Categories

اعلان

Loading…

اجمل خټک؛ ژوند او اند | هیواد بریال کومکي

اجمل خټک (۱۳۰۴ – ۱۳۸۹ه ش) د پښتو ژبې انقلابي شاعر، پوخ لیکوال، ادیب او وتلی سیاستوال دی، چې د (۱۹۲۵م) کال د سپټمبر میاشتې په پنځلسمه نیټه د کوزې پښتونخوا د نوښار په (اکوړه خټک) نومي سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي. پلار یې حکمت خان په خټه پښتون خټک، چې د کورنۍ شجره یې ستر مبارز د تورې او قلم شخصیت خوشال بابا ته رسیږي.(۱)

اجمل خټک د داسې زمانې ککرۍ ده، چې پیرنګي د نړۍ پر مخ د ښکیلاک لمن د هند تر پولو غزولې وه او د مختلفو قشرونو او طبقو حقونه یې له پامه غورځولي وو. په پښتونخوا کې د خاورې او ولس ستر ازادیپال او مبارز باچاخان د دغه ښکیلاک پر وړاندې په مبارزه بوخت و، د باچا سیاسي جدو جهد د اجمل خټک لپاره د سیاسي او ولسي افکارو په خپلولو کې ډېر اغیزمن رول درلود. د خټک په زړه کې د باچاخان ولسي مبارزې او د خوشال د اشغارو خوږو نغمو غځونې کولې، نو له دې طریقه د سیاست او شعر سره غاړه غړۍ را لوی شو . اجمل خټک یوازې د پښتنو نه و، بلکې د ټول انسانیت پر وړاندې یې ظلم او استبداد نه مانه.

چــې نــــشــــه د اســـتـــبداد لـــــري پـــه ســـر کـــې

   مـــاتــــه یـــو دی کــــــه مــغـــل دی کــه افــغــان

چـــــې زمـــا د کــــور اغـــــــزي تــه کــــاږه ګــوري

 وایــــمــه اور شـــــوی د هــــغـــه پــــه ګلـــســــــتان

هیواد بریال کومکي

دغه نومیالي مبارز تر اتم ټولګي پورې په خپل کلي او بیا د پېښور په دولتي ښوونځي کې زده کړې وکړې، پوره (۱۷) کلن و چې د هند د ازادۍ غورځنګ غړیتوب یې ترلاسه کړ. هغه مهال د سیمې هر اړخیز وضعیت ټولیزو ککریو ته د منل وړ نه و، نو همدلته دغه توريالی او مبارز ځوان د انګریزانو خالف د سیاسي مبارزې په تور له ښوونځي وایستل شو. خټک د پوهنې سره د لیونۍ مینې له کبله په شخصي توګه زده کړو ته ادامه ورکړه. پښتو، عربي، انګریزي او فارسي ژبې یې زده کړې او پوهنتون ته یې د ازموینې ورکولو لپاره تیاری ونیو، خو د ازموینې پر مهال یې زندان ته واچوه.

په زندان کې دننه يې هم زده کړو ته ادامه ورکړه او له راخلاصېدو سره سم پېښور پوهنتون ته بریالی شو خو سمدستي بیا ونیول شو او یوازې يې د ازموینې په ورځ له زندان څخه پوهنتون ته د لېږد اجازه ورکوله او بس !

پوهاند مجاور احمد زیار لیکي:(په اردو او انګریزي ادب کې يې په څه حضوري او غیابي توګه د ماسټرۍ انډل هومره زده کړې ترسره کړې. … وروستي ځل د پارسي ادب د (فاضلۍ) د دفاع لپاره له مچ جیل پېښور څخه تر پوهنتونه په زولنو کې اجازه ورکړل شوه.) (۲)

اجمل خټک د عمر زیاته برخه لیکلو ته ځانګړې کړې وه، په نظم او نثر لیکلو کې يې پخه تجربه درلوده او زیات شمېر اثار یې په پښتو ژبه لیکلې دي. دیارلس اثار او اتلس رسالې یې چاپ شوې، چې د ځینو نومونه یې په لاندې ډول يادولی شو.

۱- پښتو ادب کی تاریخ ( اردو) ۲- پښتانه شعراء ۳- ژوند او فن ۴- د غیرت چغه ۵ – کچکول ۶-باتور ۷ – دا زه پاګل وم ۸- د وخت چغه ۹- ګلونه تکلونه ۱۰- ګل پرهر ۱۱- سرې غونچې ۱۲- ځنډ او خنډ ۱۳- افغان ننګ ۱۴ – عالمی ادب و خوشحال خټک (اردو) ۱۵- جلا وطن کی شاعری ( اردو ) ۱۶- د ژوند چغه ۱۷- قیصه زما د ادبي ژوند. (۳)
خټک دولس کلن و، چې شعر لیکلو ته یې مخه کړه او د ستر خوشال خان د قبر په لیدو یې دا شعر ولیکه.

قــبــــر د خوشــــحــال نیـــــکه په خاورو کــې ورکیـــږي

خـــانـــان یـــې ټـــول نمســـي دي په بنـــګلو کــې اوسیــږي

خټک له شعر ویلو او اوریدلو سره زښته زیاته مینه درلوده، مشاعرې به یې خوښيدلې او د ښوونځي زده کړيال و، چې نظمونه یې د خدایي خدمتګار په (پښتون) رساله کې چاپېدل. په تنکۍ ځوانۍ کې یې د غزلو درې مجموعي (ټکرې، لمبې او لوخړې) چې اوس ورکې دي ولیکلې. اجمل خټک په (۱۹۴۰م ) کال د باچاخان بابا د تحریک غړی شو او په نيغه توګه سیاسي خوځون ته ورګډ شو، څو کاله وروسته د (پښتو) مجلې عدل مدیر او په اکوړي کې یې د بزم تر عنوان لاندې د ادبي خوځښت بنسټ کېښود.

په (۱۹۵۱م) کال یې د ولسي ادبي جرګې غړیتوب ومنه او په مردان کې د ویښ زلمي سندرې په ویلو یو نیم کال زنداني شو. له راخلاصيدو وروسته د پښتون لیګ د جوړولو په تور بیرته ونیول شو. څه وخت یې د انجام اخبار د چلولو دنده ومنله او ورسره یې په (۱۹۵۸م) کال کې د شعرونو لومړۍ مجموعه د (غیرت چیغه) او بل اثر(دا زه پاګلل وم) له چاپه راوویستل.

د (۱۹ ۶۶م) کال په اویلو کې د پښتو ټولنې په بلنې په کابل کې د خوشال خان په علمي او څیړنیز سیمینار کې ګډون وکړ او بیا پېښور ته ستون او د (شهباز) اخبار مسوولیت ور په غاړه شو. نوموړي په (۱۹۷۰م) کال د نیشنل عوامي ګوند د نوښار له ضلعې ولسي جرګې ته ځان نوماند، خو د (۱۹۷۳م) کال پر وخت د راول پنډۍ د خونړۍ پیښې له وجهې کابل ته لاړ او تر(۱۹۸۸م) کال پورې هلته پاتې شو.

د دغو کلونو په اوږدو کې یې د افغانستان له خاورې روسیې، جرمني، چکسلواکیې او هند ته سفرونه وکړل او ډېرۍ شعري مجموعي یې د هېواد د قومونو او قبایلو وزارت په مالي مرسته چاپ شوې. په (۱۹۸۹م) کال بیرته خپل کلي ته ستون شو او د (۱۹۹۰م) کال په اوږدو کې د پاکستان د ولسي جرګې ممبر او په همدې کال د نیشنل عمومي ګوند دمنشي په توګه وټاکل شو.

په (۱۹۹۳م) کې يې د پاکستان سنا ته لار ومونده او د (۲۰۰۰م) کال په اوږدو کې د پرویز مشرف سره د لیدو کتو وروسته له نیشنل عوامي ګوند سره اړیکې خړې پړې شوې، څو میاشتې وروسته یې د پاکستان نیشنل عوامي ګوند د جوړیدو اعلان وکړ، خو په (۲۰۰۲م) کې يې د خان عبدالولي خان سره لیدنه شوه او اجمل خټک بیرته خپل ګوند په نیشنل عوامي ګوند کې مدغم اعلان کړ.

له دې وروسته یې له سیاست سره علاقه وشلېدله او ساده ژوند یې غوره کړ. بالاخره د پښتو ژبې دا خوږ بلبل او د ادب د اسمان ځلانده ستوری د (۲۰۱۰م) کال د فبروري میاشتې په اوومه نیټه وفات شو. روح دې ښاد وي.(۴)

اجمل خټک د خوشال بابا په څېر په خپل قوم او ولس مین سړی و، د کابل پوهنتون د استاد لالاپاچا ازمون په خبره چې د شلمې پیړۍ د پښتو شاعرۍ (غزلبول طوطي) و، چې یوازینی هدف یې د پښتنو قومي وحدت و. د (غیرت چیغه) په اصل کې د سیاسي او انقلابي شاعرۍ یوه ښکلې نمونه ده، چې ارواښاد لیکوال شیرزمان طایزي انګلسي ژبې ته ژباړلې ده.

د اجمل خټک شاعري د ژوند هر برخې ته وېشل شوې او د ډېرو سړو تودو بوی او رنګ لري. نوموړی په یو بیت کې د انسان پیدایښت او پایښت ته ګوت څنډنه کوي او په دې نظر دی چې انسان باید د ښو کړنو په ترسره کولو د خلکو په زړونو کې ځای بیامومي او ښه په میراث پرېږدي.

چــــې پیـــدا شـــوې تـــا ژړل خلــکو خنـــدا کـــړه – داســـې مـــړ شـــه چـــې تـــه خانـــدې، خلـــک ژاړي
د دې ترڅنګ خټک د خپل بابا (خوشال خان) په څېر د غیرت او ننګ لاره نيسي او د زمانې د هیڅ راز استبداد او زور په مقابل کې سر نه ټیټوي، بلکې ازاد اوسیدل او ازاد مړ کيدل د پښتون د ژوند قانون بولي.

پـــــه دنــــیــــا کــــې ازاد اوســـــه ازاد مــــړ شــــــه زه پـــښـــتـــون یـــــم دا زمـــــا د ژوند قــــانـــــون دی د پـــــښـــتون د ســـوچـــه ویـــنې نـــه پیـــدا یــــم د غیـــــرت پــه مــــستــه خـــاوره مـــې ژونـــدون دی
د یو قوم د بریالیتوب تر ټولو ارزښتمن راز د هغه قوم په یووالي کې پټ دی، پښتانه میړاني او باتور خلک دی خو یووالی نه لري. خټک د خوشال خان او باچاخان په شان د قوم د اتحاد په پار تل وير پاللی او له پښتنو يې غوښتي، چې خپلمنځي تشدد پرېږدي او یووالي ته مخه کړي.
اې پـــښــتــنــو! ای لیــونــو پـــښتـــنو! په تنـــس نـــــس شـــــوو پــــــرکــــنـــو پـــــښتـــنــو راځـــــــــئ پـــه کـــــور کـــې مرکـــــه شـــــــو ســــــره د سیــــالــــۍ وخـــــــت چـــې جرګـــــه شــــــو ســــره
لنډه دا چې اجمل خټک د پښتون قوم داسې وتلی مبارز دی، چې د پښتنو په ګرمو سینو کې ځانته ځای او مقام لري او هر پښتون چې د ادب اسمان ته ګوري، بابا به لکه يو ځلانده ستوری ځليږي.

منابع :

۱-زیور، پوهاند زیورالدین، پښتو ادبیاتو تاریخ، ۲۶۷مخ، ۱۳۹۰ل. ۲-غیرت چغه، تل افغان وییپاڼه، ۱ مخ، ۱۳۸۸ل. ۳-ویکيپیډیه، ۳ مخ. ۴-بختاني خدمتګار، څیړنوال عبدالرحیم، د اجمل خټک ژوند، ۵،۴مخونه، ۱۳۹۰ل.

129 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *