې، وېبه، خو اوس د دې وخت را رسېدلی و چې د ژنيو موافقه لاسليک شي. له اوږدو خبرو، ناستو ولاړو او د ټولو خواوو تر مينځ خبرې د دې پر سر وې چې د ژنيو د موافقه ليک څرنګوالی وڅېړي.

په بنسټيزه توګه پکار وه چې مجاهدينو بايد د ژنيو په موافقه ليک کې ونډه اخستې وی. ولې دوی دومره په پوځي او سياسي خپلمنځي کړکېچ کې ښکېل ول چې يو پلاوی يې هم دېته چمتو نشو کړی چې د خبرو لپاره يې هلته واستوي.

د دې خبرې ستر لامل پخپله پاکستان و چې د مجاهدينو تنظيمي مشران يې پخپلو کې اخته کړي ول، جنرال اختر د مجاهدينو په نايووالي کې لوی لاس درلود، د اسلام اباد چارواکو دا نړۍ ته وښوده چې تنظيمونه دغه سياسي وړتيا نلري چې موافقه ليک ته چمتو شي. نو ځکه پاکستان بايد د دوی په استازيتوب برخه واخلي.

د ملګرو ملتو ځانګړي استازي پرېزديکويلار تر څارنې لاندې:

  • د جون له شپاړسمې نېټې نه تر څلورويشت ۲۴ نېټې (۱۹۸۲ کال) پورې.
  • د جنوري له ۲۱ نېټې نه تر ۷ د فبروري (۱۹۸۳ کال) پورې.
  • له ۱۱ نه تر ۱۲، اپرېل، له ۱۲ نه تر ۲۴ جون، له ۲۴ نه تر ۳۰ اګست ۱۹۸۴ کال پورې.
  • له ۲۰ جون تر ۲۵ جون، له ۲۷ نه تر ۳۰ اګست.
  • له ۱۶ نه تر ۱۹ ډسامبر ۱۹۸۵ کال پورې.
  • له ۸ اګست، له ۲۵ فبروري نه تر ۹ مارچ.
  • له ۷ نه تر ۱۱ سپتمبر ۱۹۸۷ کال پورې، له ۲ نه تر ۸ اپرېل ۱۹۸۸ کال پورې په ژنيو کې چې د ژنيو د موافقه ليک لپاره تقريبا شپږ کاله دغه پرلپسې خبرې روانې وې، چې په پای کې ۱۹۸۸ کال د اپرېل په ۱۴ نېټه د ملګرو ملتو د سرمنشي پريزديکويار په شتون کې د پاکستان د استازي زين نوراني اودافغانستان د بهرنيو چارو د وزير عبدالوکيل لخوا په داسې حال کې چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جورج شولتز (شولتبس) او د شوروي د بهرنيوچارو وزير شوارد نادزي هم ول د دوی په تضمين د افغانستان د کړکېچ د حل په تړاو موافقې لاسليک شوې.

د دې موافقه ليک لنډ جاج

د ژنيو موافقه ليک که څه هم د افغانستان په تړاو يوه سيمه ييزه مساله وه، ولې د وېشلې نړۍ لپاره يې نړيوال ارزښت درلود دا ځکه چې هر لوری خپلو ګټو ته ژمن و.

سره د دې بيا هم د نړۍ سياسي تاريخ داسې يوه لور ته روان وه چې سړه جګړه يې ګواښله، دا چې د کابل حکومت د ملي روغې جوړې لپاره يو طرفه ډز بندي اعلان کړه لامل يې دا و چې کابل چارواکي له نړيوال سياسي بهير سره همغاړي شوي ول. ولي تنظيمي مشران لا له سياسته ناخبره د فيل په غوږو کې ويده وو. د دوی سياسي تحليل دومره کمزوری و چې نه يې ځان وپېژند او نه يې هم پاکستان.

په ايران کې هم افغان مجاهدين د پاکستان له مجاهدينو نه غوره نه ول. دوی هم د ايراني چارواکو په ګروت کې ښکېل و. ولې بيا هم نړۍ په پاکستان کې مېشتو تنظيمي مشرانو د ايران د تنظيمونو په پرتله ډېر حساب کاوه چې لامل يې د شيعه لږکيو شتون و او هم د ايراني واکمنانو ناسمې نړيوالې اړيکې وې. د تنظيمي مشرانو نايووالی نه يوازې د سوني او شيعه مشرانو تر مينځ موجود وه، بلکې شيعه ډلې او سوني ډلې پخپلو کې هم په څو ډلو وېشل شوي وو چې هر تنظيم خپل فکر درلود او خپل واک او ځواک.

په هر حال د مجاهدينو يوه کوربه هېواد پاکستان د مجاهدينو په استازيتوب د ژنيو په خبرو کې برخه واخسته د امريکا متحده ايالاتو چې د شوروي پوځونو په وتلو يې د بري احساس کاوه، ولې پاکستان خپلې موخې لرلې په ځانګړي ډول جنرال ضياءالحق او اختر عبدالرحمن پدې اند وه چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته هرومرو د نجيب الله حکومت نسکورېږي، په دې صورت کې به په افغانستان کې د حکومت خلا را مينځته شي. چې بيا د دې خلا د ډکولو لپاره يوازينی الترناتيف پاکستان دی.

بله کومه خبره چې پاکستان ته مهمه وه هغه د کنفدراسيون پان اسلاميزم مساله وه چې د اسلامي ګوند مشر حکمتيار هم په يوې وينا کې دېته اشاره کړې وه.

«په پاکستان کې د امريکا سفير ارنولد رافل دېر ځله به يې له جنرال ضياء سره د افغانستان د پېښو په تړاو وليدل نو (چې بيا د نامعلومې پېښې له امله په ۱۹۸۸ کال دواړه د الوتکې چاودنې په پېښه کې له مينځه لاړل) د ژنيو وروسته ورته وويل زه ډېر هيله من يم چې شوروي پوځونه له افغانستان نه راوځي او د نجيب الله، له شره به خلاص شو… په داسې حال کې چې ضيا او ای – اس – ای له دېنه زيات هغې ته ژمن ول چې د پاکستان او افغانستان تر مينځ د کنفدراسيون پان اسلامي بنسټ يو اوږد مهاله جوړښت را مينځته شي،»[6]

حکمتيار هم د جنرال ضيا ملاتړ په موخه د ژنيو تړون پړه په جونيجو اچوي چې ګني:

«د پاکستان جمهور رييس جنرال ضياألحق د جونيجو د حکومت د دريځ په هکله انديښمن و، خو جونيجو ته يې ويل چې روسان حتما وتونکي دي، بايد په خپل پخواني دريځ «يوه موقت حکومت ته د قدرت په انتقال» ټينګار وکړو.»[7]

جونيجو لکه د اغاشاهي په څېر د دې پلوی وه چې د افغانستان مساله د خبرو اترو له لارې حل شي او شوروي ځواکونه له افغانستان نه ووځي. دوی وېره درلوده که چېرې دغه پوځونه پاتې شي په پاکستان ناوړه اغېزه کولی شي.

خو بيا د اغاشاهي ځای ناستي صاحب زاده یعقوب خان، جنرال ضيا ته ورته نظر درلود خو په ډېر توپير، هغه دا چې:

«کواليف له یعقوب خان نه وغوښتل چې د نجيب الله د ملي روغې جوړې تګلاره ومني، يعقوب خان د يوه پراخه ائتلافي حکومت غوښتنه وکړه چې يوه ناپېيلي شخص ته واک وسپارل شی. ولې جنرال ضياء په يوې ځانګړې ليدنه کې، کواليف ته د يوه اسلامي حکومت د جوړېدو په تړاو چې په کابل کې جوړ شي، ټينګار وکړ او د یعقوب خان په ږيره يې ملنډې ووهلې.»[8]

دې خبرې مانا دا وه چې جنرال ضياء په کابل کې د ائتلافي حکومت پر ځای اسلامي حکومت غوښته چې په دې سره د پاکستان د بهرنيو چارو وزير يعقوب خان خپل سياسي باور د ضياء پر وړاندې له لاسه ورکړ.

که څه هم روم او مسکو ته يې سفر وکړ چې لومړی له ظاهرشاه سره وګوري او د ده رول په اړه مسکو سره خبرې وکړي ولې شېوارد نازده دا عملي نه ګڼله چې د کابل حکومت دې ته تيار شي چې په بشپړه توګه خپل حکومتي جوړښت د اوس مهال لپاره له لاسه ورکړي. د ژينو په موافقه ليک کې کومه داسې اشاره په دې تړاو نه وه شوې چې د حکومت جوړښت په کې انځور شوی وی.

په دې لاسوند کې د شوروي ځواکونو وتل، افغانستان او پاکستان بايد يو د بل په کورنيو چارو کې مداخله ونکړي، په دې اړه نړيوال تضمينونه اود کډوالو بېرته ستنېدل.

د دويمې برخې پای
-ريچاردسن،افغا نستان،62مخ.

-مبا رز،462مخ.

پروفيسورګارييف 64مخ.

ګريګوريچ کورګون 216-217مخونه.

سټيکول 241مخ .

همد غه اثر 251مخ .

حکمتيا ر پټې توطېي 19 مخ .

ها ريسيون 265مخ.

ابډ 199 مخ .

 

[1] مبارز عبدالحميد ۴۶۲ مخ.

[2] – بروفيسور کارييف افغانستان ۶۴ مخ.

[3] – ويکتور ګريګوريچ کورګون ۲۱۶ – ۲۱۷ مخونه – Kabul New times, 7.1.1988.

[4] – سټيو کول ۲۴۱ مخ.

[5] – همدغه اثر ۲۵۱ مخ.

[6] – Enter view, islamabad june 30 1988.

[7] – حکمتيار پټې توطيې بر بنډې حېرې ۱۹ مخ.

[8] – هاريسون ۲۶۵ مخ او ibid, p.199.cee also pp. 76, 206 .

20 total views, 1 views today

3 comments

  1. Zmarai Kassi Reply

    من شاهدم که پیشنهاد کودتا علیه داکتر نجیب از طرف نماینده ء وزارت خارجهء سویس به وکیل که وزیر خارجه بود صورت ګرفت. من در کابل بودم و همان روز وکیل مرا فوری به دفتر خویش دعوت نمود تا سخنان تلفونی نمایندهء سویس را که از دفتر سکرتر وکیل با وزارت خارجهء سویس صورت ګرفت، بشنوم چه من لسان سویسی را بلدم. بعد از ملاقاتش با این نماینده ها وکیل از من پرسید که در تلفون مورد صحبت این نماینده چه بود. آنچه شنیده بودم به او ګفتم . بعد وکیل تلفون و آدرس مرا در سویس تقاضا کرد و ګفت که آرزو دارد که خانم و اولاد های خود را برای سه چهار هفته به سویس به رخصتی میفرستد و اګر ضرورتی به ایشان پیش میشود با من در سویس در تماس خواهند شد. من از صحبت تلفونی نماینده ء سویس و وضع وکیل دانستم که موضوعی در بین است « در کفت و ګوی تلفونی آن سویسی یک جواب سوالی را که شنیدم این بود: میترسد! » فورا درک کردم که موضوعی در بین است. ناحق نبود که سویس به وکیل بعد از کودتایش فورا ویزه داد که به سویس بیاید. شما درست میفرمایید که جنایت کاران و یک سلسله هم افراد خودخواه و احمق در کنار داکتر نجیب افغانستان را به سرنوشت امروزی مبتلا نمود. آوردن هفت ثور خود یک فاجعهء و توطهء بیرونی بود که داستان این موضوع خیلی بزرګ است. بعد این موضوع در سویس بر عله من سوه قصد های قتل صورت ګرفت، موضوعات را با اسناد و شواهد به محکمه حقوق بشر در سال ۲۰۰۹ نوشتم و سویس را به نام مملکت جنایت کار به محکمه کشانیدم. با آنکه هشتاد صفحه اسناد استخباراتی خود شان را هم به محکمه سپردم ولی بی نتیجه. فهمیدم که در اروپا جنایت کاران، محکمه و دولت ها همه همدست اند، در سال ۱۹۹۶ در یک مجلس اروپایی که من هم دعوت شده بودم در زمان سخنرانی ام با یاد آوری جنایات سوس در اخیر ګفتم: به روی این واقعات مستند این مسایل حقوق بشر، عدالت اجتماعی و دیموکراسی همه دروغ و من به این دروغ ها عقیده ندارم. واقعا ایها برای مفاد خویش یعنی اروپایان از هیچ نوع جنایت دست بردار نیستند.

  2. Zmarai Kassi Reply

    درسال هدشتاد و یا هشتاد و یک یک ملیونر سویسی با من مدتی آشنا گردید، یاد آور شد که او میداند که در افقغانستان زیورات قدیمی وافر است و خصوصاً از یک زین اسپ جواهر نشان سخن گفت که در جهان جوره ندرد و پیشنهاد این آقای اوول نام این بود که راهی برایش بیابم تا آثار و اشیای قیمتی به سویس برای نگهداری آورده شود، چه در جنگها معدوم خواهند گردید و پول مصارف را هم به دوش خواهد گرفت
    جوابی به او نداشتم، فقد اینقدر گفتم که اول راهش را یاد ندارم وازینکه تمام افغانها قربانی اند ، بگذارید که این هم دنبالش برود. و در سال نود و شش و بیست و چهارم سپتمبر در ولایت سانتگالن سویس در یک کنفرانس اروپایی در پهلوی دو خارجی دیگر دعوت شده بودم که در جریان گفتارم وانمود نمودم که شما اروپاییان به ممالک ما عشق و نفرت را صادر مینمایید و بر اساس اسناد در دست داشته ام من به ارزش های آفریدهٔ شما که عدالت اجتماعی و حقوق بشر و دیموکراسی اند، عقیده ندارم و بی ارزش اند. و بسی برخورد های تند دیگرم، مثال در سال هشتاد و هشت به معاون وزیر خارجه آلمان آقای الییاس در حضور قوماندان غمی، برادر لوی خان وردک یاد آور شدم که شما در قسمت افغانستان غلط میکنید، با برآشفتگی گفت که، ما غلط می کنیم، من هم تند جواب دادم که بلی شما غلط میکنید. امروز ازین جاه و آنجاه آواز بلند میشود که غلط سنجیده بودند، همه بهانه ها و به بند زدن مردم بی گناه و کشتن بیگناهان و مصارف پول گزاف بی جاه بوده است. دیموکراسی و حقوق بشر و عدالت اجتماعی و غیره را شرماندند.
    از طرف دیگر یک تحقیق علمی داشتم که به تاریخ بیست اکتوبر نود و نوه در سیمینار به خصوصی برای ارایٔه نتیجهٔ تحقیقاتم در مدت یک ساعت و پنجاه دقیقه بر آشفتگی بسی کدر ها را بار آورد چه بر تحقیقات ایشان خط بطلان کشیدم، که اگر از طرف یکی از دوستان امریکایی ام داکتر جانسن، کسی که کتابم را ادیت کرده بود، با خبر ساخته نمیشدم، مرا سویس بار دیگر به قتل میرسانید، گرچه توسط تزریق یک ماده ، نزدیک به مرگ شده بودم، اما چانس با ایشان یاری نکرد. و قبلا به بهانهٔ عملیات سینوزیت در پیشانی ام در سال هشتاد و شش داکتر سویسی داغ های را گذاشت که مامای آقای تاج محمد ایوبی یک مشاور آقای کرزی در پیشانی خویش دارد و خود ایوبی صاحب به این شباهت من با مامایش حیرت رفته است که وی با کاپی پاسپورت سویسی من سفر ها کرده و ارتباطاتی عجیب و غریبی به گفتهٔ ایوبی صاحب داشته است و مرا بدنام ساخته و در لست تروریستان داخل کرده بود که بعد از ارایٔه معلومات به دوستان امریکایی ام مساله روشن گردید.
    اصل داستان بالای دارایی های افغانستان است که خصوصاً سویس سخت برآن چشم دوخته بود. و بسی مسایلی دیگری است که من برداشت های ثقه کرده ام. استخبارات سویس خواست با ایشان همکاری کنم و غیره که من ابأ ورزیده ام. فعلاً هم دوستان شخصی امریکایی من در تعقیب من اند و هر باری جایی دوری که میروم باید از آنجا با ایشان تماس بگیرم، چه میدانند که دشمنان زیادی دارم.
    ولی به هر صورت به گفتهٔ محترم غلام علی خان امید در مورد قتل پدرم که « دشمن طاووس آمد پر او» گفته بود در قسمت افغانستان و مردمش هم صدق میکند که دارایی های افغانستان چشم دزدان اروپا خصوصا سویس را به خود جلب نموده بود، قربانی میدهد، و این مساله از زمان اسکندر مقدونی به اینطرف این منطقه صد ها بار قربانی داده و خواهد داد.
    ببخشید برادر محترمم اقای رشید که داستان طولانی شد، اما معلومات موثق با اسناد در دست داشته و شاهدین این نوشته را تقدیم میکنم، امید که مزاحمت خلق نکرده باشم. میدانم که سهو های تایپی و املایی دارم، ببخشید.

  3. ببرک Reply

    نجیب الله د افغانیت اوپښتونولی قربانی شو!ا
    کله چی ده و غوښتل دولت مجاهدینو ته وسپاری دروس او امریکا فیصله دا وه چی قدرت باید تاجیکو ته چی روس یی خپلوان ګڼي ورکړی تر څو د شوروی سرحدونه له اسلامه وساتی او دیورند ورسره ومنی!!!!!!!!!!!ا له همدی امله یی د کارمل زامن او شرای نظار بهتر وګنل او همداسی یی وکړل تر څو پاکستان طالبان ورپسی راو لیږل او شهید یی کړ!ا

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *