Categories

اعلان

Loading…

د استاد بختاني په مړینه د ولسمشر پیغام

د افغانستان د نامتو لیکوال او سرمحقق استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د جلالتماب جمهور رئیس محمد اشرف غني د خواخوږۍ پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د هېواد لوی لیکوال، شاعر، مورخ او محقق استاد عبدالله بختانی خدمتګار د ور پېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.

انالله وانا الیه راجعون

استاد بختاني په خپل ۹۳ کلن ژوند کې په لسګونو کتابونه ولیکل او د هېواد د فرهنګ په وده کې یې لویه ونډه واخیسته. استاد بختانی د یوه اجتماعي مصلح په حیث په افغاني ټولنه باندې لوی حق لري، د ده مړینه لویه ضایعه ده.

د ارواښاد استاد عبدالله بختاني خدمتګار د وفات له کبله د هغه کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډمۍ کې د هغه همکارانو او د هېواد ټولو فرهنګیانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې وبښي.

امین یا رب العالمین

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس

محمد اشرف غني

32 total views, 3 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *