Categories

اعلان

Loading…

ولسمشر غني طالبانو ته د رسمیت پېژندلو او اوربند وړاندیز وکړ

تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نن د کابل د پروسې په نوم غونډه کې طالبانو ته یو لړ وړاندیزونه وکړل.

ښاغلي غني وویل چې فیصله د طالبانو د مشرتابه او عادي طالبانو په لاس کې ده چې سوله وکړي.

ده وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت حاضر دی چې له طالبانو سره اوربند وکړي او د دوی تحریک د یوه سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني.

ښاغلي غني، چې د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې خبرې کولې، د سولې د لارې نوې نقشه وړاندې کړه.

ګومان کېږي چې دا هغه څه و چې پاکستان یې هم غوښتنه لرله څو پر اساس یې له طالبانو سره د سولې لار هواره شي.

د افغانستان ولسمشر وویل، که طالبان وغواړي چې په اساسي قانون کې ځینې مواد تغییر شي، کېدای شي پرې غور وشي.

غني همداراز وویل چې د سولې په صورت کې به د طالبانو ټول بندیان خوشي او له تورو لیستونو څخه به د دوی مشران وباسي.

ده همداراز وویل، د افغانستان حکومت په هیواد کې دننه د طالبانو د دفتر له پرانیستل کېدو، د ازاد سفر په خاطر د پاسپورټونو له صادرېدو، د دوی د بندیانو د خوشي کېدو، د رسنیو د فعالېدو او د هغوی د کورنیو له استوګن کېدو سره موافق دی.

غني د خبرو لپاره مناسب ځای کابل وباله، خو ویې ویل چې د افغانستان حکومت دې ته هم حاضر دی چې په بې پرې اسلامي هیوادونو یا د ملګرو ملتو په دفترونو کې د طالبانو له استازو سره وږغېږي.

د کابل پروسې دوهم کنفرانس نن د ۲۵ هیوادونو د جګپوړو استازو په ګډون پرانیستل شو.

د ډېرو هیوادونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیران او د اندونیزیا مرستیال ولسمشر په کنفرانس کې برخه لري.

456 total views, no views today

2 comments

  1. Suliman Zahid Reply

    داخو ډیر په ځای وړاندیز دی ،د خو ځای پکی نشته ،په خبرو هر څه کیدای شی ، طالبان باید مثبت ځواب ووای تر څو هیواد له اوږد بحران څخه په ګډه وویستلای شی، نور باید ونه وای چه حکومت کومه اراده نلری

  2. ملنک Reply

    دا لعنت یان نو څه غواړی. که ملت ورسره وو، بیابه د انتخاباتو په درشل کی حکومت هم و کړی که نه نو نور د دوی د خدای په قهر سره تباه کړی

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *


۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

استقلال | استاد عبدالله ويديال

دا لیکنه مې د هېواد د استقلال د (۱۰۰) مې کلیزې، یوې نمانځغونډې ته د وینا یوه برخه وه. د…

استقلال | استاد عبدالله ويديال

20 Oct 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

خپلواکي یو لوی نعمت دی چې انسان د خپلی خوښی او فیصلو اختیار په خپله ولري. د خپلواکۍ برعکس غلامي…

د ژبې، رسنیو او سیاست خپلواکي | عمر بورا زماني

02 Sep 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

(اماني فکر) د ښاغلي بخت مرجان بختيار صيب کتاب دی چې په لنډو ورځو کې خپور شوی دی. کتاب د…

پر (اماني فکر) څو کرښې| خالد افغان

24 Aug 2019 uncategorized خپلواکي تاند No comments

نور

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

د سیمه ییزو او ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز هغه جګړه چې امير حبيب الله خان ونه کړه، محافظه کاري يې وکړه…

د خپلواکۍ سليزه؛ لنډه کتنه

29 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2