Categories

اعلان

Loading…

په څېړنه کې د ماخذ ښودنې ارزښت | پوهنیار سیداصغر هاشمي

د څېړونکي او څېړنې لپاره مواد او منابع ضروري دي او د يوې ښې څېړنې لپاره د زياتو ماخذونو مطالعه مهمه ده. زما د مقالې یوازنی هدف په څېړنه کې د ماخذ ښودنې د ځینو ستونزو د حل لارو چارو لپاره ده، کله کله د ځینو پوښتنو سره مخامخېږم، نو نن دی ته اړ شوم چې د حل په لارو چارو یې بحث وکړم، لکه:

ـ په څېړنېزې لیکنې کې د ماخذونو شمېر څومره مهم دی؟

ـ بې ماخذه لیکنې ته څېړنه ویلای شو او کنه؟

ـ د عمر او پوهې په لحاظ دکم عمرو څېړونکيو له ماخذه ګټه اخېستلای شو او کنه؟

ـ د ماخذونو ډېروالی لیکنې ته قوت ورکولای شي او کنه؟

ـ د ماخذ ښودنه او که  نه ښودنه کسر شان دی؟

ـ په ماخذ ښودنه کې د صداقته کار اخلو او کنه؟

ـ په ماخذ ښودنه کې له امانت دارۍ کار اخلو او کنه؟

ـ په متن کې د  ماخذونو نه ښودنې ستونزې.

ـ د یو اثره څو ځله د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شو؟

ـ په ماخذ ښودنې کې د کوم ډول سبکه ګټه واخلو؟

ـ د ماخذ ښودنې په برخه کې د څېړونکي اجازه مهمه ده او کنه؟

پورتنیو پوښتنو وهڅولم چې لیکنه وکړم او خپل نظر وړاندې کړم. مخکې له دې چې د پورته پوښتنو ځوابونو ته لاړ شم د ماخذ په اړه لنډې خبرې کوم:

ماخذ په عربي کې د اخېستنې ځاى ته وايي، چې يو شمېر پښتو ليکوالو همدغه د اخېستنې ځاى يا اخيستنځى لنډ کړ او (اخځ) يې ترې جوړ کړى دى، نو ماخذونه، لکه: کتابونه، تحليلي او څېړنيزې مقالې، رسالې، تېزسسونه، ډيزرټيشنونه، مونوګرافونه، ژورنالونه، کانفرانسونه، انټرنيټ، دايرة المعارفونه، قاموسونه، ژوند ليکونه، بېلا بېلې ورځپاڼې، چارتونه، د بېلا بېلو کلونو درسي کتابونه او بېلا بېلې خپرونې ماخذونه او منابع دي. (۱)

د پورتنيو ټولو ځايونو څېړونکی د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شي، خو څېړونکى بايد په ماخذونو کې بنیادي او ثانوي مواد معلوم او په اثارو کې اول لاس منابعو ته زیات ارزښت ورکړي او په انټرنیټ کې انسایکلوپيډیاوو ته.

ماخذد څېړنيز کار ارزښت لوړوي او دا په ډاګه کوي، هغه څه چې په څېړنيزې ليکنې کې راغلي دي، بې بنسټه نه دي، همدا راز د يوې تحقیقې موضوع اړوند دا په ډاګه کوي چې څېړونکى په خپلې څېړنې مسلط و، د نورو د کارونو له نتيجو بشپړ خبر و، په همدې ترتيب ماخذ ښودنه د نورو د حقونو درناوى دى او ماخذ ليکنه له نورو څخه د معلوماتو په پوره کولو سره خپلې ليکنې ته اعتبار ورکول دي. (۲)

اصول تحقیق کې ډاکټر عبدالحمید عباسی د ډاکټر سلطانه بخش په حوال د ماخذ په هکله هر اړخیزې خبرې کړي دي چې د موضوع د شرایطو سره سم د کار خبرې دلته راوړم: ژباړه:

(ماخذ هغه اثارو ته ویل کېږي چې د تحقیق په جریان کې لیکوال ترې استفاده کړي وي او خپل کار یې د همدغو اثارو په واسطه تکمیل کړی وي. ماخذونو ته منابع او مراجع هم ویل کېږي.)(۳)

د ماخذونو اهميت او ارزښت نه هېڅ محقق سترګې نه شي پټولى، يوه څېړنيزه ليکنه د هغې ليکنې سره چې څېړنه نه وي، د ماخذونو په راوړلو بېلولى شو، محقق بايد په خپلې ليکلې موضوع کې ماخذونه په خپل ځاى استعمال کړي، د ماخذونو او منابعو د اهميت په باب داسې راځي:

۱. پرته له ماخذونو نوي حقايق رامنځته کېداى نه شي.

۲. له ماخذونو پرته کره او سمه څېړنه نه شي تر سره کېداى.

۳. له ماخذونو پرته د کتابونو د فهرستونو، د متونو د تصحيح، تدوين، تعليقات، د اقتباسونو او د احوالو ليکلوغوندې څېړنيز ګامونه اوچتول شونې نه ده.

۴. له ماخذونو پرته په څېړنې کې جعل کاري يا ادبي غلا نه شي معلومېداى.

۵. له ماخذونو پرته د پخوانيو معلوماتو او رواياتو ترلاسه کول ممکن نه دي.

۶. د ماخذونو او منابعو پرته د دوو څېړونکو او پوهانو نظريواو افکارو ترمنځ تقابلې جاج اخيستلو کار اسان نه دى.

۷. ماخذونه د څېړنې لپاره حتمي دي او بې ماخذه ليکنې ته هېڅکله څېړنه نه شو ويلى.

۸. ماخذونه څېړنې ته ارزښت ورکوي او کره والى يې ثابت کېداى شي.

له ماخذونواو منابعونه استفاده د یوې څېړنيزې موضوع د پلټنو لپاره يو اساسي اصل دى. (۴)

اوس نو د موضوع د اوږدوالي لپاره د پورتنیو پوښتنو ځوابونه وړاندې کوم:

په څېړنېزې لیکنې کې د ماخذونو شمېر څومره مهم دی؟

په څېړنیزه لیکنه کې ماخذ ښوده اساسي اصل دی، څېړنیزه لیکنه له نورو عادي لیکنو او یا رسمي، علمي او اکاډمیکې مقالې له غیر رسمي مقالو څخه د ماخذونو په راوړلو بېلولای شو. که یوه لیکنه هر څومره قوي وي، خو ماخذونه پکې نه وي، د څېړنې د لارو چارو او د تحقیق د نويو آرونو په نظر کې نیولو سره دا یوه علمي ستونزه او لیکوال ته تیروتنه ده.

په لیکنه کې د لیکوال خپلې خبرې او نظریات او د نورو لیکوالو نظریات او افکار د همدغې ماخذونو په راوړلو او ښودلو سره بېلولای شو.

کله کله پوهنتونونو او ځینو نورو ځایونو کې څېړونکیو ته د ماخذونو شمېر ټاکل کېږي او یا په مقاله لیکنو کې د ماخذونو د شمېر یادونه کېږي چې په حقیقت کې دا سم کار نه دی، ډېر ماخذونه لیکنې ته قوت نه ورکوي، بلکې د لیکوال تحلیل او تفسیر څېړنیزې لیکنې ته ځواک ورکوي. په حقیقت کې علمي حقایق خپله خبرې نه کوي او نه په ډېرو ماخذونو کې دا صلاحیت شته، خو د لیکوال ژبه او علمي قوت او صلاحیت دی چې لیکنه تلپاتې کېږي.

په څېړنیزه لیکنه کې ماخذونو راوړل اړین دي، خو دا چې شمېر یې قید شي او یا په یوې لیکنې کې د ماخذونو لوی فهرست جوړ وي، خو د لیکوال خبرې پکې کمې وي، نو له داسې ډېرو ماخذونو هغه کم ماخذونه مهم دي، چې د لیکوال خبرې واضحې او څرګندې وي.(۵)

بې ماخذه لیکنې ته څېړنه ویلای شو او کنه؟

د پښتو ژبې څېړنې په ابتدايي حالت کې دي، په نړیواله کچه ټولنیزې پوهنې لوړ څېړنیز مقام لري، هلته که څېړنیزه لیکنه ماخذ ونه لري، د څېړنې تر سرلیک لاندې نه راځي، نو له همدې امله که یوه لیکنه څومره ښه وي، خو د ماخذونو ګټه اخېستل شوې نه وي، د څېړنې تر عنوان لاندې راتلای نه شي. د څېړنې یوه اساسي خبره د ماخذونو ګټه اخېستل، په خپل خپل ځای ښودل او د ماخذونو ارزیابي ده. لنډه دا چې بې ماخذه کتاب، رساله، مونوګراف، تیزس، مقاله او داسې نور څېړنیز جوړښتونه د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شي.

ځینې لیکوال خورا ښې مقالې لیکي، خو لیکنې یې ماخذونه نه لري، چې د څېړنې د بنسټونو په نظر کې نیولو سره دې لیکنو ته غیر رسمي لیکنې ویلای شو، خو علمي او اکاډمیکې لیکنې ورته ویلای نه شو.

د عمر او پوهې په لحاظ کم عمره څېړونکي له ماخذه ګټه اخېستلای شو او کنه؟

که د څېړونکي عمر کم وي او یا د څېړنې تجربه یې کمه وي، خو د تحقیقاتي کارونو سره یې مینه او رغبت وي او د عمر او پوهې په لحاظ پیاوړی څېړونکی یې له اثارو ګټه واخلي کوم عیب نه دی، عیب هغه غرور دی چې د ځوان څېړونکي له کتابه ځکه ګټه نه اخلي چې دی یو وخت شاګرد وه او یا د عمر په لحاظ کوچنی دی.

د نړۍ ټول شیان په تکامل کې دي، انسان هم په بېلا بېلو وختونو کې ظاهري او باطني رغښت په نظر کې نیولو سره تغیر کوي، نو د نن ورځې ځوان او نوی څېړونکی به یو وخت پیاوړی محقق وي، په نړۍ کې لویو پوهانو او په ځانګړي ډول څېړونکيو د طفولیت دوره تیره کړې ده، خو نن پیاوړي او مشران څېړونکي دي.

یوه ورځ په مجلس کې د څو دوستانو سره مخامخ شوم، د پېژندنې وروسته یو ځوان راته نږدې شو، راته یې وویل: زه (فلانی) یم، ته په خپل(فلاني) اثر کې زما د مونوګرافه د ماخذ په ډول ګټه اخېستې وه، دا زما لپاره افتخار وه چې د ځوان څېړونکي له ماخذه مې استفاده کړې وه او ځوان لیکوال ته یوه روحیه وه چې اینده کارونو ورکړي.

د ځوانو لیکوالو د اثارو ګټه اخېستنه د دوی د هڅونې لامل کېږي او په اینده کې ورسره دا هیله پیدا کېږي چې زه هم یو څوک یم او اینده کې خپل کار ته دوام ورکولای شم.

یوه ورځ مې واورید چې د یوې لیکنې لارښود څېړونکي ته ویلي وه چې د(فلاني) له اثارو د ماخذ په ډول ګټه به نه اخلې، په علم کې شخصي اغراض، تنظیمي، قومي، مذهبي او ژبني اختلافات او داسې نور لسګونه خبرې په څېړنه کې ځای نه لري.

د ماخذونو ډېروالی لیکنې ته قوت ورکولای شي او کنه؟

که چېرې په یوې لیکنې کې له ډېرو کره او اول لاس ماخذونو ګټه اخېستل شوې وي او په مقابل کې بل څېړونکي له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وي، د دواړو علمي او اکاډمیک کار د څېړنې د لارو چارو پر اساس یو شان مخکې تللی وي، نو دلته هغه څېړنه کامیابه ده چې له ډېرو ماخذونو استفاده شوې ده، ځکه چې د ډېرو ماخذونو استفاده د  دې لامل کېږي، چې ډېر کتابونه ولولې او په انتقادي نظر ورته وګورې، په یوې موضوع د ډېرو پوهانو له نظریاتو او افکارو سره مخامخېږي او همدارنګه د هر څېړونکي د نظر سره خپله نظر او فکر ورسره یو ځای کوې، خو که ماخذونه ډېر وي او ټول نظریات را ټول شوې وي، خپل نظر او فکر پکې نه وي، خو په مقابل کې بل څېړونکي له کمو ماخذونو ګټه اخېستې وي او لیکنه یې د څېړنې د لارو چارو پر اساساتو برابره وي، نو دلته بیا د ماخذونو کمیت مهم نه دی، بلکې د څېړنې کیفیت مهم دی.

په څېړنې کې ډېر ماخذونه په هغه وخت کې لیکنې ته قوت ورکوي چې څېړنه له پیله تر پایه د څېړنې مېتودولوژي په نظر کې نیولو پیل او پای ته رسېدلې وي او که داسې نه وي نو بیا د ډېرو ماخذونو راوړل څېړنې ته قوت ورکولای نه شي.

د ماخذ ښودنه او که  نه ښودنه کسر شان دی؟

د څېړنې لپاره ماخذ ښودنه مهمه ده، ماخذ لیکنې ته قوت ورکوي، په لیکنه کې د جعل کاري مخه نیسي، لیکنې کې ادبي غلا ښکاره کوي او داسې نورې ښېګڼې لري.

د نړۍ لویو پوهانو د نورو پوهانو له اثارو د ماخذ په ډول ګټه اخېستې ده، ټولو اسلامي څېړنو ته قران کریم او نبوي احایث د اول لاس ماخذونو په ډول د ګټې اخېستې وړ وه. په لیکنه کې د ماخذونو ښودنه د څېړونکي لپاره عار نه دی، خو دا ورته کسر شان دی، چې د څېړونکي له اثره ګټه اخېستل شوې وي، خو ښودل شوې نه وي، دا د لیکوال معنوي ملکیت او دارایي ده چې بل لیکوال یې باید غلا نه کړي، خو دا حق ورنه اصل لیکوال نه شي اخېستلای چې له کتابه یې ګټه اخېستل شوې وي او ځای ځای ښودل شوې وي، خو بیا هم څېړونکی په قهر وي چې ولې یې له ماخذه استفاده شوې ده.  

کله کله داسې هم کېږي چې څېړونکي کتاب لیدلی نه وي، د بل کتاب نه ماخذونه ښيي، چې دا هم یوه ستونزه ده او په ځینو ځایونو کې زه ورسره مخامخېږم. څه موده مخکې یو څېړونکي سره مخامخ شوم، ده د تاریخ مرصع له ماخذه ګټه اخېستې وه، ما ورته وویل چې تاریخ مرصع به څو مخه وي، ده په زغرده وویل: سل مخه کتاب دی.

په ماخذ ښودنه کې د صداقته کار اخلو او کنه؟

څېړونکی باید په څېړنه کې له صداقته کار واخلي او د ماخذ ښودنې په برخه کې یوه کرښه هم باید ځای ځای وښودل شي، دا د اصل ليکوال حق دی او څېړونکی باید دا کار وکړي، بیا هم د دې خبرې یادونه اړینه ده چې ټولې غیر علمي خبرې باید پریښودل شي، بلکې د څېړنې د اصولو پر اساس دې ماخذونه وښودل شي.  

په ماخذ ښودنه کې له امانت دارۍ کار اخلو او کنه؟

ماخذونه ځای ځای ښودل، ماخذ ښودنه کشر شان نه ګڼل، د ځوانو لیکوالو د ماخذونو استفاده کول، د هر لیکوال نظر ته احترام درلودل او داسې نور مسایل په امانت دارۍ کې راځي. په لیکنه کې یوه کرښه بې ماخذه راوړلای نه شو، د کتاب یوه برخه او یا ټول کتاب د څېړونکي مال دی، د دې مال مالک یې اصل لیکوال دی.

په متن کې د  ماخذونو نه ښودنې ستونزې.

کله کله د ځینو داسې اثارو سره مخامخېږم چې د ماخذونو یو لوی فهرست یې په پای کې راوړې وي، خو په متن کې یې یادونه شوې نه وي، دلته یوه لویه ستونزه همدا ده چې داسې لیکوال د څېړنې د لارو چارو سره سم بلد نه وي، نو ځکه په متن کې ماخذونه نه ښيي. په متن کې د ماخذونو ښودنه حتمي ده، که په متن کې ماخذونه ونه ښودل شي او د کتاب په پای کې راغلې وي، دا د ماخذ ښودنې په برخه کې لویه ستونزه ده او دا لیکنې د څېړنې تر سرلیک لاندې راتلای نه شي.

په یو مخ کتاب کې د پنځو بېلا بېلو ماخذونو او نظریاتو ګټه اخېستلای شو او همدارنګه د دې یو مخ د پنځو ماخذونو د فکرونو منل او نه منل د اصل څېړونکي دنده ده او همدارنګه خپل نظر راوړل هم یوه اساسي مسله ده، که چېرې په متن کې ماخذونه نه وي، نو څنګه کولای شو، چې پوه شو، د کتاب اصل متن د کوم لیکوال دی، په کتاب کې بېلا بېل نظریات د چا دي، ایا د کتاب په پای کې چې کوم ماخذونه راغلي دي، په اصل متن کې څومره صدق کوي، نو په متن کې د منابعو ښودنه مهمه ده. (۶)

د یو اثره څو ځله د ماخذ په ډول ګټه اخېستلای شو؟

زما دخپل مطالعې له مخې تر اوسه پورې په پښتو، فارسي او اردو ژبو څېړنیزو اثارو کې د دې خبرې یادونه نه شته چې د یو اثره په څېړنه کې څو ځله ګټه اخېستلای شو، خو د یوې خبرې یادونه اړینه ده، چې د یوه کتابه ډېره برخه اخېستل سم کار نه دی، که د یو ماخذه ډېره ګټه واخېستل شي، نو حتمي به اثر د لیکوال نظریات په تکراري ډول په لیکنه کې راوړو، دا چې دا نظریات په حاضر اثر کې شته، نو په تکراري ډول راوړل به یې سم نه وي، خو که په علمي مهارت او قوت له یو اثره څو ځله په بېلا بېلو مخونو کې ګټه واخېستل شي او همدارنګه د لیکوال نظریات پکې وي او د اقتباس د لارو چارو سره څېړونکی اشنا وي، نو په داسې مواردو کې امکان لري، خو بیا هم د تامل وړ خبره ده.

ماخذ ښودنه کې کوم ډول سبکه سم دی؟

ماخذ د اخېستنې ځای ته وايي، هر څېړونکی د خپل ذوق او د وخت د دود په نظر کې نیولو سره ماخذونه په متن او پای کې ښيي، چې دا ټول سم دي او یو ته سم او بل ته ناسم ویل به سمه نه وي.

د لوړو زده کړو وزارت د افغانستان پوهنتوني علمي رتبو لپاره یو ډول ماخذ ښودنه(ای پی ای) سیستم په متن او پای کې لارښوونه کوي، چې باید علمي شي، خو نورو سبکونو ته هم ناسم ویلای نه شو.   

د ماخذ ښودنې په برخه کې د اصل څېړونکي اجازه مهمه ده او کنه؟

ماخذ ښوده د څېړونکي حق دی، دی کولای شي چې اول لاس(بنیادي) ماخذونه معلوم او ترې ګټه واخلي او یا د انلاین دایرت المعارفونو(انسایکلوپیډیاوو) نه استفاده وکړي، په دې صورت کې د څېړونکي حق دی چې د کوم اثره ګټه اخلي، خو د ماخذونو ارزیابي او هر ماخذ ته په انتقادي نظر کتل چې کار یې ناسم نه وي، د څېړونکي دنده ده.

څېړونکی چې د کومو څېړونکيو له اثارو ګټه اخلي، هغوی هم د نورو لیکوالو د څېړنیزو اثارو استفاده کړې ده، نه هغو ته د اجازه اخېستلو کومه خبره شته او نه دویم څېړونکي ته.

په ځینو وروسته پاتې هېوادونو کې داسې هم کېږي، چې د څیړونکي له اثره ګټه اخېستل شوې وي، خو دی پرې خفه وي، خو ده به خپله د یو درجن نورو ماخذونو استفاده کړې وي. که چیرې د څېړونکي له اثره په دقیق او کره ډول استفاده شوې نه وي او دی د دې مستحق دی چې خفه شي او یا د دویم څېړونکي سره په دې برخه کې خبرې وکړي.

پایله

ماخذونه په څېړنه کې د اخېستنې ځای معلوموي او محقق کولای شي چې د ځینو پوهانو نظریات تایید او د ځینو رد کړي خو په دلایلو سره.

ماخذونه څېړنې ته قوت ورکوي او موثقتوب یې ثابتوي. بې ماخذه څېړنه د تحقیق په کتار کې راتلای نه شي. څېړنه کتابتوني، ساحوي او لابراتواري ډولونه لري او په دغو ډولونو کې د بېلا بېلو مسایلو سره مخامخېږو، مثلا په کتابتوني تحقیق کې چې د کوم ډول ماخذونو ګټه اخلو باید په دقیق، واضح او کره ډول وښیو.

د ماخذ ښودنې سبکونه او ډولونه بېلا بېل دي، یو ته سم او بل ته ناسم ویل سم کار نه دی. ماخذ د اخیستنې ځای دی او دا چې د اخیستنې ځای په کوم ډول وښیو کوم باک نشته. په دې مقاله کې د ماخذ ښوونې لارې چارې ښودل شوي دي.

ماخذونه

۱.څېړنوال محمد نبي صلاحي: په ادبي څېړنه کې د ميتود ارزښت، د ادبي څېړنې اصول او لارې، سرمحقق سید محی الدین هاشمي په اهتمام، ژبو او ادبیاتو مرکزـ علومو اکاډمي، کابل، ۱۳۹۳ ل کال، ۴۰ مخ.

۲. څېړنوال محمد نبي صلاحي: په ادبي څېړنه کې د ميتود ارزښت، ۴۱ـ ۴۱ مخونه.

۳.پروفیسر عبدالحمید خان عباسی: اصول تحقیق (دویم چاپ) ، نیشنل بوک فاونډیشن، اسلام اباد، ۲۰۱۵ م کال، ۱۷۵ مخ.

۴.عبدالمالک همت: د مقالې ليکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، دویم چاپ، صحاف نشراتي موسسه، کوټه، ۱۳۸۸ ل کال، ۷۳ مخ.

۵.عبدالمالک همت: د مقالې ليکلو اصول او د مطالعې او څېړنې لارښود، ۷۴ـ ۷۵ مخونه.

۶.سیداصغر هاشمي: د تحقیق اصول، هاشمي خپرندویه ټولنه، جلال اباد، ۱۵۶ مخ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *