Categories

اعلان

Loading…

د ورکو خلکو یو ځای ژوند | شفیع الله عزام

زه یو پښتون یم.

مورنۍ ژبه مې هم پښتو ده.

پلار مې هم په پښتو خبرې کوي او پښتون دی.

نیکه مې هم پښتون وه او په پښتو یې خبرې کولې.

غور نیکه مې هم یو پښتون وه.

او په ټوله کې نیکونه، نیکونه مې ټول پښتانه وول، چې قومي سلسه مو د کوچیانو یو قوم ( رستم خیلو) ته رسیږي.

خو څه پرې وکړم!؟

په دومره پښتونولۍ کې مونږ نه ژوند ولید او نه هم د ژوند آسانتیاوي راته برابرې شوې.

مونږ نه یواځې د تعلیم او تکنالوژۍ څخه برخمن نشوو، بلکې تر اوسه هاغه نیم ژوړانګي ښوونځي او مدرسې هم ویجاړوو.

او که څوګ خپله خور یا لور ښوونځي ته ولیږي بیا نو ټول ورته ګوته نیسي او چې کله یې بیا ولور اخلي بیا ورته د شیر بها نوم ورکوي او په مړه خیټه یې نوش جان کوي.

د صحت خو هیڅ پوښتنه مکوۍ!

د زرهاوو وګړو په منځ کې به نه یو ډاکټر یا ډاکټره و وینۍ، او روغتون خو په دوربین کې هم نه لیدل کیږي.

اقتصاد او مدیریت؟ ها ها! دا خبرې خو هیڅ مکوۍ!

د اقتصاد کچه مو ( بخور او نمیر) ده او په کلنو، کلنو له وطنه ورک او د خلکو مزدوري کوو.

او له بلې خواه مدیریت خو بیخي څوګ نه پیژني!

په هر کلي کې د دوه درې وو کسانو شخړي روانې وي، آن د خدای په دې لویه وچه ځمکه باندې یو د بل سرونه ماتوو او د خدای رحمت د ژوند مهم عنصر ( اوبه) خو د اوړي په موسم کې سم لوی غضب وي.

قومي مشران خو لا پخوا خدای بښلي دي!

د نفرت کچه له سلو اوښتې، د بخشش خو هیڅ رنګ نه معلومیږي.

د رواجونو تورو وریځو د اسلام مقدسه څیره ور پټه کړې ده، حتی بدعات مو پر سنتو اوچت کړي دي او د دین په اصلو کې مو شامل کړي.

جګړه خو لکه د ښونځي زنګ هر نیم ساعت ورسته کړنګیږي!

آن په خوب کې هم جګړې وینم، او له کومه وخته چې ښی او چپ لاس مې پیژندلی ده جګړه ده او جګړه ده.

اووف! نیا مې دې الله وبښي، د تیرو جګړو قصې راته ټکی په ټکی کړي دي او قومي استبدادونه یې راته ښودلي دي؛ معنی دا چې زه د خپل عمر دوه چنده په جګړه کې را لوی شوی یم او ژوند کوم.

او له بل طرفه!

زما معنوي میندې او پلرونه دري یا پاړسي ژبي دي! دوی ډیره ښایسته او خوږه ژبه کاروي او په همدغې خوږه ژبه یې ماته د چراغ لاره ښودلې ده.

ښه مې یادیږي، کله چې د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته لاړم او شامل شوم زمونږ ښوونکي په تخته ولیکل [( الف، الله) الله یک است و شریک ندارد] او آن تر پوهنتونه مې په همدې ژبه لیک او لوست وکړ.

خو بیا هم څه!؟

هلته چې زما ځینې پښتانه ورونه له دري ژبو سره او دري ژبي ورونه مې له پښتنو سره جوړ نه راځي او د تعصب او نفرت کرغیړنه څیره یو د بل په مخ را کش کوي او په هیڅ خبره یو د بل دښمنان شي. که څه هم زمونږ هر څه مشترک دي خو بیا هم له ګډو عنصرو سره سره یو له بله لرې ګرځو او نفرت کوو.

آیا دوی فکر کوي چې نوک له اورۍ څخه جلا کیدونکي دي؟ او آیا روح او جسم لازم او ملزوم نه دي؟

د پای خبره!

د هند په نیمه لویه وچه کې خلک ورک دي خو یو ځای ژوند کوي!

دا څنګه چې هم ورک دي او هم یو ځای ژوند کوي؟

دوی تل خپل رب ورک کړی او هر څه چې یې خوښ شي او زړه یې ومني هماغه ته عبادت کوي. پوهیږۍ چې په میلونونو معبودان او دینونه لري!

خو بیا هم انسانیت ته احترام لري، زغم کوي، یو بل ته ښه راغلاست وایي او خپل هیواد ورته ډیر ګران دی. خو زه نه پوهیږم چې دوی سره له دې چې اصل ور څخه ورک دی خو بیا هم یو ځای او په ګډه ژوند کوي.

کیدای شي هماغه د علامه سیدجمال الدین خبره وي:

چې په غیر اسلامي هیوادو کې اسلام شته خو مسلمانان نشته او په اسلامي هیوادو کې اسلام شته خو واقعي مسلمانان ډیر کم دي.

حیدرآباد ـ هند

7 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *