Categories

اعلان

Loading…

زموږ شنونکي او تحليلونه يې | محمد عارف رسولي

د هېواد د ټولنیزو، سیاسي، اقتصادي او نورو مسلو په هکله په رسنیو کې نظر ورکول د هر افغان حق دی. خو په مهمو حساسو ملي موضوعګانو کې د حقیقت موندلو لپاره باید پوره غور، څیړنه، له اړونده کارپوهانو سره مشوره او احتیاط وکړو. بحثونه او دیالوګ چې په سمه توګه د ټاکلو اخلاقو، منل شوو اصولو او حقیقت موندلو ته د ژمنیا په چوکاټ کې په مخامخ خبرو او غونډو، په چاپي، تصویري او ټولنیزو رسنیو کې ترسره شي زیاتې ګټې لري. خلکو ته د حقیقت موندلو موکه برابروي، د دیالوګ او بحث اصول عام کېږي، کمښتونو، خنډونو او حل لارو ته ګوته نیول کېږي. خو که دا کار په مسؤلیت د مسلکي او کارپوه کسانو په مرسته د منل شوو اصولو په چوکات کې د حقایقو د روښانتیا او خلکو ته معلوماتو ور رسولو لپاره نه بلکه د ناولو عقدو د خالي کولو، سپکو سپورو ویلو او شخصیت وژنې لپاره وي ستر ستر زیانونه اړولای شي.

د کابل پروسې د کانفرانس په بهير کې مې د چارشنبې په ورځ د کب د میاشتې په نهمه نېټه په يوه تلويزيون کې له يوه افغان شنونکي سره بحث ليده. هغه په افغانستان کې د سيمه ييزو او ګاونډيو هېوادونو د لاسوهنو پړه یوازې په افغان دولت او خپل هېواد اچوله او بهرنیانو اوګاونډیانو لاسوهنو ته یې یو ډول برائت ورکاوه. دا يوه داسې رواني ستونزه ده چې زموږ په هېواد کې ځینې د منفي انګېرنو، کم سياسي شعور او لږې تاريخي پوهې لرونکي په نامه شنونکي ورڅخه کړېږي. داسې شنونکي یا خو ډېره کمه پوهه لری، نورو ګومارلي او یا هغه لار ورکي سياسيون دي چې هم په دولت کې دي او هم خپل نظام تخريبوي.

دې سياسي شنونکي ويل چې افغان دولت نه دی توانېدلی چې پاکستان، روسيې، ايران او چين ته قناعت ورکړی تر څو په سوله ييز افغانستان کې خپلې ګټې وګوري. ستونزه دا نه ده چې ولې دا خلک په افغان دولت نېوکې کوي، رغنده نيوکې له اړوندو علمي وړاندېزونو سره په نظام کې د اصلاحاتو لاره اواروي. بلکه ستر کمښت دادی چې د داسې نيمګړي تفکر لرونکي شنونکي سترو پېچلو ملي ستونرو ته له يوې ډېرې نيمګړې کړکۍ د شخصي ګټو له عینکو ګوري او د خپلو ډلو د سياسي دريځونو د کمښتونو له کبله له زياتو ملي ګټو او واقعيتونو د افغانانو پام بل لورته اړوي.

که څه هم پوهېږو چې د خارجي سیاست ځینې مدیران مو نه یوازې قوي نه بلکه په خواشینۍ سره ملي روحیه او وفاداري نه لري او د ګوندي ګټو غم په سره اخیستي دي. خو دا شنونکي او موږ ټول افغانان باید زده کړو چې که موږ ویشلي، بېوزله، نورو ته اړ، د خپل ځان او ملت اداره نه شو کولای او نور ملتونه په ځینو اقتصادي اړخونو کې په موږ وابسته نه شي، زموږ سره راکړه ورکړه د هغوی په ګټه نه وي نو موږ ته به هېڅ ملک زیات اهمیت رانه کړي. له نورو ملتونو سره به مو اړیکې یو طرفه وي، متقابل احترم او ملي ګټې به مو په نړیوالو اړیکو کې رامنځته نه کړو. د نړیوالو اړیکو او خارجي سیاست د کورني ثبات، پرمختګ او په ځان بسیا کېدو له لارې تېرېږي.

دا هم سمه خبره ده چې تل موږ افغانان او زموږ دولت بايد خپلو ستونزو، تيروتنو، د هغو لاملونو او ممکنه حل لارو ته ځير وو او غافل نشو. خو په خپلو ارزونو او شننو کې پېچلو سيمه ييزو او ملي ستونزو ته له يوه اړخه او د کمو علمي معلوماتو او پوهې په رڼا کې باید و نه ګورو. ملي پیچلې ستراتیژیکې مسئلې، د بهرنيو ملکونو او په تېره د هغو ګاونډيو هیوادونو سره اړېکې چې تل خپلې ګټې زموږ په زوال کې ګوري، د وتلو اړوندو کارپوهانو په ټیمونو کې لمړی هرومرو ورباندې هر اړخیزې څیړنې باید وکړو او بیا ورباندې په رسنیو کې نظر ورکړو تر څو خپل خلک ګمراه نه کړو او خپلو ملي ګټو ته زیان و نه رسوو.

د مثال په توګه د هغه تش په نامه شنونکي له سرسري او یو اړخیزو خبرو او دریځ داسې مفهوم اخیستل کېده چې زموږ په ملک کې د بحران لامل او ستونزه يوازې دا ده چې د افغانستان اوسنی حالت د پاکستان، ايران، روسيې او نورو مشروع ګټې ننګوي، ګواکي هغوی يوازې په افغانستان کې خپلې مشروع ګټې د نړيوالو نورمونو سره سم تعقيبوي، او موږ نه يو توانېدلي چې د هغوی روا تشويشونه لېرې کړو. د دې تفکر نتيجه دا هم ده چې ګواکي ايران، پاکستان او نور قدرتونه زموږ په هېواد کې کومې ناروا لاسوهنې او ګټې نه لري، زموږ ملي حاکميت، کلتور او د خاورې تماميت ته درناوی کوي، په خپلو ژمنو او رسمي معاهدو له موږ سره ژمنتيا لري، د ګاونډيتوب، نړيوالو قوانينو او اسلامي اصولو سره سم له موږ سره چال چلن کوي.

خو واقعیت څه دی؟

ټولو ته ښکاره ده پاکستان څو کاله مخکې نړيوالو ته قناعت ورکړی و چې افغانستان بايد اغيزمن وسلوال پوځ او درنې وسلې ونه لري، د ترانزیت په هکله په رسمي او نړیواله کچه قبول شوې موافقتنامه عمل نه کوي، هر کله یې چې زړه وغواړي زموږ نازک تجارتي توکوي په قصدی توګه د نړیوالو نورمونو به خلاف صادرولو ته نه پرېږدي، په هره مسله کې يې په دې تمرکز و چې څنګه زموږ خاوره او خلک د دوی د ستراتېژيک ډېپت (عمق) ځاي شي، زموږ خاوره، خلک او وسیلې د خپلو ستراټېژیکو ګټو لپاره د خپلو حریفانو په مقابل کې وکاروي. خو اوس کارپوهان وايي چې اشرف غني افغانستان ددوی په ستراتېژيک ډېت (مرګ) بدل کړ او دوی په خپلو ټولو چلوټو کې ناکام شول.

که له خپلو دې تش په نامه شنونکو څخه پوښتنه وکړو چې که له نورو لويو قدرتونو سره اړېکې يوې خواته پرېږدو، اېران ته د اوبو په مسله کې څنګه قناعت ورکوی. د ايران د ولسمشر هغه د څو میاشتو مخکې دريځ چې زموږ نوي نه بلکه پخوا جوړ شوي بندونه لکه کجکي او سلما هم ورته د منلو وړ نه دي. اوس بيا د ايران د ستر مشر خامنه يي سترسلاکار ويلي چې افغانستان د اوبو په هکله په ستره ستونزه بدلېدونکی دی. د ايران دا موقف په داسې حال کې دی چې افغانستان ورسره معتبره او په نړیوالو ستندردونو برابره تواقفنامه لری، د دواړو هېوادونو سهمیه پکې ښکاره ده، خو ایرانیان د څو لسیزو په بهیر کې تر خپل حق په میلیاردونو مترو مکعبو زیاتې اوبه تر لاسه کوي او غواړي دا حالت دوام وکړي. د دې لپاره زموږ په ملک کې په راز راز لارو لاسوهنه کوی او بېرېږي چې که افغانستان په ځان بسیا شی نو به د نړیوالې کچې توافق نامې په بنسټ له خپلو اوبو به د خپل هیواد دښتې او شاړې ځمکې ابادې.

نو ښاغلو تش په نامه شنونکو! ستاسې په نظر موږ بايد څه وکړو، له کومې دیپلوماسۍ او يا زاريو کار واخلو چې ايران د خپل کبر له دريځه راکوز شي او زموږ مشروع حق ومني. نو ښاغليه بې خبره افغان شنونکيه! دوی خو قناعت نه کوي، معاهده نه مني، نه غواړي موږ له خپلو اوبو مشروع ګټه او خپل منل شوی حق ترلاسه کړو. ايران ته څنګه قناعت ورکوې؟ دوی خو دا څوکاله د سلما جوړ بند ته د ګټې اخيستنې او پرانيستلو اجازه نه ورکوله. زموږ زيات هېوادوال يې هم د خپلو نفوذي کسانو په لاس ووژل ځکه د دوی ګناه له سلما بند څخه دفاع وه.

خبره یوازې د اوبو نه ده. اېران لګيا دی د خپلو مزدورانو په مرسته تبليغات کوي چې افغانستان د دوی يوه برخه وه او اوس هم بايد د دوی تر فرهنګي او سياسي نفوذ لاندې وي. لوستونکي رابولم په ټولنيزو رسنيو کې د يوې ويديو کتو ته چې د ” فقط ويديو را ببنيد” تر نامه لاندې چې ملي ضد خپرونې کوي او په ډېره بې شرمۍ خو حماقت سره له تاريخي حقايقو سترګې پټوي، د يوه مزدور افغان په خوله او لهجه افغانستان د تاريخ په بهير کې د ايران جز ګڼي، افسوس کوي چې ولې افغانستان د ده په قول د قومي لاملونو له کبله ځان ورنه جلا کړ.

د افغانستان د عزت، شرف او خپلواکۍ د دښمن په دې ویدیو کې له ایران سره زموږ ستونزه د امیر حبیب الله خان له وخته پیل ګڼي. د ګورګين او صفويانو ظلمونه زموږ په هېواد او د ميرويس خان هوتکي تر زعامت لاندې د افغانانو ځواب، د شاه اشرف او نورو هوتکیانو کنترول د اوسني ایران په زیاته برخه او دهغه او نورو افغاني پاچایانو په مرسته د روسانو په واسط د ایران د تجزیې مخه نیول نه یادوي او نه د آزاد خان افغان او ملګرو له کارنامو په ایران کې څه وایي، ځکه په ګټه یې نه دي. په دې دروغجنه او د خندا وړ ویدیو کې نه د انګريز په اشاره د ايرانيانو هغه دسيسه ياده شوې چې د لوی احمدشاه بابا لمسی زمانشاه يې ړوند کړ او د افغان نخبګانو په منځ کې يې د نفاق تخم وشينده، د لوی افغانستان د تجزيې او وروسته والي زيات لاملونه يې برابر کړل او ايران یې زموږ په ګاونډ کې او انګريز یې په هند او سیمه کې په موږ تجاوزونو ته توانمند کړل.

زموږ دوه ګاونډيان نه غواړي افغانان د دوی سيالان شي، له خپلو اوبو، ترانزيتي او ستراتېژيک موقعيت څخه ګټه واخلي. دوی هڅه کوي د افغانستان ثبات له ستونزو سره مخ کړي تر څو د سيمې په يوه تجارتي او اقتصادي مرکز بدل نه شي، سترې سيمه ييزې پروژې له افغانستانه تېرې نه شي او دوی ته پاتې شي، افغان صادرات او واردات له هغوی سره انډول نه شي، د کلتوري، سياسي، اقتصادي او نظامي لحاظه په خپلو پښو ونه درېږي او افغانستان و نه توانېږي چې د يوه سيمه ييز لوبغاړي په توګه راڅرګند شي. د مثال په توګه هغوی د سلما بند ته زیاتې دسیسې جوړې کړې، زموږ بې سواده او بېکاره خلک یې دوکه او روزل چې د ټاپي په مسیر کې د رامنځته کېدونکي اقتصادي دهلیز د پرانیستلو غونډه په هرات باستان کې ګډه وډه کړي. هغوی دا څو لسیزې لګیا دي، زموږ په ملک کې رنګارنګ ستونزو ته لمن وهي او زیاتې هڅې یې وکړې چې د ترکمستان غاز د افغانستان له لارې نه بلکه د دوی له لارې تېره شي او دوي خپل ګاز هم پکې ورګډ او د هند او پاکستان ستر مارکيت ته یې انتقال کړي. خو دا یوازې په نړیوال مارکیټ کې مشروع او آزاد رقابت نه و چې د هر چا حق دی بلکه دوی هڅې کولې چې زموږ په ملک کې ثبات را نه شي، نظام او بنسټونه مو و نه رغول شي تر څو سترې سیمې ییزې پروژې دوی ته پاته شي او موږ یوازې د دوي د بې کیفیته تولیداتو مصرفی ملت و.

پایلې

زموږ ملت او دولت باید د ملي ګټو او له بهرنیو هېوادونو په تېره د ګاونډیو سره د ستراتېژیکو اړیکو، په دې کې د خپلو ملي ګټو او لمړیتوبونو په تعریف، پالیسیو او تګلارو جوړولو او نورو ورته مسئلو باندې په دوام لرونکې توګه څېړنې او تمرکز وکړي. باید دا ټول خپلو هېوادوالو، مسؤلینو او په تېره شنونکو او رسنیو ته تل روښانه او ورسول شي.

د رسنیو د مسؤلینو، ژورنالستانو، شنونکو او تحلیلګران، لیکوالانو او سیاستوالو ملي او دینی دنده ده چې زموږ د رقیبو ګاونډیو ملکونو په افغانستان او سیمه کې په روا او نامشروع ګټو او ستراتېژیکو غوښتنو، په خپلو ملي ګټو او لمړیتوبونو باندې ځان ښه پوه کړي، عوامو او په تېره بیا ځوان کهول ته یې سمې نسل په نسل انتقال کړي.

62 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *