Categories

اعلان

Loading…

ځان وژنه د اسلامی شریعت په رڼا کې | ډاکتر شیرعلي ظریفي

الحمد لله رب العالمين، والصلاة والسلام على سيد الأنبياء والمرسلين، وعلى آله و صحبه ومن اهتدى بهديه إلي يوم الدين. وبعد نن سبا ځان وژنه دود شوې، ډیر وختونه احساساتی ځوانان چې عمرونه ېې له پنځلسو نه تر دیرشو کلونو پورې وي، د ځینو جهادي او یا استخباراتي کړویو له لوري روزل کیږي، منفجره مواد وراغوستل کیږي، او یا له منفجره موادو نه په ډکو موټرو کې کینول کیږي، چې هدف ته په رسیدو ځان ته چاودنه ورکوي، او د استشهادي او فدايي تر عنوان لاندې د دوی عمل توجیه کیږي، ځینې نور ېې بیا انتحاري ګڼي.

د موضوع اهمیت انسان ته الله تعالی یو ځان ورکړی، دوه او درې ځانونه نلري، چې په یوو تجربه وکړي، او هغه بل له ځان سره وساتي، نو دا عمل د انسان وروستی عمل دی، که ناسم وي، قضايي نه لري.

بل دا چې له هرې ګناه نه د توبې مجال شته خو له ځان وژنې نه وروسته ژوند نور نشته، نو د توبې مجال هم ورنه نشته. په دې توګه دا موضوع ځانګړی اهمیت لري؛ نو مفتیانو ته په کار ده چې په خبره سم سر خلاص کړي، او ځان وژونکي، که څه هم ډیر وخت په شریعت کې تخصص نه لري، خو باید ښه پام وکړي، ځکه که څوک په غلطه ولاړل دنیا او آخرت ېې تباه کیږي، د دې چارې تلافی او قضايي نشته.

د ځان وژنې د حملې موخه دا ځانګړې خبره ده چې هغه هدف چې ځان وژونکی ېې له منځه وړي، د شریعت له مخې روا دی که ناروا؟ د دې سوال په هکله خبره نه کوو، ځکه ځینې اهداف جائز او ځینې ناجائز وي، هغه تطبیقي فقه ده، د ځایونو په اختلاف، اختلاف مومي. د ځان وژنې پېژندنه ځان وژنه په دوه ډوله ګڼلی شو:

په مباشره او غیر مباشره توګه ځان وژنه.

لومړی ـ په مباشره توګه د ځان وژل چې د شخص خپل عمل، چې د ځان د وژلو په نیت ېې کړی وي، د ده د وژلو علت وګرځي، د ده د عمل او د ده د مرګ تر منځ د بل چا عمل واسطه نه وي، داسې خلک د هغوی هدف ته په پام، په دوه ډوله کیدای شي:

۱- هغه ځان وژنه چې شخص له ژوند نه تنګ راغلي وي، او له کړاوونو نه د خلاصون لپاره ځان ووژني، د دې ډول ځان وژنې په حرمت کې علما اختلاف نه لري، په قرآن او سنتو کې له دې نه منعه راغلې، او په حرمت ېې د پخوانویو او اوسنویو علماوو اتفاق دی. ‌أ. الله تعالی فرمایي: { وَلَا تَقْتُلُوا أَنْفُسَكُمْ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُمْ رَحِيمًا} [النساء: 29] او تاسو ځانونه مه وژنئ، بیشکه الله په تاسو مهربان دی. ‌ب. او فرمايي: {وَأَنْفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلَا تُلْقُوا بِأَيْدِيكُمْ إِلَى التَّهْلُكَةِ وَأَحْسِنُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُحْسِنِينَ} [البقرة: 195] او د الله تعالی په لار کې مصرف وکړئ، په خپلو لاسونو ځانونه هلاکت ته مه اچوئ، او نیکي وکړئ، بې شکه الله نیکي کوونکي خوښوي. ‌ج. په متفق علیه حدیث کې له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي: (من قتل نفسه بحديدة فحديدته في يده يتوجأ بها في بطنه في نار جهنم خالدا مخلدا فيها أبدا ومن شرب سما فقتل نفسه فهو يتحساه في نار جهنم خالدا مخلدا فيها أبدا ومن تردى من جبل فقتل نفسه فهو يتردى في نار جهنم خالدا مخلدا فيها أبدا)

( 1) چا چې ځان په اوسپنه وواژه، نو اوسپنه به ېې په لاس کې وي، خپله خیټه به پرې وهي، د جهنم په اور کې به وي، همشه به پکې وي، چا چې زهر وڅکل، ځان ېې پرې وواژه؛ نو دی به ېې څکي او په د جهنم په اور کې به همیشه وي او چا چې له غره نه ځان راوغورځاوو، ځان ېې وواژه، نو دی به په جهنم کې غورځي، هلته به پکې همیشه وي. ‌د. په بخاری کې اوږد حدیث دی

( 2)، یو سړي له مشرکانو سره ښه په پیاوړتیا جګړه وکړه، خو رسول الله ېې په هکله وویل: دی د اور له اهل نه دی، دا سړی په جنګ کې سخت زخمی شو، توره ېې ځان ته په ځمکه ودروله، د سینې په منخ کې ېې د هغې څوکه کیښودله، ځان ېې پرې وروغورځاوو او ځان ېې وواژه. او له دې نه ټولو صحابه دا وفهموله چې ځان وژونکي، په خپل دې عمل سره دوزخي دی.

۲- هغه ځان وژنه چې د جهاد په نیت، د دښمن د له منځه وړلو لپاره، تر سره شي، په ځان پورې ېې باروت تړلي وي، او یا ېې په خپل موټر کې باروت ځای پر ځای کړي وي، د دښمن په منځ کې په خپله بټن ووهي، او باروت والوزي، فدايي هم مړ شي، او دښمن ته هم مرګ ژوبله ورواوړي. دا ډول ځان وژنه پخوا نه وه؛ ځکه په پخوا زمانو کې باروت نه وو، نو د دې ډول ځان وژنې حکم زمونږ په پخوانو کتابونو کې په ځانګړې توګه په صراحت سره نه دی بیان شوی. او همدا ځان وژنه د دې بحث موضوع ده، چې په تفصیلاتو به ېې خبره کیږي. دوهم – په تسبب سره د ځان وژل هر غازی چې د جنګ ډګر ته ځې، د ده عمل د ده د مرګ سبب ګرځي، په ظاهره کې داسې ښکاري، چې که جنګ ته نه وای تللی، نو نه مړ کیده، نو هر مجاهد چې د جنګ په میدان کې شهید کیږي، په تسبب سره د ځان وژونکی دی. خو په حقیقت کې د ده وژونکی د ده دښمن دی، ځکه د ده په جګړه کې د شریکیدو او د ده د وژل کیدو تر منځ د دښمن عمل واسطه شوی، او دښمن د ده د قتل مباشرت کړی، په مستقیمه توګه، دی دښمن وژلی؛ نو دا ډول ځان وژنه اصلا ځان وژنه نه ګڼل کیږي، دلته خو قاتل دښمن دی، شهید خو غوښتل دښمن ووژني، خو دښمن پاڅیده دی ېې وواژه. مجاهدین چې شهیدان کیږي، ټول په خپله خوښه د جنګ میدان ته ځي. بیا ېې دښمن وژني، نو شهیدان ګڼل کیږي، او الله تعالی سترې درجې ورکړې دي. په تسبب سره د ځان وژل هم دوه حالته لري:

۱- دا چې مجاهد جګړه کوي، د هلاکت له ځایونو د امکان تر حده ځان بچوي، خو له دې سره سره ووژل شي، همدا متفق علیه شهید دی.

۲- هغه مجاهد دی چې داسې پیښه وکړي چې د ده وژل کیدل پکې یقیني وي، دا ډول عملیات جمهورو علماوو په دې شرط مشروع ګڼلي چې د مجاهد به غالب ګمان وي چې دښمن ته زیات زیان وراړووم، او مجاهدینو ته جرأت ورکووم، خو که یوازې ځان وژل ېې مطلوب وو، او یا ېې غالب ګومان دا و چې بې له کومې سترې ګټې به وژل کیږي، بیا ېې ځان وژنه ناروا ده.

( 3). او امام مالک رحمه الله نه دوه قوله نقل شوي: جواز او کراهیت.

( 4). که یو مجاهد د کفارو په ستر لښکر حمله وکړي

58 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *