Categories

اعلان

Loading…

د جبران “پيغمبر” ولې نړيوال محبوبيت لري؟ |  ګل رحمن رحماني

د لبناني ليکوال جبران خليل جبران شهکار اثر “The Prophet” يا (پيغمبر)  نړيوال نوم او محبوبيت لري. ويل کېږي چې د  جبران د شعرونو دا کتاب اوس هم د نړۍ د تر ټولو ډېرو پلورل کېدونکو کتابونو څخه دى، خو سره ددې چې ډېر کره کتونکي هغه ته تمايل نه لري، نو بيا ولې د هغه دا  اثر له نسلونو څخه نسلونو ته خپل محبوبيت لېږدولى دى؟

پيغمبر کتاب چې په لومړي ځل په ١٩٢٣ کال کې خپور شو، له خپرېدو يې وروسته هر کال چاپ شوى او د يوه تلپاتې کلاسيک اثر په توګه په څه باندې ٥٠ ژبو ژباړل شوى او د نړۍ له زياتو پلورل کېدونکو کتابونو څخه دى. داسې تصوير کېږي چې تر اوسه ددې کتاب ميليونونه نسخې پلورل شوې دي.

که څه هم په لوديځ کې په اکاډميکه فضا کې په عملي ډول دې کتاب ته چندان پاملرنه نه ده شوې، خو ددې شعرونو ګڼې بېلګې هغه الهام بښوونکې ترانې  او ويناوې دي چې په ټوله نړۍ کې د واده او مړو په مراسمو کې ويل شوې.

د لندن په اکسفورډ پوهنتون کې د عربي ادبياتو استاد داکټر محمد صلاح عمري وايي:((دا کتاب په ډېرو مهمو شېبو کې په درد خوري، مثلا محبوب ته  ډالۍکېږي، زېږون او وېر پرمهال ترې زياتې برخې ويل کېږي او دا کار ددې لامل شوى چې ځينې برخه يې سينه په سينه ولېږدول شي.))

ګروه بيټلز، جان اف کنډي او اينديرا ګانډي هم د نړۍ له هغو شخصيتونو څخه دي چې ددې کتاب لوستلو پرې اغېز کړى دى. د لوري سو په نامه کشيش( د مسيحيانو مذهبي لارښود) چې د واده سلګونه مراسم يې د پيغمبر کتاب د شعرونو په ويلو تر سره کړي، وايي:((دا کتاب د خلکو د ژوند د بېلابېلو پړاوونو لپاره خبرې لري، داسې ګوډګر کيفيت لري چې څومره يې لولې هغومره دې ځان ته را کاږي.))

دى زياتوي چې له دومره ژورې لوستنې سربېره به هم  دې کتاب کې يوه زره تعصب ونه ګورې، هر څوک په کې خپل ځان ګوري، هلته دا خبره مطرح نه وي چې دا يهودي  دى، مسيحي دى  که مسلمان.))

دا کتاب ٢٦ منثور شعرونه لري، ټول منثور شعرونه يو ډول نېکې خبرې او نصحتونه دي چې د المصطفى په نامه يو هوښيار سړى يې وړاندې کوي.

دغه کس په يوه خيالي جزيزه (ټاپو) کې له ١٢ کلن تبعيدي ژوند وروسته خپل وطن ته د بېرته ستنېدو لپاره تم دى، څو کښتۍ را ورسېږي او روان شي، خو د ټاپو اوسېدونکي له هغه نه غواړي چې خپل حکمت له  دوى سره شريک کړي او نصحت ورته وکړي.

د ټاپو اوسېدونکي له ده څخه  پوښتنه کوي، دا پوښتنې د يوه لوى ژوند پوښتنې وي. مثلا مينه څه ده، کورنۍ څه ده، کار او مرګ څه ته وايي؟

ددې اثر محبوبيت په ١٩٣٠ او د دويم ځل لپاره پوره درې لسيزې وروسته په ١٩٦٠ کې بيخي اوج ته ورسېد، تر دې چې د يوه سپېڅلي کتاب په فرهنګ بدل شو، مذهبي محفلونو ته يې لار ومونده، له پاڼو ژبو او سينو ته را ولېږدول شو.

په دې کتاب کې د واده په اړه يوه سرود کې راغلي : مينه وکړئ، خو د مينې مخه مه نيسئ، پرېږدئ چې پر يوه څپاند سمندر بدله شي، ستاسې د روح تر څنډو څپې ووهي، يو د بل جامونه ډک کړئ، خو يوازې له يوه جام څخه يې وڅښئ.

د اولادونو په اړه وايي: ستاسې اولادونه ستاسې اولادونه نه دي، دوى د نجونو او هلکانو دي چې د خپل ژوند سره ژوره مينه لري.

د ښکلا په اړه وايي: ښکلا هغه ابديت دى چې په هنداره کې يې پر خپل ځان سترګې ګڼدلې، خو ابديت ته يې او هنداره هم ته يې.

په ميشګڼ پوهنتون کې د منځني ختيځ د تاريخ متخصص پوهاند خوان کول چې د عربي ژبې څخه يې د جبران څو اثار ژباړلي، وايي: ((زياتو کليساوو خپل مخ را وګرځاوه او پر جبران پورې يې زړونه وتړل، هغه يو نړيوال معنويت دى، بې تعصبه وړاندې تللى داسې چې د وچو مذهبونوسره  په تقابل کې دى، له معنويت څخه يې فهم اخلاق پالى نه دى، بلکې په حقيقت کې له خلکو غواړي چې نور څوک قضاوت ونه کړي.))

شايد د “پيغمبر” همدا پرله پسې او اوچت محبوبيت ددې سبب شوى وي چې په لوديځ کې ګڼ کره کتونکي پرې نيوکه کوي او وايي چې خام او ساده ډوله اثر دى.

کول وايي: ((هغه ته يې په انګليسي ادبياتو کې ځاى ورنه کړ، سره له دې چې له ١٩١٨ کال وروسته يې د کارونو عمده برخه په انګليسي ژبه وه او شعرونه يې د امريکا په تاريخ کې د تر ټولو زياتو پلورل کېدونکو کتابونو څخه وو، د انګليسي ادبياتو استادانو ورته په عادي يا عاميانه سترګه کتل.))

په لوديځ کې د ادب استادانو  هغه ته په سپکاوي يا که لږ په ډاګه ووايو د “پوچ مغزي”  په سترګه کتل، ځکه چې خلکو ته يې راښکون درلود، خو فکر کوم چې لوديځوال لا ددې شعرونو په ارزښت سم نه وو پوهېدلي. هغه په هېڅ ډول تش مغزى نه و، په حقيقت کې د هغه ليکنې په عربي ژبه ډېر نازک او پېچلى چوکاټ لري.

کول زياتوي:((په دې کې شک نشته چې هغه په انګليسي ادبياتو کې د ځانګړي او اوچت ځاى مستحق دى، دا عجيبه او نادره خبره ده چې انګليسي ادبيات تدريس کړې او يوه ادبي پديده نا څيزه او کوچنۍ وګڼې.))

جبران له يوه اديب پرته، ښه انځورګر(نقاش) هم پاتې شوى او په ١٩٠٨ کال کې يې د پاريس په سمبولېست ښوونځي کې زده کړې وه، هغه د خپلې زمانې له پوهانو او  روڼ اندو سره اړيکه درلوده، له دې ډلې يې د کارل يونګ، ويليام باټلرييتس او اګوست روډون د څېرو انځورونه کښلي وو.

د رودن  او ويليام بليک په نامه ځينو سمبوليستانو چې جبران ترې الهام اخيستى و، شور او مينه يې تر واقعيت اوچته ګڼله او د خپل خوځښت دوره يې تر ١٩٢٠ کال او د مډرنيستانو تر راتګ پورې چې “ټي ايس اېلټ” او “ازرا پاوند”  ترې د يادولو وړ دي، تېره کړې وه.

نوموړى د نقاشۍ په برخه کې څه باندې ٧٠٠ اثار لري، خو داچې ده خپل اکثره دا ډول اثار خپل پلرني هېواد لبنان ته وړي، نو په لوديځ کې يې زياتې نقاشۍ نه موندل کېږي.

پوهاند سهيل بشرويى په مريلنډ پوهنتون کې د سولې او ارزښتونو له  پاره د جبران خليل د څوکۍ خاوند د انګليسي رومانټيسـټانو لکه شيلي او بليک سره پرتله کوي او وايي چې بليک هم د جبران په څېر په خپل وخت کې چندان د خلکو د پام وړ نه و.

دى وايي:((هغه ته به يې ويل چې بليک لېونيه! خو اوس هغه دانګليسي ادبياتو له ډېرو سترو څېرو څخه دى. دا چې کره کتونکي يو شاعري جدي نه نيسي، لامل يې دا نه دى چې د هغه کار ګني ارزښت نه لري.

هغه همد اوس هم په خپل هېواد کې لبنان کې د يوه ښاغلي او منلي ادبي اتل په توګه مطرح دى، د هغه سبک چې له کلاسيک اسلوب را جدا شوى و، اوسمهال په عربي ادبياتو کې رومانټيک مخکښ دى او د رومانټسيزم بيراغ يې اوچت کړى.

پوهاند بشرويي وايي: هر وخت چې په نوي عربي ادبياتو کې د نوښت خبره کوو، نو له دې سترګې نه شو پټولى چې د جبران ليکنې د عربي ادبياتو د رنسانس بنسټګرې دي.

جبران ته په عربي نړۍ کې هم له سياسي او هم له ادبي اړخه د يوه انقلابي په سترګه کتل کېږي، هغه په ١٢ کلنۍ کې امريکا متحده ايالاتو ته کډوال شو، خو له درې کلنې زده کړې وروسته بېرته لبنان ته ستون شو، هغه هېواد ته چې د بې عدالتيو شاهد و او کروندګرو يې د عثمانيانو د حکومت تر و واک لاندې له ستونزو ډک ژوند درلود.

بشرويي وايي:(( هغه مسيخي و، خو ليدل يې چې د مسيحيت په نامه ځينې داسې کارونه کېږي چې د منلو وړ نه دي. ))

جبران په خپلو ليکنو کې له ښځو سره د زور زياتي او د کليساګانو د ظلم پر وړاندې پارېدلى او د عثمانيانو له لاسه د ازادۍ غوښتونکى هم و.

خوان کول وايي:((د هغه کار انقلابي و، په عربي نړۍ کې يې اعتراضونه هم وپارول، په همدې سبب هغه په عربي ادبياتو کې د يوه نوښتګر ليکوال په توګه پېژندل کېږي، دا مقام  کټ مټ داسې دى لکه د لوديځ په ادبياتو کې يې چې ويليام باټلر ييتس لري.))

سياسي مشرانود هغه افکار راتلونکي ځوان نسل ته زهرجن ګڼل او دا ستونزه تر دې کچې وه چې د هغه يو اثر ((سرکښه اروا)) يې له چاپ او خپرېدو وروسته د بيروت په يوه بازار کې وسوځاوه.

جبران تر ١٩٣٠ کال پورې د لبنانيانو ترمنځ او د نيويارک په ادبي ناستو کې  يوازې د يوې پياوړې څېرې په توګه پېژندل کېده، خو د انګليسي ليکنو بريا يې تر ډېره د مري هسکل په نامه يوې ښځې په هڅو  پورې اړه لري.

هسکل د يوه ښوونځي مديره او د جبران ملګرې، ملاتړې او همدارنګه د ليکنو کتونکې وه، د جبران او هسکل دوستي وروسته په ژوره مينه بدله شوه، که څه هم جبران له هسکل نه دوه ځله د واده غوښتنه وکړه، خو دوى بيا هم واده ونه کړ.

جين جبران د جبران خليل د عمه د زوى مېرمن ده، نوموړې چې د جبران ژوند ليک يې ليکلى وايي چې د هسکل محافظه کارې کورنۍ ددې توان نه درلود  چې په هغه زمانه کې له يوه کډوال سره د خپلې لور د واده له لګښتونو ووځي.

خو جين جبران او خاوند يې د جبران د شخصيت او ليکنو د بېلابېلو زړه را ښکوونکو برخو د کښلو څه پروا نه ده کړې، دوى ددې خبرې پخلى کوي چې د جبران د ژوند ليک ليکلو له لارې يواځې شهرت تر لاسه کړي، دوى حتى له ځانه افسانې جوړې کړې او د خپل اصليت د لوړ ښودلو ادعاوې يې کړې.

خو جين جبران وايي چې هغه هېڅکله د خپل تقدس يا پيغمبرۍ دعوه نه ده کړې:(( دى د باسټن د روښانفکرانو تر منځ د يوه بېوزلي خو مغرور کډوال په توګه ژوند کاوه، هغه نه غوښتل چې نور هغه ته له لوړې وګوري، هغه يو خاکساره انسان و او له خپلو کمزوريو ښه خبر و.))

خو هغو انګليسي ژبو ته چې جبران يې لوسته، په بشپړه توګه له دوى نه هېڅ يو مهم دى. ډاکټر محمد صلاح عمري وايي:((زه نه پوهېږم، هغه څوکسان چې پيغمبر يې پېرلى، لوستى او يايې هم ډالۍ کړى، په ښتيا هم د خپل ځان او هغه په اړه په څه پوهېږي او يا که غواړي چې وپوهېږي.))

استاد عمري زياتوي: ((شايد ددې کتاب د زړه راښکون يوه برخه دا وي چې هر څوک کولى شي د هغه ليکوال  شي، له اسماني کتابونو سره هم زموږ چلند همداسې دى. څه چې دي هغه شته دي.))

+دا ليکنه د يوه ادبي راپور ژباړه او ورسره زما يو څه زياتونه ده: رحماني  

پاى

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *