Categories

اعلان

Loading…

پر اېس رياست کتاب د «ځلاند» تاريک نظر

ليکنه؛ نورالحق حيدر

فيض محمد ځلاند پر «اېس رياست» کتاب يوه اوږده «دوه زره او څو سوه کلمې» ليکنه کړې. د ده په ليکنه کې د کتاب خبرې تحريف شوې دي. تر نورو يې زه ور تېر، خو يوه خبره يې اصلاً د کتاب له محتوا سره اور اوبه ده.

ده د توطيې تيوري پر اساس خبره کړې ده، وايي؛ «امريکا د اسامه وژل پر افغانستان د يرغل لپاره يوازې يوه بهانه ګرځولې وه.» دې خبرې ته يې له کتاب څخه دوه دلايل را ايستلي دي. د کتاب په ۶۹مخ کې ويل شوي، ملا عمر ته اسامه قسم کړی و چې د سپټمبر يوولسمې په پېښو کې هيڅ لاس نه لري. ځلاند  يوه دا خبره دليل کړې.

اول خو دا خبره نوې نه ده چې يوازې «سټيف کول» دې ليکلې وي. په همدې ۶۵ مخ کې ليکل شوي چې د سپټمبر په ۲۳مه طالبانو په يوه سرمقاله کې ليکلي وو؛ اسامه د طالبانو د اسلامي دولت د راپرځولو لپاره امريکا ته مازې يوه بهانه ده، دوی استعماري اهداف لري.

تر کتاب ور اخوا د دې خبرې ډېر ګردان د ملا ضعيف او رحيم الله يوسفزي پر ژبو ويښتان را خېژولي دي، خو موږ ولې د ملا عمر دريځ چې د اسامه د قسم خوړلو له مخې يې نيولی، د عقلانيت په تله نه تلو!؟ په تېره بيا دا چې لا مياشت پوره نه وه تېره شوې چې اسامه د سپټمبر د يوولسمې پېښو د کولو ادعا وکړه. (۱۰۲ مخ)

که د واقعيت ليدو ته مو سترګې ړندې نه وي، واقعيت خو دا دی چې موږ د ملا صاحب سرټبمګۍ د امريکا د جګړې اور ته ور وغورځولو. په کتاب کې دوو عاقل، بالغ او مسلمانانو د ملا عمر د سرټمبګۍ ګواهي ورکړې ده. د کتاب په ۶۹ مخ کې د ملا يو کليوال «حاجي بشر نورزی» چې د طالبانو له امارت سره يې د وسلو او پيسو په انتقال کې مرسته کوله،  د طالبانو امير د يکي يوې ځانګړنې خاوند بولي؛ سرټمبګي.

بل کس جنرال پرويز مشرف دی. «سټيف کول» د پرويز مشرف د کتاب په حواله ليکلي؛ «ملا عمر يو سر ټمبه انسان دی، د نړيوال سياست په الفبا لا نه پوهېږي، د طالبانو امير ته خبره کول هسې دېوال ته خبرې کول دي.»  (۵۶ مخ)

په دې کتاب کې ما ته دا نوې خبره وه چې پاکستان د امريکا له غضبه د طالبانو د بچ کولو هلې ځلې کړې دي. په‌دې لړ کې د سپټمبر پر اوولسمه (۲۰۰۱) د ای اېس ای ريس «جنرال محمود احمد» او ملا عمر څلور ساعته په کندهار کې سره ناست وو. جنرال د امريکا د غوښتنو غټ ټکي ملا عمر ته واورول؛

اسامه او د القاعده شبکې پنځلس-شل نور غړي بايد د محکمې مېز ته را ښکل شي او يا له افغانستانه وشړل شي. طالبان بايد په افغانستان کې د القاعده شبکې ټول روزنيز مرکزونه وتړي.

د طالبانو مشر خبره نه يووړه نه يې راوړه، و يې ويل چې نومي کافر ته اسامه بن لادن نه سپاري. د ای اېس ای ريس د طالبانو مشر پر دې مسأله فقهي استدلال کولو ته را وباله، ده ملا عمر ته وويل چې لمونځ پر مسلمانانو فرض دی چې ان د مرګ په بستره کې پروت کس به يې نه قضا کوي. ملا عمر يې خبره تاييد کړه.

جنرال محمود ملا عمر وپوښت؛

ـ خو که يو څوک پر لمانځه ولاړ وي او مار يې خوا ته را شي، څه به کوي؟

ملا عمر وويل؛

ـ لمونځ به پرېږدي، مار به وژني او بېرته به خپل لمونځ ته راګرځي.

د ای اېس ای ريس ور ته کړه؛

ـ نو ته دا لوی ښامار نه وينې چې هېواد ته دې را روان دی؟

د جنرال اشاره امريکا ته وه. ده ملا عمر ته وويل؛ تا سوګند ياد کړی چې د ۲۵ ميليونه افغانانو امير المؤمين يې، د دې خلکو ساتنه ډېر مقدس کار دی که د اسامه مېلمه‌پالنه!؟

وايي چې له دې خبرې سره د ملا عمر سر وځړېد، څو شېبې يې چورت وواهه، تر چورت وروسته يې د ای اېس ای ريس ته وويل چې سبا په کابل کې د علماوو شورا غونډه کوي او دی دې خپله پوښتنه له هغوی څخه وکړي. په سبا يې په کابل کې د طالبانو د علماوو شورا خپله پرېکړه په یوه اعلاميه کې اعلان کړه. په اعلاميه کې ويل شوي وو، اسامه که په خپله خوښه او په خپل زړه له افغانستانه وځي، وتلای شي. (۶۰-۶۱ مخونه)

د دې کيسې په لوستلو سره بايد ځلاند صاحب له شرمه په خولو کې پټ شوی وای؛ ځکه ملا عمر ښامار نه ليده، تر ملا صاحب د ای اېس ای ريس د  «شر قليل» او «خير کثير» په تفکيک ښه پوهېده. نه پوهېږم دی پر دې کيسه ولې پټې سترګې تېر شوی دی!؟

د ځلاند بل دليل دا دی چې (C.I.A.) تر جګړې مخکې پنجشېر ته يو ټيم را لېږلی و او له ټلوالې سره په ګډه يې جګړه پلانوله. ځلاند دا خبره سمه را اخيستې، خو د ده لکه چې پام نه دی چې د يو نړيوال زبر ځواک پر حيثيت ګوزار شوی و، امريکا ټپي شوي مار ته پاتې کېده، خو د ځلاند غوندې کسانو تمه دا ده چې امريکا بايد طالبانو ته تر ګل نازکه خبره هم لا نه وای کړې. د طالبانو تر پورتني اعلان وروسته به امريکا څه کول!؟

ځلاند له پاکستان څخه په‌دې ماڼیجن ښکاري چې د ده په خبره له امريکا سره يې د افغانستان په اشغال کې مرسته وکړه. خو  له کتاب څخه دا په ډاګه معلومېږي کله چې طالبانو د پاکستان خبره و نه منله، نو  پاکستاني چارواکيو عقلاني سياست وکړ، دوی خپلې غوښتنې د امريکا له غوښتنو سره برابرې کړې. ان په امريکا يې ومنله چې په افغانستان کې به پاکستان پلوی حکومت وي او په کشمير کې چې پاکستان څه کوي، دا به د ټروريزم پر ضد جګړې له تعريفه بهر وي. کاشکې ملا صاحب او طالبانو د دې په نيمايي عقلاني سياست کړی وای. کاشکې يې د امريکا پښې يې ګران افغانستان ته نه وای را کش کړې. د امريکا استخباراتو پر افغانانو داسې ظلمونه وکړل چې پر لوستلو يې د سړي په مرۍ کې ساه خپه شي. په کتاب کې د همدې ناکړدو په کيسو کې يوه يې د کونړ د اوسېدونکي «عبدالولي» کيسه ده چې ځلاند صاحب يې درې ځلې نوم محمد ولي ليکلی دی. دی د (C.I.A.)  شکنجو دومره وځوراوه چې له امريکايانو يې نور د مرګ خيرات غوښت. د ده غوندې ډېر نور د امريکا تر شکنجو لاندې مړه شول، خو ملا صاحب کلونه وروسته د شفاخانې په نرم چپرکټ کې پښې وغځولې.

ځلاند صاحب د کتاب په ۶۸۷ مخونو کې د ليکوال شخصي تحليل نه دی موندلی، ټول کتاب ده ته د معلوماتو غورچاڼ ښکاره شوی. د ځلاند صاحب له دې قضاوت سره سړي ته شک ور ولوېږي چې اصلاً پر کتاب به د ده سر نه وي خلاص شوی. «اېس رياست» د تحقيقي ژورنالېزم يوه اعلی بېلګه ده او لکه کيسه داسې ليکل شوی دی. په ژورناليزم کې تحقيقي راپورونه اکثراً په حکايتي سبک ليکي او «سټيف کول» چې دوې لسيزې په واشنګټن پوست غوندې نړيواله ورځپاڼه کې يې کار کړی، طبعاً به يې کتاب همداسې ليکلای.

زه چې وايم پر کتاب يې سر نه دی خلاص نو هسې يې نه وايم، د کتاب په ۲۰۶ مخ کې په بګرام کې يو امريکايي د (NAVAL WAR COLLEGE) د نظامي تاريخ استاد «ډوګلاس پورچ» ته د مبالغې په شکل وايي؛ «يره، ځینې کسان يې مازې په دې بنديان کړي چې نوي بوټان يې په پښو کړي وو.» د مقالې اوږدېدو خبره ده، که نه نو دا ټوله کيسه به مې همدلته کړې وه، خو ځلاند صاحب ته دا مبالغه بيا «تريخ حقيقت» ښکاره شوی دی.

د کتابونو دغسې تحريف د روان افراطيت تبر ته لاستي ور اچول دي، خلک دې دا کتاب ولولي، خو لکه د ځلاند په ړندو سترګو دې يې نه لولي. په دې کتاب کې ځينې خبرې د ډاکټر سپنتا له کتاب سره په تضاد کې دي، ځينې يې غلطې دي او مهمه دا چې د طالبانو غورځنګ پکې يو پښتون نشلسټ غورځنګ ياد شوی او اکثريت پښتانه پکې د (I.S.I) ځېره‌خواره معرفي شوي دي، کاشکې يې دغه خبرې څوک سپينې کړي.

2 comments

  1. رحمت الله همت Reply

    مننه ګرانه له سپینو او د واقعتونو پر بنیاد ستا تحلیل شویو خبرو څخه!
    رښتیا هم مونږ باید هر څه ته د حقیقت په سترګه وګورو او له حقیقته سترګی پټې نه کړو، راځي خپلې نیمګړتیاویې او تېروتنې ومنو تر څو له دې معضلې خلاص شو.

  2. نورخالق نوري Reply

    په قلم د برکت شه حیدر صیب

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *