Categories

اعلان

Loading…

د جګړې ستراتېژي او د امنيتي وضعيت راتلونکی

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی دفتر (يوناما) د کلني راپور له مخې، تېر ۲۰۱۷ کال هم د افغانانو لپاره خونړی و او په دې کال کې هم تر ۱۰ زره زياتو ولسي وګړو ته د روانې جګړې له کبله مرګ‌ژوبله اوښتې ده. د روان ميلادي کال پيل، د تېر کال په پرتله لا ډېر خونړی و او د حکومت د وسله‌والو مخالفينو د درنو بريدونو او چاودنو ترڅنګ، د امريکايي او ناټو ځواکونو د هوايي بريدونو زياتوالي هم، د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه لوړه کړې ده.

دغه وضعيت داسې مهال دی، چې په افغانستان کې مېشت بهرني ځواکونه په دغه هېواد کې د امريکا د جګړه‌ييزې ستراتېژۍ له کبله، د جګړې ډګر ته ستنېږي او په ځانګړې توګه خپل هوايي بريدونه يې زيات کړي دي. اوسمهال له يوې خوا په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شمېر يو ځل بيا زياتېږي او له بلې خوا د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل شونتيا هم نه ليدل کېږي.

دا چې روانه جګړه ورځ تر بلې زور اخلي او له کبله يې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه هم لوړه پاتې ده، پوښتنه دا ده، چې ايا د امريکا او افغان حکومت د جګړې ستراتېژي به په هېواد کې له امنيت او ثبات سره مرسته وکړي؟

د ملکي وګړو مرګ‌ژوبله

د يوناما د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۷ کال راوروسته چې يوناما پکې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې ثبتول پيل کړل، د ۲۰۱۷ کال تر پایه په مجموعي توګه ۸۴۲۴۶ ولسي وګړو ته د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا مرګ ژوبله اوښتې ده.

د يوناما او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې د کلني راپور له مخې، چې څو ورځې وړاندې خپور شو، د جګړې د ښکېلو لورو له‌خوا ولسي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې کچه لا هم خورا لوړه ده. دغه راپور کاږي، چې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ډسمبر تر پايه ۳۴۳۸ ولسي وګړي وژل شوي او ۷۰۱۵ نور ټپيان شوي. مجموعا ۱۰۴۵۳ ملکيانو ته په دغه کال کې مرګ ژوبله اوښتې ده.[2] سره له دې چې دا کچه د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې دقيقه شمېره نه شي بلل کېدای؛ خو کومې پېښې او د مرګ‌ژوبلې شمېرې چې يوناما ثبت کړې دي، بيا هم پر افغانانو د يوه بل خونړي کال د تېرېدو ښودنه کوي.

په ټوليز ډول د ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کلونو په پرتله، په ۲۰۱۷ کال کې د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه کمه اندازه راټيټه شوې؛ خو د ښځو او ماشومانو د مرګ‌ژوبلې کچه بیا په دغه کال کې لوړه ده. په ۲۰۱۷ کال کې ۳۵۹ ښځې وژل شوې او ۸۶۵ نورې ټپیانې شوې، چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله پنځه سلنه لوړوالی ښيي. همدا راز په دغه کال کې ۸۶۱ ماشومان وژل شوي او ۲۳۱۸ نور ټپیان شوي، چې د ۲۰۱۶ کال په پرتله د لس سلنه زیاتوالي ښودنه کوي. له بله پلوه، ښکاري چې د افغان او بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو زياتوالي او له کبله يې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د کچې لوړېدو، په ټوله کې د ملکي تلفاتو د کچې لږ راټيټېدل هم تر سيوري لاندې راوستي دي.

د يوناما د ارقامو له مخې، دا څلورم پرله‌پسې کال دی چې په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې شمېره په کلني ډول تر ۱۰ زره لوړه ده. له دې هاخوا، په ټوليز ډول افغانان د هرکال په تېرېدو سره په لا ډېرو ناامنيو او وېره کې ژوند تېروي او کال په کال د جګړې د اور لمبې زور اخلي. د يوناما چارواکي هم مني، چې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په تړاو د دوی شمېرې په يوازې سر، په افغانستان کې د جګړې د روان ناورين ښودنه نه شي کولی.

د ملکي تلفاتو عاملين

د جګړې د ښکېلو لورو جګړه‌ييزې تګلارې او د سولې له بهير سره غيرواقعبينانه چلند، په هېواد کې د روانې جګړې د اوږدېدو او په پراخه کچه د ملکي تلفاتو اساسي لامل بلل کېږي. په دې برخه کې د جګړې ټول ښکېل لوري خپل رول لري او په تېره بيا د ملي يووالي حکومت له جوړېدو راوروسته، له ۲۰۱۴ تر ۲۰۱۷ کال پورې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې کچه خورا لوړه شوې ده.

د يوناما په راپورونو کې هم هر کال په مشخص ډول د ملکي تلفاتو عوامل ښودل کېږي، چې ډېره برخه يې د دولت ضد عناصرو (عمدتا طالبان) ته منسوبېږي. خو له يوې خوا د يوناما په ارقامو کې د ملکي وګړو هغه تلفات نه راځي، چې دوی يې د ملکي تلفاتو په کټګورۍ کې د داخلولو لپاره کافي شواهد نه لري يا هم هغه پېښې چې دوی ورته لاسرسی نه لري او له بلې خوا د بهرنيو ځواکونو د هوايي بريدونو او بې‌پيلوټه الوتکو د بريدونو له کبله ملکي وګړو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې شمېرې هم له دغو شمېرو سره نه دي يوځای شوې. په ټوله کې د يوناما راپورونه د بهرنيو ځواکونو له‌خوا اوښتې مرګ‌ژوبله ډېره کمه ښيي، کوم څه چې له ځمکنيو حقايقو سره سر نه خوري.

د يوناما د ۲۰۱۷ کال په راپور کې هم د ولسي وګړو د ۶۵ سلنه مرګ ژوبلې مسؤول د دولت ضد عناصر بلل شوي، چې ۴۲ سلنه یې طالبانو، ۱۰ سلنه د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې او ۱۳ سلنه نورو دولت ضد عناصرو ته منسوب دي. همدا راز په دغه راپور کې دولت‌پلوي ځواکونه د ۱۹ سلنه ملکي مرګ‌ژوبلې عاملين بلل شوي، چې په دې ډله کې د ۱۶ سلنه مسؤول افغان ځواکونه او د يوازې ۲ سلنه ولسي مرګ‌ژوبلې مسؤول بهرني ځواکونه بلل شوي دي.

د بهرنيو ځواکونو له‌خوا د ولسي وګړو د مرګ‌ژوبلې دوه سلنه کچه د تعجب وړ ده؛ ځکه تېر کال د جګړې په ډګر کې د بهرنيو ځواکونو رول او په تېره بيا هوايي بريدونه د تېرو څو کلونو په پرتله زيات وو. خپله د يوناما د راپور له مخې، د دولت‌پلوه ځواکونو په هوايي بريدونو کې ۶۳۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده (۲۹۵ وژل شوي، ۳۳۶ ټپیان). دا کچه د ۲۰۱۶ کال په پرتله د ۷ سلنه زياتوالي ښودنه کوي او له ۲۰۰۹ کال راوروسته په يوه کال کې د هوايي بريدونو له کبله د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې تر ټولو لوړه کچه ده، چې په دې کال کې د ټولې مرګ‌ژوبلې ۶ سلنه جوړوي. د ملي يووالي حکومت هم په تېر کال کې پر ملکي وګړو د بهرنيو ځواکونو پر بمباريو چوپتيا غوره کړې وه، کوم څه چې د دغو بريدونو او له کبله يې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې د زياتېدو يو لامل هم بلل کېږي.

راتلونکی وضعيت

د ملي يووالي حکومت د سولې بهير په بريا کې په لويه کچه پاتې راغی او له کبله يې د جګړې پر ستراتېژۍ تمرکز وشو. له همدې امله اوس دا اندېښنې پياوړې دي، چې ۲۰۱۸ کال به د افغانانو لپاره لا ډېر خونړی وي. د ۲۰۱۸ کال له پيل راهيسې د امريکايي ځواکونو هوايي بريدونه هم زيات شوي او په ځانګړې توګه په دغو بريدونو کې له B52 ډوله بم‌غورځوونکو جنګي الوتکو هم کار اخېستل شوی. په ټوليز ډول، په افغانستان کې د امريکا د جګړې تګلارې دا وضعيت پېچلی کړی دی.

د بحران نړيوالې ډلې په خپل وروستي راپور کې، په افغانستان کې د امريکا پر جګړه‌ييزې تګلارې نيوکه کړې او دا يې په روان (۲۰۱۸) کال کې د امنيتي وضعيت د لا خرابېدو لامل بللې ده. د دغه راپور له مخې، امريکا په ۲۰۰۹-۲۰۱۲ کلونو کې تر ۱۰۰ زره ډېر پوځيان په افغانستان کې لرل؛ خو بيا يې هم له پوځي لارې طالبان مات نه کړای شول. په داسې حال کې چې دا ډله له ۲۰۰۱ کال راوروسته اوس د بل هر وخت په پرتله زياتې سيمې تر کنټرول لاندې لري او د تېر په پرتله پياوړې ده.[3]

په افغانستان کې پر جګړې د امريکا د ټينګار له کبله، سيمه‌ييز او نړيوال لوبغاړي، لکه روسيه، چين او ايران په دغه هېواد کې د امريکا پر پوځي حضور شکمن دي او داسې انګېري چې واشنګټن په افغانستان کې ثبات نه غواړي او يوازې په سيمه کې د خپل پوځي حضور د دوام په لټه کې دي. له همدې کبله د دغو هېوادونو ښکېلتيا هم په افغانستان کې ورځ تر بلې په ډېرېدو ده.

د ۲۰۱۸ کال د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې ځکه هم ورځ تر بلې زياتېږي، چې له طالبانو سره د امريکا او افغان حکومت له‌خوا د سولې خبرې تحريم شوې. له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له تحريم وروسته، دغې ډلې د امريکا له کانګرېس او خلکو څخه په يوه پرانېستي ليک کې غوښتي، چې پر خپل حکومت فشار راوړي، څو په افغانستان کې د جګړې پر ځای د سولې لاره ونيسي. د طالبانو دا ليک درې لاملونه لري:

لومړی: طالبان د امريکا او افغان حکومت د جګړه‌ييزې ستراتېژۍ له کبله تر فشار لاندې دي. د دې ترڅنګ د دوی په ډېری بريدونو کې ملکي خلکو ته پراخه مرګ‌ژوبله اوړي چې د دوی لپاره يې پايلې خورا منفي دي.

دويم: طالبانو غوښتل په دې توګه امريکا وننګوي او نړيوالو ته دا پيغام ورسوي، چې امريکا په افغانستان کې د سولې او ثبات اراده نه لري او يوازې د دغې جګړې دوام غواړي.

دريم: د طالبانو له دغه ليک څخه څرګندېږي، چې دا ډله له افغان حکومت سره د سولې د خبرو اترو تګلاره نه لري او د سولې د خبرو اصلي لوری امريکا بولي؛ ځکه دغې ډلې تل افغان حکومت بې‌صلاحيته بللی.

په ټوله کې له دغه ليک څخه ښکاري، چې د امريکا او افغان حکومت د جګړه‌ييزې تګلارې په مقابل کې به جګړې ته دوام ورکړي؛ هغه هم داسې مهال چې امريکا په اوسني وخت کې له دغې ډلې سره د خبرو اترو تګلاره نه لري. ځکه نو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو د دغه ليک په ځواب کې وويل: «طالبان دې لومړی له افغان دولت سره د روغې جوړې خبرې وکړي.»

د افغان حکومت د سولې او جګړې پلې شوې تګلارې ته په کتلو سره ویلای شو، چې اوسمهال له حکومت څخه هم یا لاره ورکه شوې او یا په شعوري توګه روانه تګلاره تعقیبوي، هغه چې نه به سوله راولي او نه هم امنیت. خو بیا هم، که دواړه افغان حکومت او طالبان د زور له لارې او یا هم هر یو له یوه قوي دریځ څخه غواړي چې د سولې پروسې ته دننه شي، نو د سولې دا پروسه به هېڅمهال هم پیل نه شي، چې ښکاره بېلګې یې وروستي څو کلونه دي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

[2] UNAMA, 2017 Annual Report on Civilians Casualties in Afghanistan, 15 Feb 2018, See it online:

https://unama.unmissions.org/afghanistan-10000-civilian-casualties-2017-un-report-suicide-attacks-and-ieds-caused-high-number

[3] International Crisis Group, 31 Jan 2018, See it online:

https://www.crisisgroup.org/asia/south-asia/afghanistan/dangerous-escalation-afghanistan

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *