Categories

اعلان

Loading…

زخمي وطن | غلام ولي نوري

ما په لومړي ځل کندهار څنګه او څه وخت ولیده!

لومړۍ برخه 

سهار وختي د ملایانو پر اذانو مي خدای بخښلو انا او نیکه راکښېنولم، ویل یې ژر سه موټر د کور مخ ته ولاړ دئ. ما د خوشحالۍ او هیجانه ژر اودس تازه کړ او پاک کالي مي واغوستله او د نیکه، انا او اکا سره د موټر پر خوا روان سوم. د کور ومخ ته سور رنګه دوه سيټه د خیرو استاذ ټویوټا ډاټسن ولاړ وو. په هغه وخت کي تازه دغه موټران په پاکستان کي باب سوي ول، ځینو خو ویل چي دا تر هلیکوپتر تیز دي. زه، انا او نیکه مي د شاه په سیټ کي کښېنستو او اکا مي د موټر په باډۍ کي. د لاري په اوږدو کي تر چمن پوري باید موږ خپل د سفر ملګري چي په مختلفو مهاجر کمپونو او ښارګوټو کي به یې زموږ انتظار کاوه راسره ملګري کړي وای. موټر زموږ د سامانونو تر څنګ د مجاهدینو د خوراکي موادو، السبې او داسي نورو شیانو ډک وو. موږ له چمن څخه سپین بولدک ته واوښتو. د سپین بولدک ولسوالي په دا وخت کي د مجاهدینو لاس ته لوېدلي وه، ځکه چي نور نو مجاهدینو او عامو خلکو د ریکستان پر اوږدې، ګرمي او بې اوبو لاري سفر کولو ته اړه نه ول. قوماندان ملا اختر جان د سپین بولدک ولسوالۍ ولسوال او د اسلامي حزب مشهور قوماندان محمد نبي ددې ولسوالۍ امنیه قوماندان و. موږ تر سپین بولدک د کندهار پر لور پر پاخه سړک تیر سوو، خو د تخته پل ولسوالي لا د حکومتي ځواکونو په لاس کي وه، او عامو خلکو ته یې پر عمومي سړک د تګ اجازه نه ورکول او مجاهدینو خو د بیري پر هغه لار سفر نه کاوه. موږ د کږې د غره په لمن کي د عمومي سړک څخه جلا سو د کندهار پر لور مو د بولدک، ارغسان، دامان او ارغنداو په ناپایه او مټنو دښتو کي د موټرو پر هغه کښونو سفر پیل کړ چي زموږ مخکي دلته تیری سوي ول. دغه خامه مټن سړکونو د کندهار د دوبي د ټکنده ګرمۍ سره د سفر زحمت یو په لسه کاوه. د مېل تر مانده، ارغسان تر رود تیر سوو، په دامان ولسوالي کي د کابل کندهار لویې لاري ته ورسیدو. پر لاري به یو ونیم زموږ په شان مسافر په مخه راتلل او د لاري په اوږدو کي خلکو د مسافرو د هوسایني او د خپل ځان د نفقې د برابرولو لپاره هوټلونه، د پرچون دوکانونه او مستري خاني جوړي کړي وې. دا لاره دونه مټنه وه، چي وایې یو وخت یو سړي په موټر کي سفر پر کاوه، کله چي د خپل منزل سره له موټره کښته سوی و، چي په هنداره کي یې کتلي وه، په موټروان پسې یې ناري کړي وې، چي موټروانه ودروه موټر دا دي زما پر ځای بل څوک کښته کړی دئ. پر لاري د تندي سره د مخامختیا، د موټر د خرابتیا، د ماینونو او غلو څخه د خونديتیا په خاطر چي د موټر و موټروان څوني وس وهغونه تیز تګ کاوه، نو له همدې کبله یوازي موټر د لمانځه د ادایني لپاره تم کېده.

د کابل کندهار پر سړک مو د کندهار ښار پر لار سفر ته دوام ورکړ، خو د عظم کلا په سیمه کي موږ بیرته د پاخه سړک څخه واوښتو، ځکه چي هلته حکومتي ځواکونه موجود وه، او پر عمومي سړک یې عامو وګړو ته کندهار ښار ته د تګ اجازه نه ورکوله. عظم خان د ستر درشل حضرت احمد شاه بابا په پوځ کي جنرال و، او د بي بي سي نامتو خبریال ښاغلی ډاکټر داود عظمي د همدې عظم خان لسمی دئ. په همدې دښت کي د ارغنداو د خواجه ملک د واندوز درې د لاري د ارغنداو سرسبزه ناوې ته ورسیدو. تر رود پوري وتو او د شاه اغا په دوراهي کي د هرات کندهار عمومي سړک ته راووتو. پر عمومي سړک د غرب پر خوا پاشمول ته رهي سوو. په لار کي د افغانانو په بیچاره خاوره کي د دو زبرځواکونو د مقابلي داسي نخښي پرتې وې چي سړی ګوته په غاښه ورته پاته کېده. هري خوا ته د روسي او افغان پوځ سوځلي ټانکونو او موټرونو دیوالونه جوړ سوي ول. روسانو او افغان پوځ د هرات او کندهار لویه لار د خپلو اکمالاتو لپاره استعمالول او د همدې لاري په اوږدو کي به مجاهدینو کمینونه ورته نیول. تر څو کلن جنګ وروسته دلته مجاهدینو دومره د افغان او روسي پوځ ټانکونه او نور وسایط وسوځل چي روسانو د کندهار ښار د سرپوزې څخه بیا د غرب لوري د سړک دواړو خواو ته ۲۵ کیلومتره اوږد دېوال په جوړ کړی و، او د مجاهدینو د حملو څخه د امان په نیامت به یې د همدې دېوالونو په منځ کي سفر کاوه. د دي ټانکونو سوځل د کندهار نامتو مجاهد استاد عبدالحلیم، شهید لال ملنګ او شهید طالب جان ته منسوب ول. د لاري په اوږدو کي یوازي مجاهدین معلومېدل نور نو د عام سړي بوی نه تر سږمو کېده. په پاشمول کي د ارغنداو تر رود پنجوايي ته پوري وتو، په سلاوات کي تیر سو او خپلي کلي ناخوني ته ورسیدو.

دا وخت به تقریبا د شپې لس یا یولس بجې وې، سپوږمۍ نه وه، توره تیاره وه، ویل کیږي ناخونی درې سوه مسجده کلی دئ، خو دا وخت یوازي د یولسو مجاهدینو قوماندانانو جبهې (اطاقونه) پکښي کي ول، چي یو یې زما د اکا و، چي د مولوی محمد نبي په تنظیم پوري یې اړه درلوده، نور ټوله کلی تور ولاړ و. د جبهې ساتونکي پر موږ د لیري د درېدو او ځان ور پېژندلو ږغ وکړ. دویم مجاهد زما د اکا د نوم په اورېد وځغستله او زما مشر اکا او نور مجاهدین یې خبر کړل. هغوی ټوله زموږ مخ ته راغلل. زه، نیکه او انا مي نوروز ته د خپلو دوستانو کره ولاړو. نوروز د ترنک پر غاړه کوچنی کلی دئ، خو د روسانو د بې پایه بمبارۍ له وجي د ناخوني او سلاوات اکثره خلک نوروز ته ګډه سول یا پاکستان ته مهاجر سول. د نورزو ټول کلی د کندهار د مشهور تجار حاجي تور خان ملکیت و، د کلي په منځ کي د هغه یوه شانداره کلا او ښایسته مسجد جامع ولاړه او ختیځ خوا ته په عصري نقشه جوړ د بزګرانو کورونه اباد ول خو دې نوي بېځایه سوو کډوالو نوروز اوس په یو لوی کلي اړولی و. په سبا مي، زه، نیکه، انا او د خپل پلرني کلي او خپل کور لېدو ته بوتلم. زموږ ټوله کلی د یوه مخي نړیدلی و، او زموږ کور هم د نور کلي د ورانۍ یوه ښه نمونه وه. نیکه مي راته وویل، چي دا ستاسو خونه ده. د خوني په چت کي د روسي هیلیکوپتر د راکېټ ویشتو له کبلو لوی غار جوړ سوی و، او زموږ د خوني په منځ کي نیم په مځکه کي ښخ پاته وو. زه، چي راکټ ته ورنږدې کېدم اکا مي راباندي ږغ کړه، چي پام کوه لاس ور نه وړې. اکا مي ورو راکېټ د مځکي څخه راویستئ او یو ځای یې ګوښه کښېښوئ. نیکه مي کیسه راته کړې وه، چي زموږ د کلي مشهوره عالم ملا کبیر اخند کور ته روان و یو چا ور باندي زیری کړي و، چي افغانستان ته روسان راغله، ده د (الله) ناره کړې وه، هلته ځای پر ځای مړ سو. په دې وطن کي به ډېر د ملا کبیر اخند په شان مخکي تر دې چي د خپل وطن دا اوږده تراژیدي وویني مړه سوي وي یا که نه وي نو نو زه ډېر داسي کسان پېژنم چي حالت یې تر ملا کبیر اخند ښه نه دئ خو مازي سا پکښي چلیږي. زموږ کور د کلي د لوی مسجد پر مخامخ وو. دا مسجد زما نیکونو څو پښته اخوا جوړ کړی و. په بله اصطلاح که هر څوک ددې مسجد مشر وای نو هغه د کلي مشر هم و. تر هجرت مخکي زما نیکه حاجي ملک خالقداد زما د ور نیکه جان محمد خان او تر نیکه بهرام خان پر میراث ناست و. په شاوخوا سیمه کي زما د نیکه د پوهي او حاضر جوابۍ کیسي خوله پر خوله کیږي او هر څوک یې په ښو یادوي.

نیکه مي د کلي مشر و، او انا مي په اوه (۷) دیګۍ مشهوره وه، یعني هغې به هره ورځ زما د نیکه د مېلمنو لپاره اوه دېګه پخول. زه د دونیمو میاشتو وم چي نیکه او انا مي د مور څخه اخیستی وم او زما روزنه او پالنه هغوی کوله، نو له همدې کبله چي به هغه هر چیري تلئ زه به یې ور سره بېولم. نیکه مي په ځوانۍ کي د شهید داود خان په ګارډ کي دنده تر سره کړې ول او تر هغه وروسته د کلي مشرتوب له کبله په افغانستان کي د کمونیسټي رژیم لپاره تر ټولو لوی هدف و، له همدې کبله هغه چي زامن یې هم ځوانان ول او حکومت به عسکري خدمت ته بېول د وطن د پرېښولو فیصله وکړه. زما د کورنۍ د هجرت په وخت کي پاکستان ته لویي لاري د حکومتي ځواکونو تر کنټرول لاندي وي او هغه ځوانانو چي عسکري خدمت به یې نه و کړی عسکري خدمت ته بېول نو له همدې کبله زما نیکه فیصله وکړه، چي پاکستان ته به د ریګستان د لاري پر اوښانو هجرت کوي، پلار مي ریګستان ته د اوښانو د کرایه کولو لپاره دوې ورځي پلی مزل کړی و. پر عمومي لار د پنجوايې څخه چمن ته موټر په درې ساعته رسیږي خو زما کورنۍ دغه لاره د ریګستان د لاري پر اوښانو درې ورځي وهلې وه، او په دا وخت کي زه د نهو میاشتو وم. زه هم د نورو مهاجرو کوشیانو په شان د جنرال ضیا د علمي نصاب متعلم وم، چي (ټ) معنی ټوپک او (ج) معنی جهاد.

زه او نیکه مي د خپل کور تر لېدو وروسته زما د اکا جبهې (اطاق) ته ولاړو. هلته زیات شمېر مجاهدین ول. دوی ته یې طالب مجاهدین ویل. په کندهار کي دوه ډوله مجاهدین ول، طالب او غیر طالب. طالب مجاهدینو به لوی ورېښتان نه پرېښول، ټوله لمونځونه یې په جماعت کول، بېله اجازې یې د چا د باغ مېوه نه خوړل، تر عمر کښته کسان یې بېله دې چي د کورنۍ کوم غړی به ورسره نه و په خپلو لیکو کي نه پرېښول، د وسلې ګرځول یې بېله ضرورته منع کړي ول، د موسقي اورېدل یې نه خوښول، د مجاهدینو تر منځ خپلمنځي جنګونه یې ناروا ګڼل او ټولي فیصلې یې د شرعي مطابق په یوه باصلاحیته قاضي کولې. برعکس غیر طالب مجاهدینو دا ټول پورته ذکر سوي کارونه کول. د ناخوني د مجاهدینو د یولسو مجاهدینو له جبهو څخه یوه یې غیر طالب مجاهدین وه. د پنجوایي مشهور طالب مجاهدین ملا بورجان اخند، مرحوم حاجي ملا محمد اخند، ملا برادر اخند، مرحوم مولوی عبدالرحیم اخند، ملا غلام نبي اخند، مرحوم ملا محمد رباني اخند، مرحوم ملا محمد عمر مجاهد، مولوی عبدالحکیم اخند، شهید ملا محمد اسمعیل اخند، شهید ملا عبدالهادي اخند او داسي نور ول. نو په بله معنی چي د طالبانو اسلامي تحریک بنسټ هم د جهاد په وخت کي د طالب مجاهدینو له څپرغۍ څخه راپورته سو، چي وروسته به پر دې موضوع پوره رڼا واچوم.

زما د اکا جبهې زما د پلار د تره د زامنو شهید ملا محمد اسمعیل اخند او شهید ملا عبدالهادي اخند په باغ کي چي هغه هم د استاد سیاف د تنظیم د کندهار د لویو قوماندانو څخه ول موقعیت درلود. دا سیمه د تور ملنګ کلاچه یادیږي او زموږ د کورنۍ باغونه هم د همدې ملنګ له زیارته شروع کیږي. ډېره مي تلوسه وه، چي په خپل لاس د باغ له تاک (وني) څخه د انګورو واښکی راوشکوم او وې خورم. د مجاهدینو دا جبهه په یو لوی کور کي وه او نور شاوخوا کورنه یې هم ور سره ګډ کړي ول او د جنوب د خوا د دروازې څخه زه او نیکه مي د انګوري باغونو شنې سیمي ته ور ووتو. په کندهار کي په انګوري باغونو کي یو ډول وحشي بوټۍ (کروړه) راشنه کیږي، چي د انګوري تاکانو په شان انګور کوي، خو البته هغوی ډېر ترخه او زهرجن دي، په لومړي سر کي ما پر هغوی د انګورو خیال وکړ خو وروسته مي نیکه وپوهولم. کندهار د زراعت لپاره عجبه ځای دئ، چي هره سیمه یې خپل ځان ته ځانګړې مېوه لري، مثلا د پنجوايې ولسوالي غرب ښه سپین او سره کیشمش لري، ختیځ یې بیا ایته انګور چي اوجوشي ځني جوړيږي کوي، د ارغنداو انار، زردالو، شفتالو، ګیرینګیچ او توت ډېر مشهور دي، د شاه وليکوټ او خاکریز انځر، توت، بادام او انار خورا خواږه دي، د دامان غنم او د بولدک هندوانې او خټکي ډېر په نام دي. په لومړي ځل مي په خپل وطن کي همدلته د خپل وطن انګور وخوړه.

375 total views, no views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

۸