Categories

اعلان

Loading…

لوست او مطالعه څنګه وکړو؟ | بصيرالحق عادل

مطالعه او لوست چې د پوهې د ذخيره کولو او د مالوماتو د ترلاسه کولو لپاره مهم دي، زموږ ټولنه کې ډېری ځوانان ورسره نه دي عادت.

په ډېری ښوونيزو ادارو، ښوونځيو او پوهنتونونو کې د ډېری محصلينو او زده کوونکو د پوهې کچه يا د دوی وړتيا له دې امله ټيټه ده چې سمه مطالعه نه کوي او يا پر وخت نه کوي.

زه يوه بېلګه وړاندې کووم:

بصیرالحق عادل

زما د مشاهدو له مخې، ډېری زده کوونکي او محصلين هغه وخت مطالعه کوي چې د ازموينې وخت راورسېږي، دلته دوی له ګڼو ستونزو سره مخ وي، له يوې خوا رواني فشار، بل پلو د ازموينې اندېښنه او بل پلو د دوی هغه ستونزې چې چېپټر يا کتاب کې يې لري.

په لږ وخت کې بيا نه دوی له استاد سره اړيکې نيولی شي چې ستونزې يې ور حل کړي او نه د دوی مغز دومره ظرفيت لري چې په لږ وخت کې ډېره مطالعه وکړي او ډېر شيان زده کړي.

د مطالعې لپاره موږ بايد يو منظم پلان ولرو، که د ښوونځي زده کوونکي يا د پوهنتون زده کړيالان ياست نو يو منظم مهالوېش جوړ کړئ، هره ورځ مطالعه وکړئ، د خپلو درسي مضامينو ترڅنګ ازاده مطالعه هم وکړئ، يانې اسلامي تاريخي، ادبي، ټولنيز او مالوماتي کتابونه ولولئ چې دا به تاسو سره مرسته وکړي ترڅو مو د مطالعې لپاره حوصله لوړه شي.

داسې مه کوئ چې په مياشتو مياشتو کتاب نه راخلئ او بيا د ازموينې پر مهال له ډېرو فشارونو سره سره کتاب را واخلئ، دغه مهال مو هيڅ نه زده کېږي او لا نور هم د رواني فشار سره مخ کېږئ.

ډېری محصلين او په عام ډول لوستونکي شکايت کوي چې دوی مطالعه نه شي کولی، حوصله يې نه لري.

دلته بېلابېل اړخونه شته، له يوې خوا زموږ علمي کتابونه په ډېره سخته ژبه ليکل شوي دي او داسې اسان ميتود ليکوالانو نه دی موندلی، يا يې نه دی غوره کړی چې داسې کتابونه ټولنې ته وړاندې کړي چې زموږ ټول ځوانان يې پرته له ستونزې ولولي، يا د دوی په روان ښه اغېز وکړي. بس هغه پخوانی وچ کلک ميتود دی او وچ کلک مالومات وړاندې کېږي.

له ليکوالو او په ټوله کې له اړونده وزارتونو مې هېله ده چې د علمي کتابونو لپاره د دې لپاره چې په ځوانانو کې د مطالعې کولو فرهنګ پياوړی کړي يو اسان ميتود جوړ کړي او په ډېره ښه ژبه دې علمي کتابونه ټولنې ته وړاندې کړي، د دې لپاره بېلابېلې لارې شته.

ما څه موده مخکې په يوې بلې ليکنې کې يوه بېلګه هم ورکړې وه، ما د ميرويس نيکه تاريخ څو ځل لوستی، خو په وچ زور مې لوستی، داسې لکه څوک چې يې راباندې په زوره لولي، خو کله چې نصير احمد احمدي د «نيکه» ناول وليکو او د ميرويس نيکه تاريخ مې پکې په هنري ژبه په خوند خوند ولوستو او بيا بيا مې زړه کېږي چې ويې لولم، هم مې ترې خوند واخيست، هم مې فکر کې پاتې شو او هم مې د مطالعې سره مينه پيدا شوه.

ما بيا وړانديز وکړ چې زموږ د علمي، تاريخي، ادبي، ټولنيزو او نورو ليکنو او کتابونو لپاره که دغه ډول ميتود جوړ شي، يا دې ته ورته نورې لارې چارې چې هم يې زموږ ځوانان ولولي او هم د دوی په حافظه کې پاتې شي نو دا به غوره کار وي.

ځکه زموږ ټولنه اوس په هغه حالات کې نه ده چې ځوانان مو دې هر ډول کتابونه ولولي يا يې د لوستلو حوصله ولري، زموږ ځوانان دوه ډوله کتابونه ښه په مينه لولي، ناول او شعر، که څه هم د دې کتابونو لوستل هم بې ګټې نه دي، ناول موږ ته د ژوند تجربې راښيي او شعر راته د ژوند خوند خو د دې سره سره بايد موږ خپله مالوماتي او علمي پانګه هم اضافه کړو او علمي کتابونه ولولو.

ځوانان د دې لپاره چې د مطالعې حوصله يې لوړه شي او ورسره عادت شي لکه مخکې چې مې يادونه وکړه هره ورځ دې مطالعه وکړي، منظم مهالوېش دې ورته جوړ کړي.

بل کار چې د مطالعې سره د لوستونکي لېوالتيا پيدا کوي د ناول لوستل دي، کوښښ وکړئ، بېلابېل ناولونه ولولئ.

دغه راز د هغو کتابونو لوستو ته لومړيتوب ورکړئ چې تاسو علاقه ورسره لرئ، مثلاً که د ادب سره مينه لرئ ادبي کتابونه ولولئ، که د تاريخ سره علاقه لرئ تاريخي کتابونه او که د فلسفې سره مو ذوق اړخ لګاوه فلسفه ولولئ چې دا تاسو سره مرسته کوي ترڅو مو په کرار کرار د خپل ذوق پرته د نورو کتابونو له مطالعې سره عادت کړي.

وروستيو کې يوې خبرې باندې بيا ټينګار کووم چې هره ورځ يوڅه ولولئ، لومړيو کې به سخته وي خو وروسته به دومره روږدي شئ چې پرته له مطالعې به مو وخت نه تېرېږي.

درنښت

بصيرالحق عادل

اراکوزيا پوهنتون

۱۳۹۶/۱۱/۲۳

7 total views, 2 views today

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *