Categories

اعلان

Loading…

طالبانو د کابل کنفرانس په درشل کې له امریکا سره خبرو ته تیاري وښوده

تاند- افغان طالبانو نن /دوشنبه/ د امریکا له متحدو ایالتونو وغوښتل چې د افغانستان د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره له دوی سره خبرې پیل کړي.

دا په وروستیو کې دوهم ځل دی چې طالبان له امریکا سره خبرو ته چمتووالی اعلانوي.

طالبانو د کابل تر کنفرانس دوې ورځې وړاندې په خپل دې پیغام کې ویلي چې سوله ییز حل غواړي.

«د افغانستان د اسلامي امارت سیاسي دفتر پر امریکايي چارواکو ږغ کوي چې د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل په اړه د اسلامي امارت له سیاسي دفتر سره مخامخ خبرې وکړي.»

طالبانو دغه راز ویلي« د مسئلې د حل لپاره دا ښه ده چې امریکایي لوری د افغان ولس مشروع غوښتنې ومني او خپل نظر او غوښتنې له سوله ایزې لارې له اسلامي امارت سره د بحث لپاره وړاندې کړي.»

طالبانو دا پیغام د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال وزیر د جنوبي او منځنۍ اسیا د چارو د مرستیالې الیس ویلز د څرګندونو په ځواب کې خپور کړی دی.

مېرمن الیس ویلي و«له طالبانو سره د خبرو باب پرانیستی دی.»

اغلې الیس له امریکا ږغ سره په مرکه کې ویلي و چې د کابل پروسې په نوم د راتلونکې غونډې هدف دا دی چې واضیح کړي چې د خبرو امکان شته.

د کابل بهیر غونډه د سیمې د هیوادونو د چارواکو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په کابل کې جوړېږي.

نژدې دوه اوونۍ مخکې هم طالبانو په یوه خبرپاڼه کې له امریکایانو سره د افغانستان د مسلې د سوله ییز حل غوښتنه کړې وه.

ظاهراً طالبان وايي چې د افغانستان حکومت بې واکه دی او خبرې ورسره نه کوي خو له امریکا سره په دې خبرې کوي چې له افغانستانه ووځي.

خو امریکايي چارواکي وايي چې د افغانستان لانجه یوازې هغه وخت پای ته رسېږي چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي.

494 total views, 1 views today

6 comments

  1. موسن Reply

    سلام. بايد ددي جنايتکارانو سره خبري ونشي. ددوي پړي د پنجابيانو په لاس کي دۍ.

  2. RAZMOHAMMED KAMAWALL Reply

    THIS IS GOOD NEWS FOR ALL AFGHANS.I HOPE BOOTH SIDE TRY TO PEACE COME TO THIS LAND.
    AND ALL AFGHANS START REAL LIFE.WE BELIEVE AFGHANISTAN WILL SOON REBUILD,

    ALL AFGHANS WILL SAY WELL COME TO THE PEACE..
    THANKS

  3. ملنک Reply

    که د کابل حکومت بی واکی وی، نو باید چه طالبانو اوس اوس یو دوه ولایتونه په خپل واک کی درلودای. زما په اند ښه خبره داده چه طالبان ووایی چه مونږ د ولسونو نه جرګه را غواړو، د کابل د حکومت نمایندګان دی هم پکی وی. غواړو چه د افغانانو مشکل په خپله افغان سره حل کړی. که د کابل حکومت بی واکه دی تاسی طالبان څه واک لری؟ اوس ټول پدی پوه دی چه طالبان د آی اس آی یوه څانګه ده، خو د کابل حکومت هم باید وویل شی چه د امریکایانو په لاس جوړ شوی حکومت دی. څه امریکایان څه د کابل د حکومت کسان دا دواړه امریکایان دی، طالبان خوسی خبری کوی باید هر چا سره خبری وکړی

  4. فیض Reply

    د ولسمشر د تېرو څرګندونو په اساس چه زموږ جنګ د پاکستان سره دی او باید خبري هم د دوی سره وکړو . دغه د طالبانو وړاندیز و سور بریتو ته خپله د بادار په خوله خبره ده او دوی هیڅ خود مختاري نلري. که فرض کړو چه نن یو بهرنی سرتېرئ هم نه وي دوی به بله بهانه لټوي لکه د شهید نجیب په مقابل کي مجاهیلینو درلودلې د دوی اساسي مطالب د بادار خوشحالول او افغان حکومت پرزول پر ځای یې یو ضعیفه دولت د غلامۍ تر چتر لاندي غوښتل دي

  5. فیض Reply

    د ریښتیني سولي لپاره د هر لوري زیار ته ټوله افغانان درناوئ لري

  6. خاوری کاکا Reply

    ښکلی دریز یی دی
    تری قربان سم

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸

د خپلواکۍ 100 کالیزه Independence

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه…

تاند، چهارشنبه، د اسد ۳۰مه: ولسمشر د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ رغول شوې د دارالامان ماڼۍ په شاندارو…

 دارالامان ماڼۍ د ولسمشر په لاس او د شهزادګۍ هندیه په وینا پرانیستل شوه

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

د نړۍ په ټولو هېوادونو کې داسې عنعنوي، فرهنګي، دیني او ملي ورځې شته چې خلک او حکومتونه یې په…

د خپلواکۍ سلمه کلیزه دې بختوره وي| احسان ارینزی

21 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د…

تاند، چهار شنبه، د اسد ۳۰ مه: د کورنیو چارو وزارت اعلان کړه چې نن د اسد په ۳۰مه به…

د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ نن شپه د کابل پر ۳ غونډیو اورلوبه کېږي

21 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی No comments

نور

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

استاد عارف نظر صدسال پیش از امروز مردم آزاده افغانستان، ثمره جانبازی ها، قهرمانی ها و مبارزات استقلال طلبانه فرزندان خویش…

فرخنده باد صدمین سالگرد استرداد استقلال افغانستان

20 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری تاند No comments

نور

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

1.        افغانستان منظم مالیاتي سیستم ولري 2.      افغانستان قوی مالي نطام ولري 3.      افغانستان خپلې پیسې ولري 4.      افغانستان خپل تولیدات ولري 5.      افغانستان خپله بريښنا ولري 6.      افغانستان توکي ټولې…

د غازي امان الله خان سل ارمانونه

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

بیست و هشتم اسد، حماسه یک روز، افتخار جاویدان، روز استرداد استقلال کشور است، که از آن ۱۰۰ سال میگذرد. در بیست و…

 بیست و هشت اسد؛ روز استقلال کشور! | توفیق عظیمی

19 Aug 2019 خپلواکي مقالات دری مقالې تاند No comments

نور

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

ازادي او خپلواکي، دوه جلا مفاهیم افاده کوي او لازمه ده چې جلا جلا چلندونه ورسره وشي. د ازادۍ په…

د خپلواکۍ فکر | معروف افغان

18 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني…

تاند، دوشنبه د اسد ۲۸مه: په بلخ کې یوې ناوې او زوم د خپلواکۍ د سلمې کلیزې له ورځې سره…

بلخي نجلۍ او ځوان د خپلواکۍ په ورځ په اماني کالیو کې واده وکړ

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

تاند، دوشنبه، د اسد ۲۸مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، جنګیالیو یې نن تر خپلې ولکې لاندې ځینو سیمو…

طالبانو بغلان کې د خپلواکۍ سلمه کلیزه نمانځلې ده

19 Aug 2019 خبرونه خپلواکي م. عاصم خوږیاڼی Comments (1)

نور

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

لیکنه: نورالله غازي هیوادونه د خپلواکۍ په لمانځلو سره خپلو خلکو ته بیا بیا وریادول غواړي چې دا هیواد داسې په…

د خپلواکۍ لمانځل څه ګټه لري؟

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

رښتیا هم چې تا سل کاله مخکې په نره توره د افغانستان آزادي له اشغالګرو انګرېزانو څخه بېرته واخیسته او…

غازي امان الله خان ته | ګل آغا احمدي وردګ

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

لیکنه: محمد نور الهام افغانان د ۲۰۱۹ کال د آګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل ل د زمري له ۲۸مې…

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

19 Aug 2019 خپلواکي مقالې تاند No comments

نور
  • 1
  • 2