Categories

اعلان

Loading…

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي 

( دوهمه برخه )

      د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو . په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم :  

     زما په آند د ژبي معیاري کولو ته په دوو برخو کي د پام اړولو اړتیا لیدل کیږي چي یو یې د لیکدود معیاری کول او بل یې د ګړدود . خو ددې دواړو برخو تر منځ د معیار د چارو په عملي ډګر کي لوی توپیر شتون لري . که د لیکدود معیاري کول د ژبپوهانو په همږغۍ او ګډ کار سره په نسبتا اسانه توګه تر سره کیدلای شي ، خو د ټول هیواد په کچه په واحده بڼه د ګړدود عملي کول که ناشونی خبره نه وی ، نو د اوږدو لسیزو او آن پیړیو یوه تاریخي پړاو ته اړتیا لري . د یادونی وړ ده چي د بیلابیلو سیمو د پرګنو تر منځ ګډی اقتصادي اړیکي ، د رسنیو او په ځانګړي توګه د ږغیزو رسنیو د شبکو پراختیا ددغي پروسې په چټکولو کي رغنده او ګټور رول لوبولای شي .

    محمد معصوم هوتک د نومړي کتاب په ۳۵ مخ کي دا خبره چي معیاری ژبه کومي ژبي ته ویلای شو ، داسي انځوروي : « معیاري ژبه هغه منلې شوې ژبه ده چي د یوه ژبني قلمرو په هره جغرافیایي سیمه کي د پوهیدلووړ وي . . . . . او د همدې ژبي ټول لیکلي متنونه هماغه د معیار پنامه منل شوي املا او ګرامري نورمونه پالي » . زما په فکر په لوړ تعریف کي د ژبني « ګړدود » اړخ له پامه لویدلی دی چي پکار وه د منلي شوي املا او ګرامري نورمونو ( لیکدود ) سره « ګړدود » هم مل شوی وای . دا منم چي د معیار په کار کي واحد لیکدود تر ګړدود ډیر مهم دي ، خو ددې زیاتوني څخه مي موخه داده چي که په ګړدود کي د اوس لپاره د الفبایي تورو د ږغږنو او لهجو بشپړ توحیدول د ټولنیز ــ اقتصادي پړاو و لا نور پرمختګ ته پریږدو ، خو بیخي به لاس تر زني هم نه ورته کښینو . مګر په بشپړه توګه د یوه واحد لیکدود درلودل د همدې ګړي بیړنۍ اړتیا ده .

     هوتک صاحب دې خبري ته ډیر پر ځای اشاره کړی ده ، لکه څنګه چي ژبه د ویونکو څخه جلا او په مجرد ډول څیړل کیدلای نه شي ، همدارنګه یې د نورو ژبو څخه جلا څيړنه پر ځای کار ندی . دا له همدې کبله ده چي سوچه او مجرده ژبه ښایي دا مهال و نه موندل شي .

     فکر کوم پر یوې ژبی باندي د نورو ژبو اغیزي تر لویه بریده د دوو لارو څخه تر سره کیږي : یو د ګاونډو سیمو د ژبو سره د اړیکو د لاری او بل په علم او تخنیک کي و برلاسه ژبو ته د اړتیاوو د لاري . پښتو ژبه هم ددغه عام پرنسیپ نه استثنا کیدلای نه شی او ددغو دواړو لارو څخه اغیزمنه ده . دا هم یو واقعیت دي چي د لومړي لاری اغیز ور باندي تر دویمي زیات دی . که د دویمي لاری اغیز د یوې عیني مثبتي اړتیا له مخي تر سره کیږي خو دلومړی لاری اغیز بیا تر ډیره حده د یوې منفي بیوسۍ له مخي تر سره کیدونکي دی . د یوې ژبي همدغه منفي بیوسي ده چي د بلي ژبي و ژبنی یرغل ته لاره پرانیزي . په پښتو ژبه کي د فارسي او عربي ژبو څخه د ننوتو یا « دخیلو » لغاتونولاملونه دادي چي د یوې خوا پښتو تر ډیره وخته یوازي شفایي ژبه پاته وه او د خپلی وییپانګي د کمبود په پوره کولو کي یې فارسي ژبی ته اسان لاسرسی درلود . واکدارانو هم پښتانه یوازي په جنګي او دفاعي چارو ګمارل او د لیک لوست نه یې لیري ساتلي ول . د بلي خوا نه د اسلام دین د را رسیدو او د وګړو د اعتقاد په پخیدو سره د عربي لغاتو او جملو څخه ډیر کار اخیستل یو ډول معنوي اعتبار او آن ثواب ګڼل کیدی .

     د دې ټولو تاریخي بیوسیو سره سره ، زه پدې آند یم چي په « پښتو ټولني » کي د یو شمیر پوهانو د زیار له برکته چي د « ستورو » نوم یې ګټلی دی ، پښتو ژبه اوس د نژدې یوې پيړۍ د مخه هغه بیوسه او یوازی شفایي ژبه نده ، د لیکدود په ګډون په هره برخه کي ښایسته ډیر کار ورته شوی او په نسبي توګه بډایه شویده . مګر ددې د پاره چي د نا اړینو پور کړو لغاتونو څخه خلاصه شی ، تر اوسه لا ډیر او نه ستړي کیدونکي کار ته اړتیا لري . په همدې خاطر اړینه بولم چی و « نیولوجیزم » (نوی لغات جوړونی) ته په علمي بڼه پام واړول شي او په مټ یې د پښتو پر اوږو د پردیو پورونو پیټی سپک او منت یې کم شی .

     نیولوجیزم ته کیدلای شی د دوو اړخونو څخه و کتل شي . یو داچي د علم او تخنیک د پرمختګ سره سم باید د نوو رامنځته شوو لغاتو یا اصطلاح ګانو د پاره په پښتو ژبه کي اړوند انډول لغاتونه و لټول شی لکه د ایمیل د پاره «بریښنالیک» . زه پخپله د ټولو هغو نومونو او اصطلاح ګانو د پاره د پښتو لغاتونو د لټولو سره همږغی نه یم چي د علم او تخنیک په برکت باید ژبي ور ننوځي . داسی په نړیواله کچه منل شوی اصطلاح ګاني نه یوازي داچی ژبه نه کمزورې کوي ، بلکه بډایه کوي یې . ددې خبري ترڅنګ دا هم اړینه ګڼم چي د هغو موجودو غیر پښتو (د خیلو لغاتونو) او یا (پور شوو لغاتونو) د پاره یو موزون پښتو لغات و لټول شی چي د علم او تخنیک د پرمختګ جبر یې لامل ندی . دا ځکه چي پښتو ژبي یو وخت د خپلي ټیټي وییپانګي د لوړولو په موخه دا ډول لغاتونه د خپلو بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو پخاطر د مجبورۍ او بیوسۍ له مخي د نورو ژبو څخه چي لاسرسۍ یې ورته درلود ، پور کړي وه . دا مهال چي هغه بیوسي تر زیاتي کچي له منځه تللی ده، پکار ده پدې پوه شوو چي پردی کټ تر نیمو شپو وي، ځکه نو باید د هغوی انډول داسی پښتو لغاتونه د نیولوجیزم په مټ را پیدا او و کارول شي چي د نوموړي غیرپښتو لغات د پاره یو صلاحیت لرونکی ځایناستي وشي او قبوله شوی مانا یې هم په یوه په زړه پوری ږغ سره څرګنده کړای شي . د بیلګي په توګه د « عکس العمل » د پآره « غبرګون » ، د « قیام » د پاره « پآڅون »، د « برنامې یا خط مشي » د پاره « تګلاره » . ددغسی ښکلیو ځایناستو لغاتونو د پیدا کولو په کار کي نیولوجیزم ډیر په درد خوري . نوی ځایناستی لغات باید موزون ږِغ ولري او په ګرامر کي هم په اسانه توګه و کارول شي . داسی غیرموزون لغاتونه له د ( جلبیو ) د پاره « کږې وږې خوږې » ، د «راډیو » د پاره « ږغدبلی » ، او یا د « رباب » د پاره « شرنګ سوټی » کارول ، زه په نیولوجیزم باندي ملنډي وهل ګڼم . زه پدې آند یم چي د هر غیرپښتو لغات د پاره اړینه نده د پښتو لغات که موزون وی یا غیرموزون ، مناسب انډول وی یا نامناسب ، خو داچي پښتو ندی باید د ځایناستی په توګه حتماً ورته و لټول شي ، او ټینګار کوم چي په دغه ډول ( کږو وږو خوږو ) باندی د پښتو خوله نه خوږه کیږي . اوسمهال د پښتو په نیولوجیزم کي تر ټولو ډیر پوهاند صاحب زیار چي یو ډګري لرونکي ژبپوه دي ، کار کوي . زه باور لرم چي دی به هم زما ددغه نظر سره همږغی وي . د نوي لغات موندل یوازي د یو شمیر نااړینو دخیلو او په پور اخیست شوو لغاتونو د پاره یوه بیړنۍ او ځنډ نه منونکې دنده ده . دا ځکه ، که موږ د پښتو د معیارولو په لور ځو ، نو ښه به دا وي چي دا ستونزه تر اړینه بریده ور سره حل شي .  

د دوهمۍ برخي پای

نور بیا

57 total views, 1 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *