Categories

اعلان

Loading…

  سوله، مګر کله؟ | عبدالباری جهاني

په افغانستان کي د سولي د ټينګېدلو په باب، چي بېګناه  اولسونه یې د تقریباً څلوېښتو کالو راهیسي د جنګونو او بې امنیتیو له لاسه کړېږي، دونه لیکني سوي دي چي ښايي د بلي هیڅ موضوع په باره کي به نه وي لیکل سوي. په افغانستان کي له ډېر محدود اقلیت څخه پرته، چي د جنګ په دوام کي خپلي ګټي ویني، نور ټول خلک هر ګړی، په هرو شرایطو چي وي، سوله غواړي. سوال دا دی چي سوله ولي نه راځي؟ په دې کي شک نسته چي خارجي قوتونه، یا په څرګنده ووایو، پاکستان، شوروي اتحاد او اوس روسیه، اېران او متحده ایالاتو هر یوه په خپل وار، د خپلو ټاکلو اهدافو او ګټو لپاره، د افغانستان د داخلي جنګ اور تازه کړی او خاموش کېدلو ته یې نه دی پرې ایښی. مګر موږ د یوه غیرتي اولس په څېر، چي د پنځه زره کلن تمدن ادعا کوو، دې ستر هدف ته د رسېدلو لپاره څه کړي دي؟ او سوال دا دی چي  څه کولای سو کنه؟ زه په دې باور یم چي هغه قدرتونه چي ما یې مخکي یادونه وکړه، په افغانستان کي سوله ونه غواړي موږ په هیواد کي سوله نه سو ټینګولای. مګر دونه کولای سو چي په لوی لاس د جنګ اور ته لمن ونه وهو.

په کابل کي د فبروري پر اته ویشتمه، د سولي د کابل پروسې د دوهم کنفرانس په پیل کي، د اولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني په وینا کي ډېري ښې خبري وې. هغه د لومړي ځل لپاره طالبانو ته د حکومت د یوه مخالف قدرت په حیث د سولي په ټینګولو کي داسي بلنه ورکړه چي تر اوسه پوري چا نه وه ورکړې، او هغه دا چي له هغوی سره یې ژمنه وکړه چي د یوه مخالف قدرت په حیث به یې په رسمیت پېژني، په کابل کي به دفتر ورکوي، په انتخاباتو کي به ونډه ورکوي؛ اوربند به ورسره کوي، بندیان به یې خوشي کوي؛ اودا  داسي پېشنهادونه ول چي تر اوسه پوري په رسمي توګه مطرح سوي نه وه.

طالبانو د اولسمشر د دې خبرو په مقابل کي سمدستي سوړ او حتی منفي عکس العمل وښود او ویې ویل چي د اولسمشر غني په خبرو کي د هغوی اصلي غوښتني ته چي له افغانستان څخه د خارجي قواوو وتل دي هیڅ اشاره ونه کړه. که څه هم چي، د سولي په مسله کي، زه پخپله د افغانستان د اوسني حکومت د ډېرو سترو مقاماتو پر سم نیت باندي شکمن یم خو نه باید د دوی ناوړه او بد نیتونه او نه باید د طالبانو سمدستي منفي عکس العمل موږ ناهیلي کړي. په جنګ کي د لګیا قواوو، چي د یوه بل وینو ته تږي ناست وي، هر وخت د سولي او دوستی په باب دریځونه دونه سره لیري وي چي سړی فکر کوي هیڅ به ترې جوړ نه سي؛ خو بالاخره یوه ورځ رڼا سي، د سولي لمر را وخېژي او په هیواد کي کراره کراري سي.

د منورینو، لیکوالانو او ژورنالیسټانو وطیفه دا ده چي پر خپل حکومت باندي فشار راوړي چي پر خپلو خبرو او کړو ژمنو باندي ودرېږي. او ضمناً د هغو کسانو مخونه تور کړي چي، له بده مرغه د ښاغلي اشرف غني شاوخوا یې نیولې او شمېر یې  ډېر زیات دی، د سولي د داعیې سره په لوی لاس خیانت کوي او زموږ د بېګناه اولسونو د وینو د تویېدلو او جونګړو د تباه کېدلو  دوام او ابدي کېدل غواړي. تر اوسه پوري خو داسي ده چي هغه څوک چي ریښتونې سوله غواړي هغه د سولي په ټينګېدلو کي وس نه لري او هغه کسان چي په دې لاره یو څه کولای سي او لږترلږه یو ګام اخیستلای سي هغوی له سولي سره په لوی لاس خیانت کوي.

زما به اولسمشر غني ته دا خواست وي چي که په ریشتیا سوله غواړي نو لومړی خو دي د سولي جریان پر یوه لاس کړي، څو دا معلومه سي چي طالبان له چا سره خبري وکړي او کومه مرجع موثره او ګټوره ده. ما خپله تجربه ښيي چي طالبانو حتی ماته، چي د اطلاعاتو او کلتور وزیر وم، او د سولي له خبرو سره مي هیڅ اړه نه درلوده او هیڅ ډول واک او زور هم را سره نه وو، د سولي د خبرو پېشنهاد کاوه. د دې معنی دا ده چي د دې تر ټولو مهمي ملي او حیاتي مسلې په برخه کي خبري ګډې وډې دي او په حکومت کي دننه یې تقریبا شپږ یا اووه مرکزونه هر یو په اصطلاح پر خپل سر ډنګوي. بله خبره دا ده چي که اولسمشر په ریشتیا هم په خپل قول کي صادق وي او په ریشتیا هم سوله غواړي نو سوله د خلیلي په څېر جګړه مارانو، چي په ژوند کي یې له وینو تویولو پرته بل هیڅ کار کړی نه دی، کار نه دی. دا کار باید یوه بېطرف او بې غرضه سړي او ادارې ته وسپارل سي.

زما له اولسمشر غني څخه هیله دا ده چي که غواړي د افغانستان په تاریخ کي یې نوم د تل لپاره وځلېږي او لمسیانو ته یې نېک نوم پاته سي نو سر له نن څخه دي د هیواد چاري تر ډېره خپلو اړوندو وزیرانو ته پرېږدي او خپل ټول قوت دي یوازي دغي مقدسي داعيې ته متوجه کړي.

20 total views, 1 views today

1 comment

  1. ع شريف زاد Reply

    سلام
    هسي به نوم يؤ شمير كسان دسولي به عالي شورا كي خيلي شيئ تيروي أو خبل نوم ته خوش دي دجهاد به دوره كي هم داسي كيان ول حي دخيل نوم به اوريدو أو خالي شهرت باندي دير نازيدل سؤله به هر وختكي امكان لري أو دافغانستان لباره يوه ديره حياتي مسله كتل كيزي
    سؤله له هوانشي را كته كيد لأي دولس ، بوهي أو زعامت به دسبلين سره رامنخ ته كبري خو له بده مرغه خيني زوراكان ، كونك ، مجهول أو دسو لي مخالف خلك له غني با با سره د مرستي كولو نه دده كُوي موز افغانان بايد نيوكه وكرو خو كله خنكه أو د خه لباره
    تَر اوسه تا به نري كي دبهرنيو جارو وزير ليدلي حي هم به دولت كي وي أو هم دخبل كوند ترميم أو. بطري كيدل غواري هغه هم د سلب اعتماد به حالت كي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *