Categories

اعلان

Loading…

د طالبانو د امتحان فرصت | شفیق اندړ

ولسمشر غني د کابل پروسې په غونډه کې وویل چې له تور لیسته د طالبانو له ایستلو رانیولې د هغوی د بندیانو تر خوشي کولو او د اساسي قانون تر تعدیل پورې په هر څه باندې له طالبانو سره بې قید او شرطه خبرې کیدای شي. د ولسمشر مرستیال ویاند مرتضوي ویلي دي چې طالبان که د سولې لپاره نور کوم موضوعات لري هغه دې هم د خبرو په اجنډا کې شامل کړي.

  طالبان معمولا وایي چې دوی د سولې لپاره دوه شرطونه لري: یو دې خارجي عسکر له افغانستان څخه ووځي او بل دې په افغانستان کې شریعت نافذ شي.

د طالبانو د یوه پخواني مقام ملا عبدالسلام ضعیف په قول د خارجي عسکرو له وتلو څخه د طالبانو مقصد دا نه دی چې دا نن، نن دې ووځي بلکې مقصد یې دا دی چې دا کار دې د یوه مهال ویش په اساس وي.

 د نظام د اسلامي کولو په اړه یوه خبره دا ده چې د افغانستان نظام اوس هم د نړۍ تر اکثرو اسلامي هیوادونو ډیر اسلامي دی او بل دا چې ولسشمر غني وویل چې که طالبان د اساسي قانون تعدیل غواړي نو له قانوني پروسیجر سره سم، د تعدیل په مخ کې خنډ نشته. له قانوني پروسیجره نهایي منظور دا دی چې اساسي قانون به د خلکو په خوښه تعدیل کیږي او د خلکو خوښه به د دوی د هغو استازو په ذریعه تمثلیږي چې خلکو د انتخاباتو له لارې ټاکلي وي.

 مطلب دا چې د قانون د جوړولو یا تعدیل کولو اصلي صلاحیت به د افغانستان د خلکو په لاس کې وي، نه د طالبانو یا حکومت یا کوم بل تنظیم په لاسونو کې.

 داسې ښکاري چې طالبان به د اساسي قانون د تعدیل د قانوني پروسیجر په اړه کومه ستونزه ونلري، ځکه په وروستیو کلونو کې یې څو ځله څرګنده کړې ده چې د افغانستان په سیاسي نظام کې د نورو تنظیمونو او لوریو د حضور مخالف نه دي، نو چې نور لوري مني او زغمي، بیا خو د قانون په داسې تدوین او تعدیل کې مشکل ورته نشته چې د افغانستان د خلکو اکثریت یې غواړي.

 پاتې شوه د خارجي عسکرو د شتون موضوع. که چیرته د ملا عبدالسلام ضعیف او ځینو نورو طالب مشرانو ادعا ومنو چې طالبان د خارجي عسکرو د وتلو په برخه کې د مهال ویش غوښتونکي دي، نو بیا خو په دې برخه کې هم جدي ستونزه نشته.

 امریکایانو په صراحت سره ویلي دي چې که جګړه مار په افغانستان کې جنګ ته ادامه ورکوي، دوی به هم خپل نظامي حضور ته دوام ورکړي.

 البته، یوازې طالبان نه بلکې نورې جګړه مارې ډلې هم په افغانستان کې فعالې دي او سوال دا دی چې د هغو سرنوشت به څنګه کیږي؟ د دې سوال په ځواب کې ویلای شو چې د افغانستان له نظام سره په جګړه کې شاوخوا اتیا فیصده برخه د طالبانو ده، نو که طالبان له جګړې لاس اخلي، د داعش او نورو ډلو د جنګ ختمول مشکله چاره نه ښکاري. دا د طالبانو جګړه ده چې نورو باغي ډلو ته یې هم په افغانستان کې د تنفس امکان برابر کړی دی.

  پخوا به د طالبانو پلویانو ویل چې طالب مشران په تور لست کې دي، د دوی ډله په رسمیت نه پیژندل کیږي، د دوی کسان بندیان دي او دوی ثابت ځای نلري نو څنګه د سولې مذاکرات پیل کړي. د کابل پروسې په غونډه کې د ولسشمر غني وینا دغو ټولو پوښتنو ته مشخص ځوابونه لري او د طالبانو د دوو لویو غوښتنو یعنې د دوی په اند د نظام د اسلامي کولو او د خارجي عسکرو د وتلو موضوعات هم د سولې لپاره د مذاکراتو په چوکاټ کې ځای پیدا کړ، نو اوس که طالبان بیا هم مذاکرات نه کوي، له دوو عواقبو سره به مخامخ شي:

 یو دا چې سیاسي مشروعیت به یې لا زیات کمزوری شي او د داعش په څیر یوه ډله به وګڼل شي چې بیا به د خبرو او روغې جوړې امکان ورسره نه وي. طالبان به نه یوازې په نړیواله کچه خپل نسبي مشروعیت له لاسه ورکړي، بلکې د افغانستان په داخل کې کې به هم له انزوا سره مخ شي، ځکه د افغانستان خلک به د جنګ د ادامې پړه په طالبانو باندې واچوي.

 بل دا چې د نظامي فشار په نتیجه کې به ډیر وځبل شي. دغه راز د نظامي عملیاتو په نتیجه کې دا امکان زیات دی چې د دوی د رهبري شورا له منځه لاړه شي او طالب خپل انسجام له لاسه ورکړي. لنډه دا چې د جنګ ادامه که څه هم د افغانستان د خلکو لپاره فاجعه ده او لویه بدمرغي ده خو د دې فاجعې تر ټولو زیات ضرر به طالبانو ته ورسیږي، نه نورو افغانانو ته.

 طالبانو د کابل پروسې تر پیل کیدو له مخه له امریکا غوښتنه کړې وه چې له دوی سره دې د سولې لپاره خبرې وکړي خو امریکا وایي چې طالبان دې له نورو افغانانو سره سوله وکړي. طالبان ځکه له امریکا سره خبرې غواړي چې د دوی په نظر د دوی جنګ له امریکا سره دی او د دوی مقابل لوری د امریکا حکومت دی، نه د افغانستان حکومت.

 که چیرته طالبان د افغانستان د حکومت د سولې د وروستي وړاندیز په ځواب کې  بیا هم په دې خبره ټینګ شي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او له امریکا سره یې کوي، نو طبعا جګړه به اوږده شي او د سولې مخه به ډب شي.

 په دې کې شک نشته چې امریکا هم د طالب د جنګ یو لوری دی، مګر له دې حقیقته هیڅوک انکار نه شي کولای چې طالب که یو امریکایي وژلی دی نو زر کسه یې افغانان له منځه وړي دي. دوی چې په ښارونو کې انتحاري حملې کوي، چې د کلیو په لارو کې ماینونه ږدي یا په کلیوالو باندې مفته ډوډۍ خوري، دا له امریکا سره نه بلکې له افغانانو سره جګړه ده. په افغانستان کې د پلونو ړنګول، د پخو سړکونو خرابول یا د واکسین مخه نیول د افغانانو او افغانستان تباهي ده، نه د امریکایانو.

 حقیقت دا دی چې افغانستان د سولې تږی دی او د افغانستان خلک نه غواړي چې میندې او پلرونه خپل اولادونه په خاورو وسپاري. خلک غواړي ژوند وکړي او ارام واوسي. خلک په دې پوهیږي چې عزت یې په سوله کې دی او هر څوک چې جنګ ته دلایل پیدا کوي له خلکو څخه ژوند، عزت او خوشحالي اخلي. طالبان کولای شي چې تر څه نورې مودې پورې هم جنګ ته ادامه ورکړي او د افغانستان هدیرې لویې کړي، مګر دا موده به اخر پای لري او طالب مشران که هوښیار وي، شاید په هیڅ وجه د داسې لارې ادامې ته تیار نه شي چې انجام یې خامخا شکست او مختوري ده.

 طالبان کولای شي چې د افغانستان له خلکو او حکومت سره د سولې په مذاکراتو کې خپلې ټولې اندیښنې شریکې کړي. سوله دوه اړخیزه وي. سوله د دواړو لوریو د خوښې په اساس وي. د سولې په مذاکراتو کې هیڅ لوری هم تاوان نه کوي. که چیرې عرب او اسراییل، هند او پاکستان، روسیه او امریکا او نور ټول متخاصم  لوري د اختلافاتو د حل او د  سولې لپاره مذاکرات او بحثونه کولای شي، طالب او د افغانستان حکومت ولې خبرو ته تیار نه شي؟

104 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *