Categories

اعلان

Loading…

استاد بختانی؛ یو سپېڅلی انسان | غلام ولي نوري

په ۲۰۱۰ م کال کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا پر فخر افغان باچا خان نړیوال سیمینار جوړېده. زه، استاد بختانی، استاد حبیب الله رفیع، استاد غلام نبي فراهي، ډاکټر داود عظیمي، ښاغلی زرین انځور او پروفیسر رسول باوري د دې سیمینار  د تنظیم د کمېټې غړي و. موږ به په هفته کي دوه واره په اطلاعاتو او فرهنګ وزارت کي د سیمینار د کارونو د تنظیم په خاطر د استاد فراهي په دفتر کي سره راغونډېدلو. زموږ په کمېټه کي تر ټولو سخت او اوږد بحث د مقالو پر موضوعاتو، د مقالو لیکلو لپاره د لیکوال پر ټاکلو او د بهره د مېلمنو پر رابللو و. ما تازه د ګاندي د لسمي پروفیسر راج موهن ګاندي کتاب (باچاخان: د پښتنو د عدم تشدد باچا) کتاب له انګریزي پښتو ته ژباړلی و، او ما ته وظیفه راکړه سوه، چي د هغه کتاب لنډیز غوندي ته وړاندي کړم. زه په دې کمېټه کي تر ټولو کشر وم، او دداسي څټو سره یو ځای کار کول  راته یو لوی اعزاز و، خو یو شي چي زه نور هم پر خپل ځان باوري کولم هغه زما خبرو او نظر ته ددې مشرانو غوږ نیول و. کله چي به ما ته د خبرو نوبت راغئ نو ټول مشران به زما خوا ته متوجه سول او هیله به یې لرل چي زما څخه یو څه واوري. کله چي به یې زما کوم نظر خوښ سو نو ټولو به په لوړ اواز په یوه خوله تاید کړ.  

استاد بختانی سره له دې چي یو اکاډمیک شخصیت و، مګر په ځینو موضوعاتو کي یې د خپلي ټولني د درک په خاطر له خورا زیات احتیاطه کار اخیسته. په هغه غونډه کي زما یو نظر دا و چي موږ باید د باچا خان له خوا د Civil Society (مدني ټولني) رامنځ ته کولو پر موضوع ډېره څېړنه وکړو. باچا خان د (انجمن اصلاح افاغنه) په نامه یو مدني حرکت پيل کړی و او کوم کارونه چي باچا خان په هغه وخت کي خپلي ټولني ته د همدې لاري په نه امکاناتو وکړل تر ۲۰۰۱ م کال وروسته غربیانو پر همدې لار په سلهاو ملیونه ډالره په افغانستان کي ولګول خو د هغه انجمن په یوه فیصد هم دې ټولني ته ګټور نه دي تمام سوي. همدا زموږ د غونډي تر ټولو داغ موضوع وه، استاد بختیاني د ټولو نورو استادانو پر خلاف ویل، چي دا د (سیول سوسایټۍ) ټکی ځني وباسئ او یو افغاني نوم ورته پیدا کړئ. ډاکټر داود عظیمي پر باچا خان خورا په زړه پوري علمي څېړنه کړې ده. په هغه څېړنه کي ښاغلي عظیمي دا په اکاډمیکه توګه ثابته کړې ده، چي د باچا خان د عدم تشدد فلسفه د څو شیانو څخه متاثره ده لکه د پیغمبر ص مکي ژوند، د بودا ژوند او پښتونولي. استاد بختاني ویل، چي ښاغلی عظیمي دي په خپله مقاله کي د باچاخان د عدم تشدد د فلسفې او د بودا له رابطې تیر سي. سره له دې، چي ښاغلي عظیمي هر څه په علمي توګه په خپله مقاله کي را خیستي وه، خو استاد بختاني ټینګار کاوه، چي په اوس شرایطو کي موږ تر هر شي زیات د باچا خان د عدم تشدد فلسفې رواجولو ته ضرورت لرو نو د بودا سره رابطه کېدای سي زموږ دا کار په خلکو کي د خپرېدو مخنوی وکړي. کله چي زه وروسته په غرب کي محصل وم او پر کومه موضوع چي به مي څېړنه کوله او د یوه سخت سوال سره به مخامخ سوم نو همېشه به مي استاد بختانی مخ ته درېده او له ځان سره به مي په تحقیق کي د استاد د احتیاط  د توسیې څخه کار اخیسته. په علمي تحقیق او څېړنه کي د خپلي ټولني نبض په نظر کي نیول خورا مهم وي. خوشبخاته زما سره به د استاد دا ګټور اثر د ژوند تر پایه راسره وي.

استاد د ويښ زلمیانو د کړۍ اخیره محره وه، چي موږ یې له نعمته بې برخي سوو. تر دې مخکي ما او استاد زیات وخت نه و سره تیر کړی، کله کله به مو په یوه ادبي غونډه کي سره ليده خو ددې سمینار له برکته مي د استاد سره خورا زیات وخت تیر کړ. د باچا خان په اړه یې خورا جالبي او نایابه کیسي راته وکړې، چي دلته یې د دا یوې شریکول ګټور بولم. استاد ویل، یوه ورځ باچا خان په ننګرهار کي زما مېلمه و. کله چي د ماخستن د ډوډۍ وخت سو نو باچا خان وویل، چي نن د پښتنو د عدت خلاف یو کار کو، داسي چي اول باید د کور ښځمني ډوډۍ وخوري بیا به یې نارینه خوري. متاسفانه چي تر اوسه هم په ډېرو پښتنو کي دا بد عادت سته چي لومړی نارینه هغه سمه ډوډۍ وخوري خو څه چي پاته سي هغه بیا د کور ښځي خوري.

د خوشحال سره که کښينې يو څوکاله

دا دغره خټک به واړه شاعران شي

که هر څوک د استاد سره کښېنستلی وای نو د هغه د علمي، ابي او روحاني فیض څخه به خامخا برخمن سوی وای. د استاد معصومه او پاکه څېره پر هر چا یو بې پایه اثر پرېښوده. زه د هغه د روحاني او علمي اثر څخه هر وخت خوند اخلم، او اوس چي دا څو کرښي لیکم نو د استاد نوراني څېره مي مخ ته دوري-دوري کیږي.

د استاد روح دي ښاد وي.

62 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *