Categories

اعلان

Loading…

زنګ/ اجمل پسرلی

د رستورانت مخې ته دوه ځله تیربیر شو. ور یې تړلی و. له څنګلوري دوکانداره یې پوښتنه وکړه، هغه ورته وویل چې دا دوې میاشتې وشوې چې بند دی او څښتن یې غواړي چې ویې رغوي.

د رستورانت پر هندارې یې لاسونه کیښودل، دننه یې هاغه کونج ته وکتل چې درې میاشتې مخکې یې هلته ملګرې موندلې وه، له نشې وروسته د هغې خمارې خړې سترګې یې ترسترګو شوې. ساه یې راټوله کړه او یوځای یې د رستورانت پر شیشې ورپو کړه. پر هندارې د ساه ګرد تاو کښیناست.

د دوکان خواته یې ګام واخیست، زړه یې و چې پوښتنه وکړي چې دا رستورانت  به کله جوړوي خو هلته خلک سودا ته کتار ولاړ وو، بیرته راوګرځید. د رستورانت له بل اړخه یې هغې اوږدې چوکۍ ته ورپام شول چې په وروستي ځل یې هلته ملګرې ته ویلي و چې له یو چا سره یې لیدلې ده. نجلۍ ورته ویلي و چې په ښوونځي کې مې ملګری و خو ده په بداخلاقي تورنه کړې وه. ملګرې یې چې همهغه وخت ولاړه، د موبایل شمیره یې بدله کړه او له ده سره یې بیا ونه لیدل، د ده زړه ته لویدلي و چې بل ملګری یې موندلی ځکه نه ورسره ګوري خو نن ماښام چې هر لور ته لړه راپورته شوه، تیر وخت ورپه زړه شو، د خپلې پخوانۍ ملګرې د لیدو په نیت یې زاړه رستورانت ته مخه کړه.

د رستورانت زنګنې دروازې ته لویدلی کولپ یې راکش کړ، ویې خوځاوه، ویې شرنګاوه او بیا په شیوه کوڅه کې لاندې روان شو.

پراګ

102 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *