Categories

اعلان

Loading…

قومي اړیکه حقیقي ده که خیالي؟ | ژباړه: زاهد صدیقي

فرضیه: که چېرې دوه ماشومانو د زیږون پرمهال بدل شي او کورنۍ یې هم له دې بدلون څخه خبر نه وي، نو څنګه به یاد ماشومان مینه او محبت ترلاسه کوي؟ ښکاره ده کومه مینه یې چې په خپل ماشوم پېرزو وي نو ورته مینه به ورکوي.

کله چې یاد ماشومان ستر شي او هغه کورنۍ یې چې خپل اولادونه ګڼي، څه ډول چلند به ورسره کوي؟ پرته له شکه لکه د خپلې کورنۍ په څیر.

هرڅوک کولای شي چې یو نااشنا او بیګانه کس ته د خپل اولاد او کورنۍ مقام ورکړي خو که ذهنیت یې مشکل ونه لري.

که چېرې اړیکه قومي او وینه حقیقي وای نو د ماشومانو په بدلیدو سره به کورنۍ د بدلون احساس کړی وای.

د نیوروساینس د څیړونو پر بنسټ، مونږ له هغه چا سره رښتیني مینه کوو چې ورسره خوشحاله شېبې او ترې ښې خاطرې ولرو. خو دا مهمه نده چې هغه کس څوک او د کوم ځای دی.

ځېنې اړېکې د ټولنیزو چاپېریال د منلو او یا دا چې په ټولنه کې بدنام نه شو او د ټولنیز نورم څخه چې په هغې کې ژوند کوو منلي مو وي، نو په غیرې ارادي ډول یې تحمیلوو.

دا د انسان طبیعي تمایلات دې، چې نااشنا څیزونو نه وډار شي. له همدې کبله هغه کسان چې مونږ سره ورته والی نه لري نو ترې واټن خپلوو خو هغه کسان چې مونږ سره ورته والی لري نو مینه ورسره کوو او د باور وړ مو ګرځي.

له یاد اصل څخه د ځواک او د شتمنۍ حریصان ګټه پورته کوي او هغه کسان چې د پوهې کچه یې ټیټه وي نو له یو او بل سره یې جنګوي.

که چېرې مونږ خپل ذهنیتونه چمتو کړو نو ټول قومونه له ټولو شته توپیرونو لکه رنګ، نژاد، ژبه، سمت او مذهب سره کولای شو د یو او بل ترڅنګ د ګډو موخو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره کار وکړو.

هېر ده نه وي چې قومي، سیمه ییز، ژبني تعصبونه او داسې نور د لومړنیو انسانو له تکلارو څخه بلل کیدل ځکه هغوی د ذهني پلوه انکشاف او پرمختګ نه و کړی او په اوس وخت کې یاده تکلاره تعقیبول پر فکري ځنډ او وروسته پاتې والي دلالت کوي.

10 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *