Categories

اعلان

Loading…

د افغانستان د اشغال مسأله د شریعت او واقعیت په رڼا کې

دکتور شیرعلی ظریفی

الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سید الأنبیاء والمرسلین وعلی آله وصحبه ومن اهتدی بهدیه الی یوم الدین وبعد:
زمونږ په هیواد کې له پنځلسو کلونو نه زیاته موده کیږي، چې جګړه روانه ده، او د جګړې اصلي لامل «اشغال» عنوان کیږي، راځئ چې د شریعت او چاپیر واقعیت په رڼا کې وګورو چې حقیقت څه شی دی؟
او لاندې پوښتنو ته ځواب ووایو:

اشغال څه ته وايي؟ او په شریعت کې څه حکم (اغیز) ورباندې مرتبیږي؟

د افغانستان حالت د طالبانو له سقوط نه وروسته څه دی؟ آیا نیول شوی دار حرب دی؟ او که دار اسلام دی؟
د خارجیانو وجود په افغانستان کې څه حکم (شرعي اثر) مرتبوي؟

د شورویانو او غربیانو د پوځیانو په افغانستان کې د شتون تر منځ پرتله او د هغې شرعي آثار، څه دي؟
په جنګ کې د ښکیلو خواوو شرعی مکلفیت څه شی دی؟

مونږ په دې څیړنه کې دې ته ژمن یو چې له ځانه به اجتهاد نه کوو، یوازې د فقهي مذاهبو نظریات به د هغوی له کتابونو رانقلوو او حواله به پرې ورکوو.

دا ځکه چې ـ په ډیر تأسف سره ـ نن سبا په دین کې د لاس وهلو دروازه دواړه پټه خلاصه ده، د دین حدود له بل هر علم نه ډیر، تر پښو لاندې کیږي، هر کس او ناکس په روا او ناروا کې فتوا ورکوي، که یو څوک ډاکټر نه وي، او معاینه خانه خلاصه کړي، خلک ېې کار رټي، او دولت ېې بندي کوي، خو که یو غیر عالم په خپل سرې توګه د لسګونو زرو مؤمنانو د قتل او کفر فتوا ورکوي، مخه ېې خلاصه ده، نه ېې په ټولنه او نه ېې په دولت کې محاسبه کیږي.
اشغال څه ته وايي، او په شریعت کې د دې حالت د وجود حکم څه دی؟

د اشغال پیژند ګلوي

اشغال عربي کلمه ده، له شغل نه اخیستل شوی، مصروفه کولو او نیولو ته وایي، زمونږ په ژبه کې اوس وخت، خلک ورنه «په زور د نیولو» معنا اخلي، د اشغال کلمه یوه شرعي اصطلاح نه ده، د فقهې او په نورو شرعي کتابونو کې، د دې معنا لپاره د «استیلاء»، «وضع الید» او «احراز» اصطلاح کارول شوې، چې د برلاسي کیدو، غلبې او خوندې کولو معنا ترې اخیستل کیږي ( ).

د فقهاوو په اصطلاح کې استیلاء د تر لاسه کولو په معنا راغلې، په بدایع الصنایع کې وايي: الاستيلاء عبارة عن إثبات اليد على المحل ( ) استیلاء، په محل باندې د لاس ثابتولو ته وايي.

نو د اشغال معنا استیلاء شوه، اوس راځو چې د استیلاء مفهوم څه شي دی؟ او په افغانستان کې محققه ده او که نه؟ که محققه وي، حکم به ېې هم محقق وي، او که استیلاء نه وي راغلې حکم ېې هم نه دی راغلی.

څومره چې د فقهاوو اقوال پلټې دې نتیجې ته رسیږې چې: استیلاء په منقول یا غیر منقول مال باندې په داسې توګه برلاسي کیدو ته وايي، چې برلاسی شخص ېې خپل ملکیت وګڼي.

که مسلمان د کافر په مال استیلاء وکړه، غنیمت ورته وايي، او که کافر د مسلمانانو په اموالو استیلاء وکړه، که منقول وو، درې نظره پکې شته: ۱-ځینې فقها وايي: د مسلمان ملکیت ورنه لرې شوی او د کافرو ملک ګرځیدلی. ۲- حنفیان وايي: د کفارو په استیلاء د هغوی د ملکیت سبب رامنځ ته شوی، خو هلته ېې مالکان ګرځي، چې خپل وطن ته ېې نقل کړي. ۳- ځینې نور وايي: د مسلمان مال، په هیڅ صورت کې د کافر ملکیت نه ګرځي( ).

او که د مسلمانانو مستولی علیه مال ځمکه (عقار) وه، نو دا ساحه دار حرب ګرځي، او د مسلمانانو سیمه چې دار حرب جوړیږي، په شرایطو کې ېې د فقهاوو اختلاف دی:

د امام ابو حنیفه – رحمه الله – په نزد دار اسلام په درې شرطونو دار حرب ګرځي:

۱- چې په ښکاره د اهل شرک (کفارو) احکام پکې جاري شي، او د اهل اسلام احکام پکې منعه شي، که هم اسلامي او هم کفري قوانین پکې چلیدل، دار حرب نه ګرځي.

۲- باید دا ځمکه د کفارو ځمکې ته ورنښتې وي، که په منځ کې ېې د مسلمانانو ځمکې وې، استیلاء پوره نه ده، او دار حرب نه ګرځي.

۳- چې مسلمان د اسلام او ذمی د ذمې د عقد په اساس مصؤون او خوندي ونه ګڼل شي؛ ځکه په دار اسلام کې همداسې وي: مسلمان د اسلام له کبله او ذمی د ذمې د عقد له کبله په امان ګڼل کیږي؛ نو باید دا امان په استیلاء کې له منځه تللی وي، که دا امان وو، او مسلمان د اسلام له کبله او ‌ذمي د ذمې د عقد له کبله په امان ګڼل کیده، استیلاء کامله نه ده، ځمکه دار حرب نه ګرځي.

د ابو یوسف او محمد رحمهما الله په نزد دار اسلام په یو شرط دار حرب ګرځي او هغه دا چې کفار خپل قوانین پکې نافذ کړي، او د دوی حکم پکې رایج شي.

سرخسي رحمه الله په مبسوط کې وايي ( ) : او حاصل خبره دا ده چې د ابو حنیفه رحمه الله په نزد د مسلمانانو سیمه یوازې په هغه وخت کې د حربیانو سیمه ګڼل کیږي چې درې شرطونه رامنځ ته شي، اول ېې دا چې دا سیمه د ترکیانو (حربیانو) سیمې ته ورنښتې وي، د دواړو سیمو تر منځ د مسلمانانو سیمه نه وي، دوهم دا چې په دې نیول شوې سیمه کې مسلمان د ایمان او ذمې د أمان د عقد په بنسټ په امان پاته نه وي، دریم دا چې کفار د شرک قوانین پکې نافذ کړي. او له ابو یوسف او محمد رحمهما الله نه روایت دی چې کله د شرک قوانین پکې په جار سره عملي شي، نو سیمه دار حرب ګرځي، ځکه سیمه د قوت او غلبې په بنسټ، زمونږ او یا د دوی بلل کیږي؛ نو هره هغه سیمه چې د شرک قوانین پکې چلیږي، هلته د دوی غلبه او قوت دی، هغه سیمه د کفارو سیمه ګڼل کیږي، او چې د اسلام قوانین پکې چلیږي، هلته د مسلمانانو غلبه ده، نو هغه سیمه د مسلمانانو ګڼل کیږي.

مګر ابو حنیفه رحمه الله د غلبې او قوت پوره کیدو ته اعتبار ورکوي، ځکه دا ساحه دار اسلام وه، له مسلمانانو سره خوندي وه؛ نو دا خوندي توب ېې د کفارو له لوري، له پوره نیولو پرته له منځه نه ځي، او د قهر او غلبې پوره کیدل ېې په همهغو درې شرطونو سره رامنځ ته کیږي؛ ځکه چې د کفارو سیمې ته دا سیمه نښتې نه وي، نو کفار مغلوب ګڼل کیږي؛ ځکه مسلمانان ورنه راتاو دي.

همدا ډول که مسلمان او یا ذمي پکې په امان پاته وي، دا د دې نښه ده چې د دوی غلبه نه ده پوره شوې. دا داسې ده لکه چې د مسلمان مال واخلي؛ تر هغو ېې مالکان نه ګرځي، څو پورې ېې چې په خپله سیمه کې نه وي خوندي کړی؛ ځکه غلبه ېې نه ده پوره شوې.

له پورته مطالبو نه معلومیږي چې:

د کفارو استیلاء، د هغوی غلبې او واکمنۍ ته وايي، چې غواړي خپل قوانین په خلکو نافذ کړي، اواستیلاء هلته مطرح وي چې کفار د خپلو قوانینو د نفاذ او د مسلمانانو د ځمکو او اموالو د تصرف کولو، په نیت اسلامي سیمې ته ورننوزي، نو په درې شرطونو(د امام صاحب په نزد) او یا په یو شرط (د صاحبینو په نزد) رامنځ ته کیږي.

که کفار د خپلو قوانینو د پیاده کولو نیت ونلري، له چا نه د مالونو او ځمکو د اخیستو هڅه ونکړي، هلته استیلاء مطرح نه ده.

د اشغال حکم (په استیلاء مرتب آثار)

کفارو ته، د مسلمانانو د سیمو نیول حرام عمل دی، په اسلامي اقلیم کې، کفارو ته هر ډول واک ورکول، او د دې واکمنۍ، په رامنځ ته کولو، او یا په ټینګولو کې ورسره مرسته کول ناروا عمل دی، ټول مسلمانان باید له دې نه ځان وساتي.
الله تعالی فرمايي: { فَاللَّهُ يَحْكُمُ بَيْنَكُمْ يَوْمَ الْقِيَامَةِ وَلَنْ يَجْعَلَ اللَّهُ لِلْكَافِرِينَ عَلَى الْمُؤْمِنِينَ سَبِيلًا} [النساء: 141] که څه هم آیت د قیامت د ورځې د استدلال او حجت بازی په هکله وارد دی، خو د لفظ عموم ېې دا افاده کوي، چې په دنیا کې هم کفار، په مسلمانانو د له منځه وړلو په توګه، مسلط کیدای نه شي ( ).

که کفار اسلامي اقلیم ونیسي، او یا یو ډول واک ورباندې پیدا کړي، مونږ په هر مسلمان لازمه ګڼو چې په اسلامي اقلیم د کفارو واکمني، په مشروع لارو ختمه کړي.

په اسلام کې د اعمالو مفاسد او مصالح تلل کیږي، هره چاره چې مفاسد ېې کم وي، او مصالح ېې زیات وي، هغه به تعقیبیږي.(د سپږې لپاره به پوستین په اور نه اړوو).

په اوسني حالت کې د کفارو د استیلاء څرنګوالی

زمونږ له نظره، د نجیب له سقوط نه وروسته، مجاهدینو د خپل منځي جګړو په کولو او د امنیت په نه تأمینولو ستره اشتباه وکړه.

طالبان چې کله د فساد د له منځه وړلو په نوم له قندهار نه راپاڅیدل، مونږ او تقریبا اکثریت ملت ېې تر کابل پورې تایید وکړ، کله چې د کابل پولو ته راورسیدل، مونږ نه غوښتل چې د مجاهدینو له حکومت سره درګیر شي.
مونږ د دعوت او جهاد پوهنتون له لسو تنو زیاتو استادانو مستقیما د مولوي شهاب الدین په واسطه له مولوي احسان الله احسان سره په پيښور کې د مولوي خالص په حویلۍ کې وکتل، او په ښکاره مو ورته وویل: تر اوسه پورې مو چې څه کړي، د دولت په اجازه مو کړي او دولت تاسو استقبال کړي یاست، خو له دې وروسته ستاسو جګړه، له دولت سره مشروعیت نه لري.

ستاسو جګړه له یو لوري ناروا ده، ځکه د مجاهدینو د قتل موجب نشته، او له بل لوري دا جګړه په اسانه د ګټلو نه ده، نو مفاسد ېې له مصالحو زیات دي، په دې هکله مو له یو ساعت نه زیات تقریر ورته وکړ، احسان الله اوس نشته، خو مولوي شهاب الدین ژوندی دی. او هغه استادان: عبد الناصر شفیق، محمد نعیم جلیلی، محمد مزمل اسلامی، محمد یونس ابراهیمي او …. ټول ژوندي دي.

مولوي احسان راته وویل: زه طالب یم، مفتي نه یم، استدلال نه شم درسره کولی، زمونږ مفتیان په کوټه کې دي، که تاسو مناظره کوئ هلته راشئ، مولوي صاحب شهاب الدین بیا وروسته راته وویل: پام کوئ چې هلته ولاړ نه شئ، د طالبانو پنځه زره نفر وژل شوي، هلته به مو د خدای د پاره سم ووهي.

طالبانو تر پایه پورې په زور د تسلط پراخولو ته دوام ورکړ، د زور او غلبې حکومت په اسلام کې مثالي حکومت نه دی، حاکمیت باید د خلکو په مشوره رامنځ ته شي. له خلکو سره د مشورې اصل طالبانو خورا محدود ګرځولی وو. ټول کار ېې له زور نه اخیسته.

په هغه وخت کې زمونږ مشوره مجاهدینو ته دا وه، چې د طالبانو واکمني دې ومني، مونږ عملي اقدام هم وکړ، مونږ پورته ذکر شويو استادانو له استاد سیاف سره – چې په هغه وخت کې د استاد رباني ځای ناستی وو، استاد رباني مرحوم خارج ته په سفر تللی وو – وکتل، او غوښتنه مو ورنه وکړه، چې تاسو حاکمیت تامین نکړای شوای، پاچاهي خو د نوم لپاره نه وي، پاچاهي په اسلام کې د خدمت لپاره وي، تاسو قادر نشواست، طالبانو ته قدرت پریږدئ، مجاهدینو هم زمونږ د خوار ملا آذان وانه وریده.

د امریکا د برجونو له ورانیدو وروسته، ملا عمر مرحوم، له امریکا سره په سر تمبه کولو، مصالح او مفاسد پرتله نکړل، ده کولی شوای، چې اسامه ېې په سپین آس سپور کړی وای او نړۍ ته ېې اعلان کړی وای چې زه ېې نور نه شم ساتلی.
طالبانو په لوی لاس هیواد د امریکایانو بمبار ته وسپاره، او دا سم کار نه وو.

شمالي ټلوالې په همدې وخت کې جفا وکړه، له امریکایانو سره مله شول، او یا امریکایان له دوی سره مله شول، طالبان – که څه هم ظالمان ېې ګڼل – باید د امریکایانو په ملګرتیا ېې نه وای مات کړي. ناروا ېې وکړه، مونږ هغه وخت کې ناروا ورته ویلي، اوس هم ناروا ورته وایو.

امریکایان چې یو جهاني استکباري جهت دی، له خورا کبر او غرور نه ډک عمل ېې د افغانانو په وژلو، ځورولو، بندي کولو، سپکولو په سپویو داړلو او….. تر سره کړ، چې هیڅکله د بښلو وړ نه دي.

پاکستان او آی ایس آی په ټولو جنایتونو کې د امریکایانو مله وو، او یوازې د افغانستان ورانول، او د ډالرو ګټل ېې هدف وو، له یو لوري ېې امریکا ته د هر ډول همکارۍ لاس ورکړ، مظلوم عربان او افغانان ېې ژوندي په امریکایانو خرڅ کړل، ښځې او ماشومان ېې هم پرې وپلورل، او ان پاکستانیان ېې هم پرې خرڅ کړل.

تر هغه وخته چې امریکایان په کثرت او قوت دلته موجود وو، مونږ ېې په هر ډول د ویستلو او شړلو غوښتونکي وو.
خو کله چې امریکایانو د وتلو اراده وکړه، افغانان باید په خپلو کې سره کیناستلي وای، صلحه ېې کړې وای، امریکایان ېې باید جواب کړي وای، او اوس دې هم همداسې وکړي.

که هدف د امریکایانو ویستل وي، نو ولې ېې د افغانانو په وژلو باسو، او په دې طریقه خو نه وزي، بلکه بیرته راغله.
دا جګړې چې د افغانستان په شرق او غرب کې دوام لري، آیا امریکایان پکې مري، او که افغانان؟

د امریکایانو ویستل د جګړې له لارې ژر ممکن دي او په لږ مفاسدو او تلفاتو، که د خپل منځي صلحې له لارې؟
د دې جګړې دوام، پرته له دې چې افغان ووژني، او افغانستان وران کړي، بله څه پایله لري؟

افغانستان ورانول او د افغانانو وژل له آی ایس آی نه پرته، په نړۍ کې د بل کوم لوري هدف دی؟ او بل ېې چا ته ګټه رسیږي؟

د روسیانوسره د جهاد او د اوسنۍ فتنې تر منځ توپیر

مونږ چې له خلکیانو او روسانو سره جهاد کاوو، هلته خو اسلام د اسلام په بنسټ په امان نه وو، خلک ېې په لمانځه او حتی د سپینې خولۍ په سرولو وژل.

په هغه وخت کې د خلکو په مخ کې له درو لارو پرته، څلورمه لاره نه وه، خلکو له هجرت او جهاد او یا کفر ته له تسلیمیدو او یا له مرګ نه پرته څلورم خیار نه درلوده. نو یا به ټول کمونستان کیدل، یا به ېې وژل، او یا به ېې هجرت او جهاد ته مخه کوله.

اوسني حکومت کې، د اسلامي حکومت، حد اقل شرطونه شته، د اسلامي دعوت لپاره زمینه برابره ده، که د افغانستان خلک سره یو ځای شي، بیا دې موجوده حاکمانو ته څوک رایه نه ورکوي، دا خو له مجبوریته اوس په مونږ حکومت کوي، د ټولنې اصلي رهبران، یو له بل سره په شخړو کې ښکیل دي.

طالبان دې له حکومت سره خبرې وکړي، خپل شرایط چې په جنګ ېې تأمینول غواړی، د سولې له لارې دې ېې مطرح او تأمین کړي.

طالبان دې د افغانستان په مؤمن او مجاهد ولس اعتماد وکړي، ټول خلک دې هیڅ نه ګڼي، د خلکو نظر دې واوري. ولس خو ټول نه کافر دی او نه هم په کفر خوښیږي.

له طالبانو نه اساسي پوښتنې

دعوا دا ده چې د طالبانو جګړه د مسلمانانو تر منځ جګړه ده، او د مسلمانانو تر منځ جګړه جهاد نه وي، بلکه فتنه وي، مشروعیت نه لري، ژر تر ژره ېې درول پکار دي، او دا دعوا په لاندې ټکو ثابتول غواړم:

له مخالفینو نه پوښتم: په افغانستان کې حکومت شته او که نه؟ د درې قواوو (مجریه، مقننه او قضائیه) شتون منئ؟
که نه ېې منئ خو مکابره کوئ، له محسوس نه انکار کوئ.

که وجود ېې منئ: نو کافر حکومت دی که مسلمان؟ که کافر ېې ګڼئ نورو خلکو ته اعلان وکړئ، او د کفر اسباب ېې بیان کړئ، او په دې صورت کې تاسو په خوارجو کې راځئ؛ ځکه خوارج عام مسلمانان کافر ګڼي او د وینو تویول ېې روا بولي ( ).

که مسلمان ېې ګڼئ، نو تاسو له باغیانو پرته بل څه شی شوئ؟

او په اسلامي فقه کې د باغیانو حکم معلوم دی، که په حقه وو، عام خلک به له حکومت نه غوښتنه وکړي، چې خبره ېې ومني، او که په ناحقه وو، عامو خلکو باندې فرض دي چې د باغیانو په خلاف به له دولت سره دریږي( ).

اوس چې دولت د دې فتنې په هکله طالبانو ته د خبرو اترو او مذاکرو وړاندیز کوي، او طالبان خبرو ته نه کیني، نو د دې آیت په رڼا کې د طالبانو حکم څه شی دی؟ چې الله تعالی فرمايي: {وَإِنْ طَائِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا فَإِنْ بَغَتْ إِحْدَاهُمَا عَلَى الْأُخْرَى فَقَاتِلُوا الَّتِي تَبْغِي حَتَّى تَفِيءَ إِلَى أَمْرِ اللَّهِ فَإِنْ فَاءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوا إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ} [الحجرات: 9] که د مؤمنانو دوو ډلو له یو بل سره جګړه کوله، نو تاسو ېې په منځ کې صلحه راولئ، که یوې ډلې ېې په بله تیری کاوو، نو تاسو هغې سره جګړه وکړئ، چې بغاوت کوي، تر څو د الله امر ته سر کیږدي، که د الله امر ته تسلیم شوه، نو د دوی تر منځ په عدالت صلحه وکړئ، او انصاف کوئ، الله تعالی انصاف کوونکي خوښوي.

د تیښتې بله لار

که طالبان ووايي: اسلامي امارت شتون لري، او زمونږ په خلاف خلک راپاڅیدلي، له امریکایانو سره یو ځای شوي، نو خلک ټول باغیان دي، مونږ اهل عدل یو، جګړه راته روا ده او ټول خلک باید له مونږ سره ودریږي.
اهل عدل څوک دي؟

اهل عدل جمهور مسلمانان دي، چې مسلمان حاکم ېې ټاکلی وي، که په خوښه او اکثریت ېې ټاکلی وي، نو دا غوره او مطلوب مثالي حالت دی، او که کوم یو زورور په خلکو په زور حاکم شوی وي، نو دا هم د اضطرار له کبله مشروعیت لري، خو مثالي حالت نه دی.

د اسلامی حاکمیت د وجود عناصر

حاکمیت په اسلام کې د خدمت لپاره دی، د وهلو او وژلو لپاره نه دي، حاکمیت به امنیت تامینوي، د اسلام د قوانینو په رڼا کې به عدالت قایموي، پرمختګ به رامنځ ته کوي، رفاه او آسایش ته به زمینه برابروي، تعلیم به عاموي، سرکونه او پلونه به جوړوي، خلاصه دا چې د معاصر دولت مختلفو ارګانونو ته وګورئ، په اسلام کې اهل عدل هغه خلک دي، چې همدا کارونه تر سره کوي.

هغه ډله چې واکمنه نه وي، او پورته چارې نه تر سره کوي، چې سل ځله د امارت دعوا وکړي، اهل عدل نه ګڼل کیږي.
له دعوا نه خو هیڅ باغي هم عاجز نه دی.

امام نسفی رحمه په العقیدة النسفیة کې وايي: (والمسلمون لا بد لهم من إمام يقوم بتنفيذ أحكامهم، وإقامة حدودهم، وسد ثغورهم، وتجهيز جيوشهم، وأخذ صدقاتهم، وقهر المتغلبة والمتلصصة وقطاع الطريق، ….ثم ينبغي أن يكون الإمام ظاهراً لا مختفياً ولا منتظرا) او مسلمانان باید هرو مرو امام ولري، چې د دوی احکم جاري کړي، حدود اقامه کړي، سرحدونه وساتي، لښکرې جوړې کړي، له خلکو نه زکاتونه راټول کړي، زورور، غله او لاره شوکه وونکي مغلوب کړي … بیا امام باید ښکاره وي، پټ نه وي، او په داسې حالت کې به هم نه وي، چې خلک ورته په انتظار وي.

اوس په خپله قضاوت وکړئ چې دا دولت د امامت چارې تر سره کوي، او که طالبان؟ آیا د طالبانو امام ښکاره دی؟ خو نه دی، نو امام نه دی.

ولې طالبان له دولت سره خبرې نه کوي؟

که طالبان د دولت په فزیکي وجود اقرار وکړي، نو د شریعت په قواعدو دوی اتومات د باغیانو په قطار کې داخلیږي، بیا په هیڅ صورت د دوی جګړه توجیه نه لري، نو دوی وایي: دولت نشته، له هغه څه له شتون نه انکار کوي چې هیڅوک په شتون کې شک نه لري. دې ته متوجه نه دي چې که د دولت وجود ومني او که وېې نه مني، د طالبانو دولت نشته، او چې نشته؛ نو اهل عدل نه دي او په هیڅ صورت د دوی حاکمیت مشروعیت نه لري، اوس چې جګړه کوي، له ټولو غوره حالت ېې دا دی، چې باغیان وګڼل شي، او که نه نو خوارج او قطاع الطریق خو ډیره بده مرتبه ده.
له کافرو نه، د دولت لپاره د کمک غوښتلو حکم څه دی؟

دولت چې اهل عدل وګڼل شي؛ بیا د باغیانو په مقابل کې، له کافرو نه د کمک غوښتل ورته روا دي، په دې شرط چې حاکمیت او قوانین به د مسلمانانو حاکم وي، او حاکمیږي به، او د مسلمانانو لپاره جواز نلري چې د کفارو د حاکمیت په حالت کې له هغوی نه مرسته وغواړي.

فتح القدیر د هداېې شارح وايي: (ويجوز قتالهم بكل ما يقاتل به أهل الحرب)  او له باغیانو سره په ټولو هغو لارو چارو جګړه کول روا دي، په کومو لارو چارو چې له حربیانو سره جګړه کیږي.

په بل ځای کې وايي: (ولو ظهر أهل البغي على أهل العدل فألجأوهم إلى دار الشرك، لم يحل لهم أن يقاتلوا البغاة مع أهل الشرك؛ لأن حكم أهل الشرك ظاهر عليهم، ولا يحل لهم أن يستعينوا بأهل الشرك على أهل البغي إذا كان حكم أهل الشرك هو الظاهر) ( ) که باغیان په اهل عدل غالبه شول، او اهل عدل ېې د شرک سیمې ته وشړل، نو اهل عدل ته روا نه دی چې د باغیانو په خلاف د اهل شرک په مرسته جګړه وکړي، ځکه د اهل شرک حاکمیت (قوانین) په دوی غالب دي، او دا ورته روا نه ده چې له اهل شرک نه د باغیانو په خلاف مرسته وغواړي، په دې شرط چې د اهل شرک حکم غالب وي.
اوس که د مسلمانانو د حاکمیت په ګټه، د باغیانو په خلاف، له کافرانو نه مرسته وغوښتل شي، دا مسأله که مطلقا نه منئ نو حد اقل مختلف فیه خو به ېې ګڼئ ، نو ولې خلک ورباندې تکفیروئ، او ځان او مال ېې روا ګڼئ.

په نورو مسلمانانو استدلال

عراق، چې کویت نیولی وو، چا ورنه آزاد کړ؟ آیا عراق کافر وو؟ آیا امریکا او نورو اسلامي هیوادونو د عراق په جګړه کې برخه وانه خیسته؟

آیا د کویت د آزادولو په جګړه کې پاکستانیانو برخه وانه خیسته؟ آیا مجاهدین هم په نمایشي توګه هلته نه وو ورغلي؟ سره له دې چې جګړه د مسلمانو په مقابل کې وه، او مشري ېې هم امریکا او بریتانیا کوله. خو هلته د کافرانو حاکمیت نه راګرځیده، هلته یو مظلوم قوم له یو ظالم او باغي قوم نه خلاصیدل مطلوب وو.

استدراک

په هر صورت، زه په هیڅ توګه په افغانستان کې د خارجیانو د بقا ملا تړ نه کووم، خو دومره وایم: شریعت دا کار په مطلقه توګه نه دی منعه کړی.

په افغانستان کې د خارجیانو شتون دلته د هیڅ مسلمان د قتل لپاره د جواز سبب نه ګڼم، خارجیان دلته په اوس وخت کې په بارکونو کې پراته دي، نه ېې حاکمیت شته او نه هم له عامو خلکو سره کار لري، او څومره چې جګړه اوږدیږي، هومره ېې د بقا لپاره بهانه پیاوړې کیږي.

نو ای آزادو مؤمنو افغانانو!

د الله تعالی په نامه سوال درته کووم چې نور مظلوم ولس مه وژنۍ، په عام ولس رحم وکړئ، حاکمانو یا خپل بچي افغانستان ته نه دي راوستي، او یا ېې له هیواد نه ویستلي، د هغوی هیڅوک نه مري، زه او ته مرو، نه آی ایس آی مري، او نه امریکايي، دواړو لورو ته معصوم الدم افغان مري.

دولت خو په دروغو یا په رښتیا د سولې نارې وهي، د نړۍ د علماوو د کنفرانس غوښتنه کوي، سولې خبرو ته له قید او شرط نه پرته په هر ځای کې حاضر دی.

ای د طالبانو مشرانو! تاسو د دې جګړې د بندولو لپاره هیڅ مسؤولیت نه احساسوئ؟

تاسو د افغانستان د مشرئ او حاکمیت دعوا کوئ، د دې اوږده جنګ لپاره مو طرحه همدا ده، چې یو ځل به ټول ملي اردو، ټول ملي پولیس، او ټول د دولت طرفدار افغانان تباه کوئ، بیا به ستاسو د خوښې اسلامی حاکمیت راولئ؟
ستاسو مسؤولیت شناسي همدا تقاضا کوي؟

له همدې فکر سره به په خلکو حکومت کوئ؟

له الله نه وویریږئ، په ځان او د الله تعالی په مخلوق رحم وکړئ، له دې ناروا جګړې تیر شئ.
اللهم ارنا الحق حقا وارزقنا اتباعه، اللهم ارنا الباطل باطلا وارزقنا اجتنابه. وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی آله وصحبه أجمعین.

12 total views, 2 views today

1 comment

  1. سعید Reply

    لکه چې په پځې چړې سرپریکیدلو ته دې زړه شوی دی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *