Categories

اعلان

Loading…

پښتو حبسیه شاعري | سیدالله سلام

په ( ۳۱۵ ) مخونو  او نهه څپرکو کې کښل سوی دغه څېړنیز کتاب د محمد ګلاب منګل اثر دی، چې په کې د پښتو ژبې د بندي سویو شاعرانو او د هغوی پر زنداني شاعري کار سوی دی.  

په پښتو حبسیه شاعري کتاب کې چې د ماسټري تحصیلي درجې اخیستلو لپاره لیکل سوی له خوشحال رح نېولې د پښتو ادب د معاصرې دورې  تر وروستیو بندي شاعرانو راغلي دي.

پښتو حبسیه شاعري کتاب مي تر پایه وکوت او د ادب د یوه زده کوونکي په توګه می ډېر څه ترې زده کړل، خو داسي هم راته و ایسېده چې په دې برخه کې لا نور ډېر کار ته هم اړتیا ده.

د زنداني شاعري په اړه مي تر دې مخکې څه نه وو لوستي او که تېروتنه ونه کړم نو دا به د زنداني پنځونونو په باب له لومړيو لیکل سویو کتابونونه وي.

د کتاب په زړه پورې ټکی راته دا هم وو، چې په کې د لوی وطن د نږدې ټولو بندي شاعرانو، هغه که د محکوم افغانستان شاعران دي او که دېخوا یادونه سوې ده. له فلسفي غني تر انقلابي سلیمان لایقه  او له  اجمل خټکه تر موسی شفیق پورې.

د کتاب د پښتونخوا بحث د انجمن اصلاح افاغنه او خدايي خدمتګارو غورځنګ تر څنګ د ګڼو هغو قامي او ازادخیاله شاعرانو د هغو قربانیو کیسې کوي چې د خپلواکي د توغ پورته کولو لپاره یې ورکړې دي.

پښتو حبسیه شاعري کتاب، سربېره پر دې چې په ادبیاتو کې یو ښه نوښت دی، د قامي سیاست لپاره هم ښه رول لوبولی سي، ځکه چې یو خو د قامي سیاست او خپلواکۍ د ګټلو په ګناه زنداني د زنداني سویو شاعرانو د بند لاملونه راغلي دي او بله خبره دا چې، کله مي ادبي تذکرې او یا هم څېړنیز اثار کتلي دي نو لیږ یې داسي دي چې په کې د لر او بر  د شاعرانو او لیکوالانو یادونې شوې وي، چې په دې کتاب کې دا کار سوی دی.

د دغه تحقیقي اثر په بشپړاوي کې له ۹۱ معتبرو او ځینو لومړي لاس ماخذونو کار اخیستل سوی او  شکلي جوړښت یې د تحقیق له اوسنیو اصولو سره سم ترتیب شوی دی.

پر کتاب د اکاډمېسین سلیمان لایق  په ګډون د ځینو نورو استادانو سریزې، د لیکوال مخکینۍ خبرې، د همدې موضوع د سپړنې ارزښت، اړتیا  او د تحقیق ډول او مېتود معرفي سوي دي.

لومړی فصل یې د حبسیه شاعري له تعریف سربېره د بندي شاعرانو د حال کیسې راته کوي او دا ښيي، چې دوی د پنجرو شاته په کور کلي، وطن، خپلوانو او ملګرو پسې څونه پردېس دي.

د زندان له تیارو، درنو زولنو او شکنجو څنګه سر ټکوي؟ د حاکم نظام غندنه کوي، کله کله د مرګ تر بریده ناهیلي کېږي او کله بیا د ازادۍ خوبونه ویني او هیلې یې را زرغونې کیږي.

د کتاب دوهم بحث د پښتو ادب د منځنۍ دورې د بندي شاعرانو، له خوشحال خان خټکه را پیل تر اشرف خان هجري پورې رسېږي.  

په دې باب کې د خان علین مکان د بند پر لاملونو، د زندان پر شپو او بېرته د ازادۍ تر څنګ د خان او اشرف خان هجري تر منځ د لیکونو پر تبادلې او بالاخر په زندان کې د هجري پر مرګ خبرې سوې دي.

بل باب یې د معاصرې ادبي دورې بندي شاعران دي، چې د روښانتیا، ويښتیا  او اوښتون  په دریو پړاوونو کې ورباندي بحث سوی دی.  په دې دوره کې د روښانتیا پړاو له شاعرانو مولوي عبدالواسع کندهاري، غلام محی الدین افغان، عبدالهادي داوي، نېولې تر ویښتیا پړاوه چې سلیمان لایق، قیام الدین خادم، محمد موسی شفیق، ابراهیم خواخوږی او یو شمېر نور یې نماینده شاعران دي او بیا تر اوښتون پړاوه چې پکې کاوون توفاني، علي ګل پیوند، شاه محمود حصین، امان الله سېلاب ….. راغلي دي.

د کتاب وروستۍ برخه پښتونخوا ته ځانګړې سوې ده، چې په دریو پړاوونو لومړي، منځني او ورستي هغه کې ورباندي کار سوی دی او په کې  له محمد اکبر خادم، عبدالمالیک فدا، فضل رحیم ساقي، غني خان، کاکاجي صنوبر، اجمل خټک ، سیف الرحمان سلیم تر شمس بونیري، رحمت شاه سایل او نورو شاعرانو د زندان او زنداني شاعري یادونه شوې.

دغه څېړنیز اثر د پښتو ژبې او ادب د ټولو مینه والو لپاره ګټور دی، خو د پښتو ادب د محقیقینو او ادبیاتو پوهنځي د زده کوونکو لپاره د یوه ګټور، علمي او لومړي ماخذ کار ورکولای سي.

ښاغلي محمد ګلاب منګل ته یې مبارکي وایم او د داسي نورو قدر وړ علمي او فرهنګي هڅو په تمه یې یم.

سیدالله سلام

کابل، افغانستان

21 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *